تازه خبرونه
طالبانو له افغان چاوراکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي- جان نیکلسون
په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان وایي، طالبانو له افغان چارواکو او ځینو هېوادونو سره خبرې کړي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
د ناتو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د بروکسل په دوه ورځنۍ ناسته کې د نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان وغږېدل او د سولې د بهیر د روان ساتلو تر څنګ یې له افغان ځواکونو څخه پر اوږدمهاله ملاتړ هم ټینګار وکړ.
د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکلسون د آریانا نیوز د دې پوښتنې په ځواب کې چې: آیا طالبان چمتو دي، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي، وویل: دا، چې طالبانو د ولسمشر غني د سولې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي، جالبه ده؛ فکر کوو دا موضوع پر دې معنا ده، چې مونږ بیا د سولې او جګړې یوه بل پړاو ته ننوځواو طالبانو په بېلابېلو کچو کې په غیر رسمي ډول او د پردې تر شا حکومتي مشرانو او دغه راز له نورو سیاستوالو سره خبرې کړي او د سیمې له زیاترو هېوادونو سره د خبرو په حال کې دي. مونږ هیله من یو، چې دغه خبرې حتا د جګړې د دوام په صورت کې هم روانې وساتل شي.
هغه دغه راز د جګړې په دې فصل کې د افغان ځواکونو پر پرمختګونو ټینګار وکړ او وایي: طالبان اوس د دې توان نه لري، چې ښارونه ونیسي؛ ځکه، چې افغان او نړیوالو ځواکونو د دې ډلې مالي سرچینې د افغانستان په هره برخه کې تر برید لاندې نیولې دي.
جنرال جان نیکلسون زیاته کړې، چې د داعش ډلې د کمزوره کولو په برخه کې د افغان ځواکونو کړنې د ستاینې وړ دي.
هغه دا هم څرګنده کړې؛ اوس مونږ وینو، چې داعش د افغانستان په شمال کې ډېر تاوان لیدلی او ژور ټپونه یې اخیستي دي. ځینو حتا د خپل لوري د بدلولو پرېکړه په پام کې نیولې ده. لکه، چې مونږ پوهیږو ځینې یې طالب جنګیالي وه؛ خو له داعش سره یو ځای جنګیدل او اوس بېرته غواړي، چې له طالبانو سره یو ځای شي.
د هغه په وینا؛ داعش په شمال کې بد حالت لري او لار هم ترې ورکه ده.
دغه څلور ستوریز امریکایي جنرال د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو پر کموالي ټینګار کوي او وایي: د امریکا لخوا پر پاکستان ډېر فشارونه راغلي؛ د کال په لومړیو کې د مرستو ځنډېدل، د ناتو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا د اعلامیې صادریدل او له پاکستان څخه دا غوښتنه ، چې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي. مونږ کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر او له ولسمشر غني سره یې له لیدنې هرکلی کوو او هیله من یو، چې خبرې اترې، همکاري او فشار د دې سبب شي، چې پاکستان د سولې له بهیر ملاتړ وکړي، نه له طالبانو!
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو درې ورځې مخکې خپل خندق نومي پسرلني عملیات پیل کړي او ویلي یې دي، چې د دغو عملیاتو د تمرکز یوه برخه به پر بهرنیو ځواکونو بریدونه وي.
خبریالان: شریف حسنیار او فواد ناصري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه