1393ټاكنې
طاهر زهیر: کرزی کولای شي د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه کې له افغانستان استازیتوب وکړي
د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وایي، چې د ولسمشر حامد کرزي حکومت تر اوسه مشروعیت لري او ښاغلی کرزی کولای شي د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه کې چې ټاکل شوې د راتلونکې میلادي میاشتې په څلورمه نېټه په بریتانیا کې جوړه شي، له افغانستان استازیتوب وکړي.
ټاکل شوې د ناټو سرمشریزه د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په اړه خپله وروستۍ ناسته تر سره کړي.
خو ټاکنیزو لانجو او اوږد ټاکنیز بهیر ته په پام سره لا نه ده معلومه، چې دغې سرمشریزه کې به د افغانستان استازیتوب څوک کوي.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیزه ډله وایي، که ټاکنیزه لانجه تر دغې ناستې پای ته ونه رسېږي، ولسمشر کرزی کولای شي، د افغانستان استازیتوب وکړي.
خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وایي، باید ژر د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شي، او نوی ولسمشر دې ناسته کې ګډون وکړي.
د دغې ټاکنیزې ډلې غړي ټینګار کوي، چې که د ناټو له سرمشریزې مخکې د ټاکنو برخلیک روښانه نه شي، په دغې سرمشریزه کې به د افغانستان د استازي د حضور په اړه له سیال ټیم سره تفاهم وشي.
بلخوا د ولسي جرګې غړی قیس حسن او پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل په دې باور دي، چې په دې سرمشریزه کې به د ولسمشر کرزي حضور ننګونکی وي.
دوی باوري دي، چې د ښاغلي کرزي حکومت پای ته رسېدلی.
دوی همدارنګه وایي، که دغې سرمشریزه کې د افغانستان استازی ګډون ونه کړي، خپل منځي نښتې به پېل او ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي.
بلخوا ولسمشرۍ ماڼۍ هم ټینګار کوي، چې باید د ټاکنو پایله ژر اعلام شي څو د دغې سرمشریزې له پېل مخکې افغانستان نوی ولسمشر ولري.
خلک هم غواړي، چې د ټاکنو پایله ژر معلومه شي څو پوه شي، چې نوی مشر یې څوک دی.
دوی وایي، په کار ده د ناټو له سرمشریزې مخکې دا کیسه پای ته ورسېږي.
ولسمشر حامد کرزي له کورنیو او نړیوالو فشارونو سره سره دې ته غاړه کې نه ښوده، چې له واشنګټن سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کړي.
دې چارې لوېدیځ هېوادونه په تېره بیا امریکا سخته ناراضه کړه. د ناټو سرمنشي ټینګار کوي، چې که نوی افغان ولسمشر دا سند ژر لاسلیک نه کړي، دوی به له افغانستان څخه په راتلونکو میاشتو کې ټول ځواکونه وباسي.
1393ټاكنې
پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي -زلمي خلیلزاد
د روان زیږدیز کال د لومړۍ میاشتې له لومړۍ نېټې راپدېخوا په اسلام اباد کې د پاکستان پولیسو د استوګنې د قانوني اسنادو د نلرلو پر پلمه سلګونه افغان کډوال نیولي، چې ځینې یې بېرته خوشې کړي؛ خو ډېر شمېر یې د تورخم له لارې افغانستان ته اړولي دي.
1393ټاكنې
اسلامي امارت په ایران کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکه
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.
د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د ایران او پاکستان د پولې د کلګان په اړوند سیمه کې د افغانانو د وژنې د راپور څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ويلي، د دغه پلاوي مشري د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر کوي او په دې پلاوي کې د ملي دفاع، بهرنیو چارو، سرحدونو وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست استازي برخه لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ګمارل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې ياده موضوع هر اړخيزه وڅېړي او خپل راپور د ریاست الوزراء مقام ته وسپاري او د راتلونکیو اقداماتو لپاره لازمې لارښوونې ترلاسه کړي.
ویل کیږي، چې دې پلاوي پرون خپل کار پیل کړی او هڅه کوي، چې ژر تر ژره د دې موضوع حقیقت څرګند کړي.
1393ټاكنې
ټام وسټ د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د (تلې پر لسمه) څرګنده کړې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وسټ د دغه وزارت د بندیزونو د تنظیم ادارې چارسمبالی ټاکل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ درې کاله مخکې په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د فغانستان لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه او پر ځای یې د هغه مرستیال ټام وېسټ وګومارل شو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د انټوني بلینکن د څرګندونو له مخې ویلي، چې له افغانستان سره د امریکا ژمنې او چارې به د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډکر، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د آسیا د جنوب لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم تر سره کوي.
ویل کیږي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ټام وست ډیپلوماسي ستایلې او څرګندوي، چې افغانستان به بیا د امریکا پر ضد د ترهګرو د بریدونو پر ځاله بدل نشی.
-
لوبی2 days agoنن د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال ملتونو جام پیلېږي
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګرو ملتونو مرستیالې په افغانستان پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه16 hours agoد افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه3 days agoټرمپ د افغانستان په جګړه کې د بریټانوي سرتېرو له رول ستاینه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoپه راتلونکو ۵ کلونو کې به افغانستان د سیمهییزې همکارۍ مهم لوبغاړی وي
-
لوبی3 days agoد افغانستان فوټسال ملي لوبډله په آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoبلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي
-
سوداگري2 days agoپه هر اونس کې د سرو زرو بیه له ۵۰۰۰ ډالرو واوښته

