Connect with us

تازه خبرونه

طالبان باید افغان وژنه ودروي – ملي امنیت شورا

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۱۴, ۱۳۹۹

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، چې طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له بهرنیو هېوادونو سره هوکړې ته په تمه نه وي او اوربند ومني.

د افغانستان حکومت که څه هم وایي، چې د طالبانو لخوا ډېر خوشي شوي بندیان ملکیان دي؛ خو د د دغو بندیانو له خوشي کولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د افغانستان حکومت به په راتلونکیو ورځو کې هم ۹۵۰ بندیان خوشي کړي.

هغه د بندیانو خوشي کول او د تاوتریخوالي کمول د بین الافغاني خبرو د پيل او سراسري اوربند لنډه لار بولي او له طالبانو غواړي، چې دې بهیر ته چټکتیا ورکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، چې طالبان باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له بهرنیو هېوادونو سره هوکړې ته په تمه نه وي.

داسې ښکاري، چې د څو مهمو قومندانانو په خوشي کولو د دغې ډلې غوښتنه اوس هم پرځای ده. هغه غوښتنه، چې طالبانو ته د نږدې سرچینو پر وینا نه خوشي کیدل به یې تاوتریخوالی ډېر کړي.

د افغانستان د سولې مرکز رییس خلیل ساپی څرګندوي؛ د طالب بندیانو نه خوشې کیدل د سولې خنډ دی او جګړه به ورسره توده شي.     

د افغانستا د سولې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په پرلپسې ټویټ پیغامونو کې په ډاګه کويو چې ملکیان تراوسه هم د جګړې قرباني ورکوي او ټول لوري باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.

خلیلزاد له حکومت او طالبانو غواړي، چې بین الافغاني خبرو ته د تلو او دایمي اوربند په موخه د بندیانو خوشي کول چټک کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ملکیان تراوسه هم د چاودنو، ترورونو او د دوامداره جګړې له نورو ستونزو ځوریږي. د ملکیانو د ساتنې په موخه ټول لوري باید همدا اوس باید تاوتریخوالی پای ته ورسوي. طالبان او دولت باید دواړه هڅه وکړي، چې د بندیانو خوشې کول چټتک او تاوتریخوالی راکم کړي. دا د بین الافغاني مذاکراتو او هر اړخیز دایمي اوربند لپاره چټکه وسیله ده.

 

پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا ویلي؛ غوره دا ده، چې باور رامنځته شي او په خپلمنځي ناسته کې پر اوربند خبرې وشي.                   

تراوسه حکومت د طالبانو ۵۵۰ بندیان او طالبانو په حکومت پورې تړلي ۱۱۲ بندیان خوشي کړي دي.  که څه هم په پام کې وه، چې د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته د ۱۰ میاشتو په بهیر کې پېنځه زره طالب بندیان د ۱۰۰۰ دولتي بندیانو په بدل کې خوشي شي؛ خو دا بهیر ټکنی پرمخ ځي او له همدې کبله د بین الافغاني خبرو د پيل خبره هم تته شوې ده.

تازه خبرونه

په روزګان کې  د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سره‌زر ونیول شول

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

Published

on

د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سره‌زر نیولي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر  په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.

ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

هند له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیایي همکاریو د ترسره کولو د ډاډ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د اړینو درملو اوږدمهاله عرضه دواړو هېوادونو ته لومړیتوب لري.

د هند د روغتیا او کورني هوساینې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې لیدنه کې د هند روغتیا وزیر جي‌پي نًډا او د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیایي همکاریو پر پیاوړتیا او د افغانانو د روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو د اړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د لیدنې پر مهال پر سمولیکه بڼه سرطاني درمل او واکسینونه افغانستان ته وسپارل شول، چې دا د افغانستان د روغتیایي سیسټم ملاتړ ته د هند پرله‌پسې ژمنتیا ښیي.

د هند روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د درملو، واکسینونو او د ۱۲۸ سلایس یو سي‌ټي‌سکین ماشین به هم د بشري مرستو د یوې برخې په توګه افغانستان ته واستول شي.

ویل کیږي، چې دا مرسته د روغتیایي چوپړ د ښه کولو او ژغورونکو درملنو ته د افغانانو د لاسرسي چمتو کولو لپاره د نوي ډیلي ژمنتیا څرګندوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

Published

on

امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سې‌شنبې پر شپه د فیض‌آباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې  پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.

د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.

سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووه‌ویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!