تازه خبرونه

سعودي عربستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی وکړ

د سعودي بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې هېواد یې د بېړني اوربند د هوکړې لاسلیک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره د میکانیزم له جوړولو ملاتړ کوي.

Published

on

سعودي عربستان د یکشنبې پر ورځ (د تلې اووه‌ویشتمه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې، چې د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب په دوحه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته لاسلیک شوه؛ هرکلی وکړ.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې هېواد یې د بېړني اوربند د هوکړې لاسلیک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره د میکانیزم له جوړولو ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې راغلي: “د سعودي عربستان پاچاهي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بېړني اوربند او د دوحې د خبرو اترو په بهیر کې د سولې او تلپاتې ثبات د پیاوړتیا لپاره د میکانیزمونو له جوړولو هرکلی کوي.”

ریاض د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو د آسانتیا لپاره د قطر او ترکیې له هڅو ستاینه هم کړې او ټینګار کوي، چې دا د سولې او ثبات د ودې لپاره له ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

د سعودي بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې؛ هېواد یې هیله لري، چې د دوحې تړون به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د دایمي کمښت لپاره لار اواره کړي.

قطر له دې مخکې ویلي وه، چې دواړو هېوادونو د دوحې او انقرې پر منځګړیتوب د خبرو اترو په پایله کې پر بېړني اوربند هوکړه کړې او د دې هوکړې د دوام ډاډمنولو لپاره به نورې غونډې هم ډېرې ژر په ترکیه کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version