سیمه ییز خبرونه
سعودي عربستان او امریکا اټومي هوکړه وکړه
د امریکا انرژۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ دغه هوکړه، چې «۱۲۳ هوکړ» نومیږي، د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان له لوري د یوه دوه اړخیز حفاظتي تړون ترڅنګ لاسلیک شوې ده.
امریکا او سعودي عربستان د ملکي اټومي انرژۍ په برخه کې یوې مهمې هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې به یې ریاض وکولی شي د امریکايي ټکنالوژۍ پر کارولو اټومي بټۍ جوړې او په خپل هېواد کې یورانیم بډای کړي.
د امریکا انرژۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ دغه هوکړه، چې «۱۲۳ هوکړ» نومیږي، د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان له لوري د یوه دوه اړخیز حفاظتي تړون ترڅنګ لاسلیک شوې ده.
د دې هوکړې د ترلاسه کولو هڅې د ډونالډ ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ د پېر او وروسته د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال روانې وې؛ خو د اټومي وسلو د خپرېدا د مخنیوي ملاتړو بنسټونو اندېښنو یې تر اوسه د وروستي کېدا مخه نیولې وه.
د بایډن ادارې د وړاندیز خلاف، په نوې هوکړه کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې «الحاقي پروتوکول» نهدی شامل؛ هغه پروتوکول، چې ناڅاپي او پراخو پلټنو ته زمینه برابروي.
دغه هوکړه سعودي عربستان ته دا اجازه هم ورکوي، چې یورانیم بډای کړي او کارول شوې اټومي سونګتوکي بېرته پروسس کړي.
د کارپوهانو پر باور، دا دواړه چارې بالقوه د اټومي وسلو د جوړولو لپاره لاره اوارولی شي.
متحده عربي اماراتو په ۲۰۰۹ز.کال کې له امریکا سره ورته هوکړه کړې دا دواړه هڅې رانغاړي.
د امریکا د انرژۍ وزارت ټینګار کړی، چې دا هوکړه د امریکا د اټومي انرژۍ قانون او د اټومي وسلو د خپرېدا د مخنیوي له مقرراتو سره سمون لري.
دغه هوکړه اوس د امریکا کانګرس ته د ارزونې لپاره استول شوې او که قانون جوړوونکي یې په ۹۰ کاري ورځو کې مخالفت ونهکړي، عملي بهشي.
بل لور ته، یو شمېر امریکايي کارپوهانو او قانون جوړوونکو د دې هوکړې د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د وسلو د کنټرول ټولنې د اټومي خپرېدا ضد پالیسۍ مشرې کلسي ډاونپورټ له کانګرس غوښتي؛ دا هوکړه رد یا تعدیل کړي، چې په منځني ختیځ کې د اټومي سیالۍ د پراخېدا مخه ونیول شي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له دې مخکې ویلي وه، چې هېواد یې د اټومي وسلې د جوړولو اراده نهلري؛ خو که ایران دغسې وسلې ترلاسه کړي، ریاض به هم همدا لاره خپله کړي؛ هغه موضوع، چې په سیمه کې یې د اټومي وسلو د سیالۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.