لوبی
سرخپوشان خوافي او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ وګټلې
یارمحمد ذکرخېل د سرخپوشان خوافي لپاره لومړی ګول وواهه او دوه نور ګولونه هم د عینو مینې دروازې ته دننه شول.
نن شنبه د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو په څلورمه لوبه کې سرخپوشان خوافي عینو مینې ته ۳ – ۰ ماتې ورکړه.
یارمحمد ذکرخېل د سرخپوشان خوافي لپاره لومړی ګول وواهه او دوه نور ګولونه هم د عینو مینې دروازې ته دننه شول.
د دې سیالیو په پېنځمه لوبه کې آرمان افسي او آریانا خوست سره مخ شول، چې لومړۍ نیمایي یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.
مکډونالډ نیبا د آرمان افسي لپاره یوازنی ګول وواهه او د آریانا خوست دروازه یې پرانیسته.
آریانا خوست په دوهیمه نیمایي کې دوه نور ګولونه ووهل او په پای کې یې لوبه ۳ – ۱ وګټله.
د آریانا خوست لپاره جواد الکوزي، آرش احمدي او حبیبالله هوتک ګولونه ووهل.
د افغانستان د اتلانو لیګ شپږم پړاو سیالۍ به دوشنبه د دوه نورو لوبو پر ترسره کېدا سره پیل شي:
ابومسلم فراه – استقلال کابل | د ماسپښین ۳:۳۰
عمر ځواک – سرسبز یاشلر | د شپې ۷ بجې
آریانا ټلویزیون به دواړه لوبې پر ژوندۍ او ځانګړې توګه خپرې کړي او د فوټبال مینهوال کولی شي دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.