تازه خبرونه
طالبان د جګړې غځولو لپاره نوره پلمه نلري – اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې پر ورځ له سي ان ان سره په مرکه کې د افغانستان او ویټنام د جګړې ورتوالی او هغه اندېښنې رد کړې، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت او دولت سقوط وکړي.
ولسمشر دا هم په ډاګه کړې؛ اوس هغه وخت رارسېدلی، چې افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې له ۲۰ کلن شتون وروسته خپل ملي حاکمیت ترلاسه کړي.
نوموړی وایي: په تېرو دوه کلونو کې افغان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو ۹۰ سلنه عملیات ترسره کړي دي.
اشرف غني څرګنده کړې، چې د امریکایي سرتیرو د وتلو له اعلان سره یوه لوبه بدله کړه؛ خو اوس هغه وخت رارسېدلی، چې طالبان او پاکستان هم غوراوي ولري.
اشرف غني پوښتي، چې: آیا دوی به د سولې لار او که د ګډوډۍ او دښمنۍ هغه خپله کړي.
غني ویلي، چې طالبان نور د جګړې غځولو لپاره پلمې نلري. اوس نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي او دوی د جګړې لپاره هیڅ دیني جواز هم نلري.
هغه زیاته کړې، چې سیاسي جوړجاړی اړین دی؛ خو د لوبې توپ اوس د طالبانو په ډګر کې دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هغه هیڅکله د سولې خنډ شوی ندی؛ خو د ټرمپ ادارې د قربانی د پسه په توګه کارولی دی.
هغه ویلي، چې د سولې په لاره کې د یو خنډ پر تور هم تورن شوی دی.
هغه زیاته کړې؛ ده د ټرمپ له ادارې غوښتي وه، چې د سرتېرو د وتلو په اړه له افغان حکومت سره معامله وکړي، نه له طالبانو سره.
اشرف غني د طالبانو د راتلونکيو هڅو په اړه ویلي، چې طالبان باید رامنځته شوي پرمختګونه ومني، چې یو سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي او د ټاکنو له لارې د سولې دولت رامنځته شي.
هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د پاکستان مشرانو یوازې ویلي؛ دوی نه غواړي، چې طالبان حاکم شي او هیله من دي، چې په افغانستان کې یو باامنه، با ثباته او ډیموکراټیک حکومت وګوري.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان د دوی د هوساینې کونجي ده.
نوموړی وایي: پاکستان دوه غوراوي لري؛ د یو باثباته افغانستان په ګټه کې برخه اخیستل یا د ګډوډۍ غوره کول.
هغه ویلي؛ پاکستان هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې به له کورنۍ جګړې ډېر اغېزمن شي.
غني د پاکستان په اړه ویلي، چې پاکستان د سیمه ییز ثبات پر مرکز بدلیدلی شي. د چین په اړه هغه ډاډمن دی، چې بیجینګ به په سیمه ییزه شخړه کې ښکېل نشي او وایي، چې افغانستان د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته ځایناستی نه غواړي.
د ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونوې له هغې وروسته راپورته کیږي، چې تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په ډاګه کړه، چې له افغانستان څخه به د ټولو بهرنيو سرتېرو وتل د روان کال د می له لومړۍ پیل او د سپټمبر پر ۱۱ بشپړ شي.
سپینه ماڼۍ ويلي، چې د نړیوالو سرتېرو له وتو وروسته د افغانستان د راتلونکي ضمانت هیڅوک هم نشي کولی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان وایي: دا ډاډ نشم ورکولی، چې د سرتېرو له وتو وروسته به په افغانستان کې څه پېښيږي. دا ضمانت هیڅوک نشي کولی.
تر سپتمبر میاشتې پورې له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو پوځونو د وتو له اعلان وروسته د افغان سولې لپاره پیل شوې هڅې یو ځل بیا له ستونزو سره مخ شوې دي.
طالبانو ويلي، چې د استانبول په غونډه کې ګډون نکوي؛ خو ملګري ملتونه او امریکا غواړي، چې د سرتېرو له ایستلو مخکې په افغانستان کې ښکېلې خواوې سیاسي جوړ جاړي ته ورسيږي.
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
