نړۍ
عربي متحده اماراتو په اوونیزې رخصتۍ کې بدلون راوست
د راپورونو له مخې؛ عربي متحده امارات په پام کې لري، چې له نړیوالو اقتصادي بازارونو سره د همغږۍ لپاره د راتلونکي کال له پیله د اوونۍ حکومتي کاري ورځې څلورنیمو ورځو ته راواړوي؛ شنبه او یکشنبه به رخصتي وي.
په راپور کې راغلي، چې خصوصي شرکتونه په خپله پرېکړه کې آزاد دي، چې کومې کاري ورځې غوره کوي.
په خلیج کې د تېلو تولیدونکی دغه هېواد د سیمې د سوداګرۍ او ګرځندوی مرکز دی، چې اوس په اوونۍ کې دوه ورځې (جمعه او شنبه) رخصتي لري؛ خو د راروان ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې یې اوونۍ د جمعې پر ماسپښین پای ته رسیږي؛ شنبه او یکشنبه به د ښوونځیو په ګډون ټولې ادارې رخصت وي او دوشنبه به کاري ورځ پیلیږي.
د بشري منابعو او اماراتو وزیر عبدالرحمن الاعوار رویټرز ته څرګنده کړې: هر شرکت کولی شي د خپلو کارمندانو لپاره د اوونۍ پای او پیل غوره او کار تر سره کړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې عربي متحده اماراتو له سعودي عربستان سره د مخ پر ودې اقتصادي سیالي پر مهال د بهرنۍ پانګونې او استعدادونو لپاره اقتصادي سیالۍ تر سره کړې دي.
په دې سني مسلمان هېواد کې هر ډول مذهبي حساسیتونه په پام کې نیول شوي او کډوال یې د وګړیو ډېره برخه جوړوي. حکومت څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ به کار د ماسپښین پر ۱۲ بجو د مسلمانانو د جمغې له لمانځه مخکې پای ته رسیږي.
په راپور کې راغلي؛ د اوونۍ اوږده رخصتي به د کارمندانو په کاري ژوند کې تعادل پیاوړی کړي.
حکومت وبلي؛ په ډېرو مسلمانو هېوادونو لکه اندونیزیا او مراکش کې د اوونۍ شنبه او یکشنبه رخصتي ده.
عربي متحده اماراتو دا هم ویلي، چې دا کړنه به په دې هېواد کې میشتو څو ملي اونړیوالو شرکتونو ته له هغو هېوادونو سره آسانه مالي، سوداګریزې اړیکې او اقتصادي راکړه ورکړه ډاډمنه کړي، چې د شنبې او یکشنبې رخصتۍ لري.
حکومتي چارواکو ویلي؛ دا بدلون به د مرکزي بانک په څېر پر د دولتي ادارو کاري ساعتونه هم اغېزمن کړي؛ خو اقتصادي راکړه ورکړه به هم د نړیوالو بازارونو سره ګډه شي.
د حکومتي چاواکو د څرګندونو له مخې به دا کار هغه تشه هم له منځه یوسي، چې په تېرو کې رامنځته شوې ده.
د ستراتیژۍ لوی مشر محمد علي یاسین، وویلي، مالي سکتور به له پرمختللیو بازارونو سره همهاله د تادیاتو د حل کولو څخه ګټه پورته کړي او د ګرځندوی صنعت ته به هم ورسره وده وکړي.
هغه وایي: دا کار د سيمې د نورو هېوادونو لپاره هم يوه ښه تجربه کېدی شي.
جمعه د خلیج په نورو پېنځه عربي او ډېريو مسلمان هېوادونو کې د اوونۍ عمومي رخصتي ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ عربي متحده اماراتو د سوداګرۍ او ګټې د راجلبولو لپاره د اوږدې مودې ویزې رامنځته کړي او سربېره پر دې یې د واده دمخه د ژوند کولو، الکولو او د شخصي وضعیت قوانین هم آزاد کړي دي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
