تازه خبرونه
سږ کال د نیم میلیون ماشومانو په ګډون له دوه میلیون ډېر کډوال افغانستان ته راغلي
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یوازې د جولای پر څلورمه له ۵۰ زره څخه ډېر کسان ایران افغانستان ته راستانه کړي، چې د سږني کال ترټولو لوړ ورځنی شمېر دی.
د یونیسف د بشري چارو او لوژستیکي عملیاتو د اجرائیوي مدیر مرستیال ټډ چایبان افغانستان ته له خپل څلورم سفر وروسته ویلي، چې سږکال د نیم میلیون ماشومانو په ګډون له دوه میلیون ډېر کډوال له ایران، پاکستان او د مرکزي آسیا له یو شمېر هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یوازې د جولای پر څلورمه له ۵۰ زره څخه ډېر کسان ایران افغانستان ته راستانه کړي، چې د سږني کال ترټولو لوړ ورځنی شمېر دی.
چایبان ټینګار کړی، چې د راستنېدو دې لویې څپې پر زیانمنو ټولنو لوی فشار راوړی، چې د نفوس له نیمایي څخه ډېر یې بشري مرستو ته اړ دي.
نوموړي د خپل سفر په بهیر کې د اسلامکلا او هرات په ګډون د سرحدي هرکلي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د راستنېدونکو کورنیو سره یې ولیدل.
یونیسف ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې، دوی له ۶ زره څخه ډېر بې سرپرسته یا جلا شوي ماشومان له خپلو کورنیو یا خپلوانو سره بیا یوځای کړي دي.
نوموړي د زیان منونکو ډلو؛ په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو لپاره پر ځانګړي ملاتړ ټینګار وکړ.
هغه ویلي، چې د راستنېدونکو یوه له اصلي اندېښنو څخه د نجونو د زدهکړې دوام دی.
یونیسف د راستنیدو پروسې لپاره د خوندي، باعزته، رضاکارانه او مرحله ای چلند غوښتنه وکړه او له ایران، پاکستان او افغانستان څخه یې وغوښتل؛ د راستنېدو پروسه په داسې ډول اداره کړي، چې پر سیمهییزو ټولنو لږ فشار راوړي.
هغه له مرستندویه هېوادونو څخه وغوښتل، چې د راستنېدونکو په ځانګړي توګه ماشومانو او میرمنو لپاره د بشري پروګرامونو مالي ملاتړ وکړي.
دغه راز د مهاجرت نړیوالې ټولنې (IOM) اعلان کړی، چې په تېرو دوه کلونو کې له ایران او پاکستان څخه له څلور میلیون ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شويدي.