تازه خبرونه
طالبان نور هم ظالم شوي او نه غواړي سوله وکړي – اشرف غني
ولسمشر د حکومت د ډیجیټلي کولو پر لومړۍ ورځ د کابینې ناسته په برښنایي بڼه جوړه او په کې یې د وینا پر وخت ټینګار وکړ، چې افغانستان له یوه سراسري یرغل سره مخ او طالبان نور هم ظالم شوي او نه غواړي، چې سوله وکړي.
ولسمشر ټینګار کوي؛ په دې کې شک نشته، چې افغانستان له یوه سراسري یرغل سره مخ دی، او طالبان د تېرو ۲۴ کلونو پر پرتله په ځلونو خطرناک، ظالم او نامسلمان شوي دي.
ولسمشر غني وایي، چې طالبان د سولې او آبادي لپاره هیڅ اراده نلري.
نوموړي څرګنده کړې: په دې کې هیڅ شک نشته، چې افغانستان له سراسري یرغل سره مخ دی او دا برغل ۳ برخې لري؛ یو- طالبانو په تېرو څلیریشت کلونو کې بدلون کړی او بدلون یې په دې کې دی، چې ډېر بد، ظالم او نا مسلمان شوي. هو! دوی بدلون کړی؛ خو مثبت بدلون یې ندی کړی، نه د سولې اراده لري، نه آبادي او پرمختګ غواړي. مونږ سوله؛ خو هغوی تسلیمي غواړي.
ولسمشر په دې ناسته کې یو ځل بیا ټینګار څرګند کړ، چې د هېواد امنیتي حالت به تر شپږ میاشتو بدلون وکړي او اوس د حالاتو د بدلون لپاره زمینه برابره شوې ده.
ولسمشر اشرف غني وایي: مونږ په ۶ میاشتو کې د جګړې روان حالت له بنسټیز بدلونه سره مخ کوو؛ اوس د دې زمینه برابره شوې و چې بدلون وکړي؛ خو د لومړیتوبونو له ټاکلو پرته ناشونې ده. مونږ په ټولو ځایونو کې همهاله رامنځته کېدی نشو؛ خو د لومړیتوبونو پر ټاکنه د ثبات زمینه برابرولی شو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ویلي، چې د طالبانو جګړه د واک لپاره ده او دین د نامشروع جګړې لپاره د سرپوښ په توګه کاروي.
ولسمشر غني دا ټینګار هم کړی، چې د حکومت ډیجیټلي کېدل مخ په بشپړېدو دي او زیاتوي، چې باید وروسته له دې باید د معاشونو ورکړه، د متقاعدینو د امتیازونو حقونه، د هویت ثبت، د عوایدو ټولول او نورې برخې په ډیجیټلي توګه تر سره شي، چې له دې سره به په ادارو کې د بیروکراسۍ مخنیوی هم وشي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشهیي توکو قاچاق رانغاړي.
د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر دوام ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی؛ د اقتصادي، بشري او بنسټیزو تشو رامنځته کېدل کولی شي په دې هېواد کې بېثباتي پراخه او امنیتي ګواښونه ډېر کړي.
توکوموف په هغه لیکنه کې، چې پهEuAlive خپرونه کې خپره شوې لیکلي؛ له افغانستان سره همکاري او تعامل د هغو ګډو ننګونو د مهار لپاره بنسټیز اهمیت لري، چې ترهګري، ناقانونه کډوالي او د نشهیي توکو قاچاق رانغاړي.
هغه ویلي: «د تېرو څو لسیزو تجربو ښودلې: هرکله، چې په افغانستان کې اقتصادي، بشري او بنسټیزه تشه رامنځته شوې؛ نو ژر د ورانوونکو بهیرونو لهخوا ډکه شوې ده.»
د نوموړي د څرګندونو له مخې، افغانستان اوس هم له جدي بشري ستونزو سره مخ دی او نږدې ۲۹ میلیون کسان په دې هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغان کډوالو بېرته ستنېدا د هېواد پر اقتصاد او عامه خدمتونو نور ډېر فشار اچولی دی.
توکوموف د افغانستان ټولنیز وضعیت ته له نغوتې سره ویلي، چې شاوخوا ۳.۷ میلیون افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او د امنیت، حکومتولۍ او د ښځو او نجونو د حقونو موضوعات اوس هم د نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دي؛ خو هغه ټینګار کړی، چې د لومړنیو اټکلونو خلاف افغانستان په تېرو نږدې پېنځه کلونو کې له اقتصادي او سیاسي سقوط سره مخ شوی نهدی.
هغه زیاته کړې، د دولت عواید پر تدریجي ډول لوړ شوي، کوچنيو او منځنيو کاروبارونو وده کړې او د هېواد په لویو ښارونو کې صنعتي پارکونه جوړ شوي دي.
د قزاقستان ځانګړي استازي زیاته کړې، هېواد یې د افغانستان په اړه د« رسمیت له نه پېژندلو سره عملګرا تعاملي» سیاست روان ساتلی دی.
نوموړي څرګنده کړې، چې په قزاقستان کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت ایستل، د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نهلري او آستانه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو ملاتړ کوي.
دغه راز توکوموف د افغانستان په بهرنیو اړیکو کې د منځنۍ آسیا د مخ پر ډېرېدونکي رول یادونه کړې او څرګندوي، چې د سیمې هېوادونه افغانستان ته د انرژۍ او خوراکي توکو مهم برابرونکي ګرځېدلي دي. د توکوموف پر وینا، په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
هغه ښوونه او روغتیايي خدمتونه په افغانستان کې د قزاقستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ له مهمو برخو وبللې او وړاندیز یې وکړ، چې دواړه لوري دې د روغتیايي پروژو په پلي کولو، د روغتیايي مرکزونو په جوړولو او لرو پرتو سیمو ته د ګرځنده طبي خدمتونو رسولو کې همکاري وکړي.
توکوموف په پای کې ټینګار کړی، چې بشري مرستې او اقتصادي همکارۍ باید د امتیاز ورکولو په توګه ونهګڼل شي، بلکې دا د راتلونکو بحرانونو د مخنیوي او په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د ټینګښت لپاره عملي وسیلې دي. هغه زیاته کړې، چې د ښوونې، روغتیا او بشري سرچینو د پراختیا په برخو کې پانګونه کولی شي د افغانستان او سیمې لپاره د بشپړ باثباته راتلونکي زمینه برابره کړي.
تازه خبرونه
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافيمسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو هوار شي.
ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافيمسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.
هغه زیاته کړې؛ قزاقستان د رسمي غوښتنې په صورت کې چمتو دی، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د هواري لپاره رول ولوبوي.
هغه ویلي: «هر ډول شخړه باید د خبرو له لارې حل شي. د قزاقستان ولسمشر هم پر همدې موضوع ټینګار لري او مونږ له دواړو لوریو غواړو، چې خپلې لانجمن مسائل د ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.»
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال همداراز له افغانستان سره د خپل هېواد پر نږدې اړیکو ټینګار کړی او څرګندوي، چې آستانې ان په سختو کلونو کې هم خپله سفارت فعال ساتلی و.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، قزاقستان له هغو لومړیو هېوادونو څخه و، چې خپل سفارت ته یې رسمي حیثیت ورکړ او په کابل کې یې میشت سفیر معرفي کړ.
ژومانګارین زیاته کړې؛ قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د اسلامي امارت نوم یې د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی دی. هغه همداراز ویلي، چې په قزاقستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګري اوس هم فعالیت کوي.
نوموړی هیله شوی، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع به هم د ډیپلوماټیکو او سیاسي بهیرونو په چوکاټ کې مخته ولاړه شي او په نږدې راتلونکي کې پایلې ته ورسېږي.
کابل ته د قزاقستان لوړپوړی پلاوی د سریک ژومانګارین پر مشرۍ د غبرګولي پر دېرشمه کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
په بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
د راپور له مخې، احمد کازانجي، چې تازه په پاکستان کې د داعش خراسان څانګې ته د منسوب فعالیت په تور نیول شوی، څېړونکو ته ویلي، چې د بلوچستان په غرنیو سیمو کې یې د دغې ډلې لپاره پر ترکي ژبه پوسټرونه او نور تبلیغاتي توکي چمتو کول.
-
تازه خبرونه4 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoډېرو مرکزي بانکونو د سرو زرو زېرمه کولو ته مخه کړې
-
سوداگري4 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days agoترکیې د داعش خراسان د یوه لوړپوړي غړي له نیولو خبر ورکړ
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه1 day agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تحول5 days agoتحول:د امریکا له سمندري محاصرې د درې ایرانیو تېللېږدوونکو کښتیو وتل
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ او پزشکیان د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ د واشنګټن او تهران د سولې لپاره نوی ګام
