تازه خبرونه
عبدالله او د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د سولې په اړه وغږیدل
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د هڅو د ارزښت په اړه د تیلیفون پر کرښه خبرې وکړې.
د پخلاینې عالي شورا په ډاګه کړې، چې د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی او هیله یې ښودلې، چې د افغانستان خپلمنځي خبرې به ژر تر ژره پیل او روان کړکېچ به پای ومومي.
عمران خان ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه یوازې د پاکستان د سولې او ثبات ښکارندویي کوي، بلکې د سیمه ییزې همکارۍ پیل هم دی.
د پاکستان لومړي وزیر له عبدالله عبدالله وغوښتل، چې پاکستان ته سفر وکړي.
دغه راز عبدالله ویلي: په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنایي فرصت رامنځته شوی او مونږ باید دا فرصت د سولې ترلاسه کولو لپاره وکاروو.
هغه د سولې ترلاسه کولو لپاره د پاکستان همکاري او سیمه ییزه اجماع اړینه ګنلې ده.
په اعلامیه کې راغلي: دواړو لوریو په خپلو خبرو کې دا ټینګار هم وکړ، چې د تاوتریخوالي کمښت د دواړو لوریو تر منځ د خبرو اترو لپاره ښه فضا برابروي.
په ورته وخت کې د طالبانو پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره پرون د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې څرګنده شوې، چې دواړو لوریو د غونډې پر مهال د سولې پر پروسې هم خبرې وکړې.
قریشي د یوه سوله ییز، باثباته، متحد، دیموکراتیک او سوکاله افغانستان لپاره د پاکستان ژمنې یو ځل بیا تکرار کړې او د دوحې د هوکړې د پلي کیدو پر اړتیا یې ټینګار څرګند کړی دی.
قریشي د سولې تخریبونکو ته خبرداری ورکړ، چې سوله د افغانستان او سیمې اړتیا ده او څوک یې مخه نیولی نشي.
قریشي د سولې پر خبرو سربېره د دوه اړخیزې ملګرتیا، تاریخ او جغرافیې پربنسټ د پاکستان – افغانستان د اړیکو پر اهمیت ټینګار څرګندکړ او وایي، چې پاکستان د افغانستان له خلکو سره پیوستون ته ژمن دی.
هغه له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي وده کې خپل هڅې چټکې کړي.
دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې باید خپل هېواد ته د ستنیدونکیو افغان کډوالو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي.
پاکستان دا ډاډ هم ورکړی، چې ملا برادر په افغانستان کې د سولې، امنیت او پرمختګ له هڅو ملاتړ کوي.
د طالب پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ملا عبدالغني برادر کوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه ورغلي او تمه ده، چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو پر موضوعاتو خبرې وکړي.
ملابرادر شاوخوا اته کاله په پاکستان کې بندي و او بیا پر ۲۰۱۸ کال په افغانستان او سیمه کې د سولې د رامنځته کولو لپاره د امریکا په غوښتنه آزاد شو.
دا دوه یم ځل دی، چې د طالبانو سیاسي پلاوی د ملا برادر په مشرۍ پاکستان ته سفر کوي؛ لومړنی سفر یې د تېر کال په اکتوبر کې تر سره کړی او لومړی یې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.
قریشي له رسنیو سره په خبرو کې په ډاګه کړه، چې د تېر اکتوبر سفر د دې لامال شو، چې طالبان د روان کال په فبروري میاشته کې له امریکا سره په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو تړون لاسلیک کړي.
هغه دا هم ویلي، چې طالبان یو ځل بیا په دې هیله راوبلل شول، چې د افغانستان د خبرو اترو د پیل کیدو په لاره کې رامنځته شوي خنډونه لرې کیدلی شي.
د یکشنبې په ورځ، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او غړي سهیل شاهین په یو لړ تویتونو کې په ډاګه کړه، چې: دا پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستي پرمختګونو، د دواړو ګاونډ حکومتونو تر منځ د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ آسانتیاوو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
هغه دا هم ویلي: د سیاسي دفتر پلاوي به په نږدې راتلونکي کې نورو هېوادونو ته هم ډېر سفرونه ولري.
د طالب پلاوي دا سفر یوازې څو ورځې وروسته له هغه تر سره شو، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې دا کار د ځانګړیو مالي مرستو FATF له خړ نوملړه د وتلو او پرې د بندیزونو ماتولو لپاره کړی دی.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه19 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی19 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
