Connect with us

نړۍ

عمران خان د روسیې په اړه د پاکستان له دریځه ننګه وکړه

خپور شوی

د

د پاکستان لومړي وزیر په اسلام آباد کې د لویدیځو هېوادونو د سفیرانو پر هغې غوښتنې، چې په اوکراین کې د روسیې کړنې وغندي نیوکه کړې او څرګندوي؛ آیا تاسې پاکستان ته د غلام فکر کړی؟

د رویټرز د راپور له مخې؛ په پاکستان کې د ۲۲ ډیپلوماټیکو ماموریتونو مشرانو په شمول د اروپايي اتحادیې استازیو د مارچ پر لومړۍ نېټه یو ګډ لیک خپور کړ او په کې له پاکستان څخه وغوښتل شول، چې پر اوکراین د روسیې برید وغندي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوه سیاسي غونډه کې د دغو سفیرانو د څرګندونو په غبرګون کې  څرګنده کړې؛ تاسې زمونږ په اړه څه فکر کوئ آیا مونږ ستاسې غلامان یوو او هغه څه کوو، چې تاسې یې وایئ؟

هغه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې له رای ورکولو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د امریکا متحدینو پر اوکراین د روسيې د يرغل له کبله سخته نيوکه کړې ده.

عمران خان ویلي: زه غواړم د اروپايي اتحادیې له سفیرانو وپوښتم، چې آیا تاسې هند ته هم دا ډول لیک لیکلی دی؟!

عمران خان زیاته کړې؛ هند، چې د پاکستان سیال دی هم د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې رای اچونه نده کړې.

عمران خان وایي، چې اروپایي هېوادونو په کشمېر کې د هند د اقداماتو له کبله نیوکه نده کړې.

کشمیر یوه غرنۍ سیمه ده، چې پاکستان او هند تر اوسه پرې دوه جنګونه کړي دي.

نوموړی څرګندوي، پاکستان؛ ځکه ډېر زیانمن شوی، چې په کشمیر کې یې پر جګړو سربېره په افغانستان کې یې د ناټو د لویدیځو غړیو ملاتړ کړی، خو اوس د مننې پر ځای پرې نیوکې کېږي.

عمران خان او د هغه حکومت د فبرورۍ په وروستیو کې له هغې وروسته نومیالی شو، چې مسکو ته یې په داسې حال کې سفر وکړ او د روسیې له ولسمشر پوتین سره یې ولیدل، چې خپلو ځواکونو ته یې پر اوکراین د یرغل سپارښتنه وکړه.

نوړموړي په دې اړه ویلي؛ مونږ له روسیې سره ملګري یوو او مونږ له امریکا سره ملګري یو، مونږ له چین او اروپا سره ملګري یوو، مونږ په کوم تړون کې نه یوو. پاکستان به بې طرفه پاتې شي او له هغو کسانو سره به کار وکړي، چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي.

د جمعې پر ورځ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي وه، چې دا د نورو هېوادونو د سفیرانو لپاره عادي ډیپلوماټیک عمل ندی، چې له پرانیستې لیک سره راشي او مونږ ( ګواښونه) وکړي.

د مارچ پر لومړۍ نېټه په اسلام باد کې د اروپايي هېوادونو ۲۲ استازيو په یوه لیک کې له پاکستان غوښتي وه، چې پر اوکراین د روسيې یرغل وغندي او د روسيې خلاف تړون ته مثبته رایه ورکړي.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!