تازه خبرونه
طالبانو په کندوز کې درون برید تر سره کړی
د کندوز ولایت د مقام پر انګړ د یکشنبې پر ورځ وسلوالو طالبانو د څارګرې الوتکې برید تر سره کړی و.
ځايي چارواکو تایمز ته ویلي؛ بریدګرو د والي هغه ودانۍ پر نښه کړې، چې ساتونکيو یې والیبال کاوه. په دې برید کې لږ تر لږه څلور امنیتي ساتونکي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د کندوز د ولایتي شورا غړي غلام رباني رباني ویلي: هغه مهال، چې د کندوز والي ساتونکيو د والي د میلمستون په انګړ کې د واليبال لوبی کولې؛ نو ناڅاپه په کې چاودنه رامنځته شوه.
هغه زیاته کړې: تر دې دمه دا روښانه شوې نده، چې دا چاودنه وه او که توغندی یا د درون برید.
د کندوز د پارلمان غړی فضل کریم ایماق په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي، چې پېښه د برید د نوې میتود ښکارندویي کوي؛ خو دا یې ونه ویل، چې آیا درون برید کړی وي.
نیویارک تایمز څرګنده کړې، چې د طالبانو ویاند د تبصرې غوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.
د متحده ایالاتو د چارواکو په وینا؛ داسې راپورونه ورکړ شوي، چې د ریموت کنترول شوي وسیلې د مهماتو کارولو لپاره کارول کیږي. دا کار په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت لخوا ترسره شوی دی.
د می په میاشت کې هم ورته برید د کندوز والي پر ودانۍ شوی و، چې یو کس په کې وژل شوی و. په هغه وخت کې د والي ویاند ویلي وه، چې یو توغندی د والي پر یوه میلمستون لګیدلی؛ خو وروسته سیمه ییزو چارواکو څګرګنده کړې وه، چې دوی پر درون برید باوري دی.
د تایمز د څرګندونو له مخې؛ که د یکشنبې وسلوالو برید درون وي، نو د افغان او ناتو ځواکونو لپاره پراخې او ناوړه پایلې لرلی شي.
په کندوز کې چارواکو ویلي، چې د مارچ په میاشت کې افغان ځواکونو ادعا کړې وه، چې یوه بې پیلوته الوتکه یې وېشتلې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه17 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی17 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
