لوبی
سريلانکا د ماتې له خطره بچ او د اسيا غوره سياليو بل پړاو ته دننه شوه
د سې شنبې پر ورځ دفاعي اتلې سريلانکا افغانستان ته په يوه زړهراکښونکې لوبه کې پر دوه منډو ماتې ورکړه او د اسيا کپ سياليو بل پړاو ته یې لار وموندله.
د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته، چې بل پړاو ته د لار موندلو لپاره یې اړتیا درلوده ونهشوکولی، چې په ۳۷.۱ اورونو کې د ۲۹۲ منډو هدف پوره کړي. په داسې حال کې، چې یوازې درې منډو ته يې اړتیا وه.
دوی کولی شول، چې ۲۹۵ منډې جوړې کړي؛ خو ۱۱ نمبر توپ وهونکی فضل الحق فاروقي دوه توپونه ودرول او په درېیم هغه کې وسوځېد.
په دې لوبه کې محمد نبي پر ۳۲ توپونو ۶۵ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پر ۶۶ توپونو ۵۸ منډې وکړې.
راشد خان په اووه دېرشم اوور کې درې څلوریزې او څلور منډې ورکړې؛ خو مجیب الرحمن د بل اوور په لومړي توپ وسوځېد.
سریلانکا د کوسال مندیس د ۸۴ منډو پر مرسته د اتو لوبغاړیو پر سوځېدو ۲۹۱ منډې جوړې کړې.
پاکستان او هند له A ګروپه بل پړاو ته لار موندلې وه او له B ګروپه سریلانکا او بنګله دیش هم ورسره یوځای شول.
پاکستان د چارشنبه پر ورځ په لاهور کې له بنګله دیش سره بل پړاو ته لوبه پیلوي.
افغانستان په شل اورونو کې د څلورو لوبغاړو له سوځېدو سره ۱۲۹ منډې کړې وې؛ خو نبي توپ وهنه پیل کړه او وضعیت بدل شو او په لس اورونو کې نورې ۹۶ منډې جوړې شوې.
نبي د پېنځه شپږیزو او شپږ څلوریزو پر مرسته ۶۵ منډې جوړې کړې. هغه د خپل هېواد لپاره په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې پر ۲۴ توپونو چټکه پنځوسیزه ووهله.
د دې بڼې پخوانی ریکارد مجیب تېره میاشت له پاکستان سره په لوبه کې جوړ کړی و. هغه پر ۲۶ توپونو ۵۰ منډې وکړې.
د سریلانکا لوبډلمشر داسون شاناکا ومنله؛ نبي نږدې و، چې لوبه د افغانستان پر ګټه پای ته ورسوي.
شاناکا وویل: دا یوه سخته لوبه وه. د لوبې لومړی هدف په ۳۷.۱ اورونو کې و او نبي تقریباً لوبه له مونږه واخیسته؛ خو د اړتیا پر مهال مو ویکتې خپلې کړې.
شهیدي ویلي: لوبه بایلل خواشینوونکې ده. مونږ ښه مبارزه وکړه او خپلې هڅې مو وکړې. زه پر لوبډلې ویاړم. دوی تر وروستي توپ پورې ښه مبارزه وکړه.
په دې لوبه کې ګلبدین نایب څلور ویکتې واخیستې او ۶۰ منډې یې وکړې.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ13 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
تازه خبرونه7 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
