Connect with us

تازه خبرونه

لندن د افغانانو له ثبات او ښه راتلونکي ملاتړ کوي – ریچارډ لینډزی

هغه په خپل پیغام کې ټینګار کړی؛ بریټانیا د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده او ورته د داسې راتلونکي د ملاتړ ژمنه کوي، چې پر ثبات، زیاتو فرصتونو او د دې هېواد د ټولو وګړو د انساني کرامت پر ساتنه ولاړ وي.

خپور شوی

د

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي د ایکس پاڼې له لارې په خپل خپور کړي پیغام کې د ۲۰۲۶ کال د رارسېدو په مناسبت د افغانستان خلکو ته مبارکي ویلې او ورته یې له سولې، امنیت او هیلو څخه د ډک کال هیله کړې ده.

هغه په خپل پیغام کې ټینګار کړی؛ بریټانیا د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړه ده او ورته د داسې راتلونکي د ملاتړ ژمنه کوي، چې پر ثبات، زیاتو فرصتونو او د دې هېواد د ټولو وګړو د انساني کرامت پر ساتنه ولاړ وي.

د بریټانیا ځانګړي استازي زیاته کړې؛ لندن د تلپاتې سولې د ټینګښت او د افغانستان د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه‌والي لپاره له هڅو ملاتړ کوي او هیله لري، چې نوی کال د دې هېواد لپاره د مثبتو بدلونونو پیل وګرځي.

تازه خبرونه

په وروستیو بارانونو او سېلابونو کې ۲۳ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښو کې  ۲۷۴ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۱۵۵۸ نور څه نا څه ویجاړ شوي دي.

Published

on

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی، چې په تېرو درې ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د هېواد په ۱۱ ولایتونو (کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ) کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښو کې  ۲۷۴ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۱۵۵۸ نور څه نا څه ویجاړ شوي دي.

سربېره پردې اته جوماتونه، ۲۰۹ کیلومټره سړکونه او څو دوکانونه زیانمن شوي. په داسې حال کې، چې شاوخوا ۱۲۰۰ څاروي هم  له منځه تلي دي.

ویل کیږي، چې د بېړنیو مرستو د تر سره کولو لپاره کاري ډلې سیمو ته رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر په کورنیو چارو وزارت کې نوې ټاکنې کړي

Published

on

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت په اړوند تشکیلاتو کې لاندې ټاکنې رامنځته شوې دي:

۱. د جوزجان ولایت مخکنی والي قاري ګل حیدر شفق؛ د بامیان ولایت د والي په توګه.

۲. د بامیان ولایت مخکنی والي ملا عبدﷲ سرحدي؛ د جوزجان ولایت د والي په توګه.

۳. د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکنی قومندان ملا احمد شاه دیندوست؛ د سرپل ولایت د والي په توګه.

۴. د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکنی رییس ارکان حافظ انځر ګل عبدﷲ؛ د لغمان ولایت د مرستیال په توګه.

۵. د چارو ادارې لوی ریاست له اداري فساد سره د مبارزې مخکنی رییس مولوي غلام الرحمن حیدري؛ د ننګرهار ولایت د مرستیال په توګه.

۶. د سرپل ولایت د لواء د ټولې قرارګاه مخکنی قومندان مخدوم عبدالخبیر؛ د سمنګان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۷. د کندوز ولایت د استخباراتو مخکنی رییس حاجي محمد اسماعیل فائز؛ د لغمان ولایت د امنیه قومندان په توګه.

۸. د کندهار ولایت لوړ میوند ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا عبدﷲ؛ د سپین بولډک د کمیسیار په توګه. ۵/۴

۹. د کندهار زون حمایوي کنډک مخکنی قومندان حافظ سید محمد وارث؛ د کندهار ولایت لوړ میوند د ولسوال په توګه.

۱۰. د کندهار مرکز اتمي امنیتي حوزې مخکنی آمر ملا احمد ﷲ سالم؛ د کندهار زون حمایوي کنډک د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له هغو کړنو څخه دې ډډه وشي، چې د یمن او سیمې ثبات ګواښي

د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د مرغومي یوولسمه) په یوه خبرپانه کې له ټولو لوریو وغوښتل، چې له هغو کړنو دې ځان وساتي، چې د یمن او سیمې امنیت او ثبات ګواښي.

Published

on

په یمن کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د رامنځته شوي تاوتریخوالي له څارلو وروسته د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړی؛ د دې هېواد د ملي یووالي، سولې او ثبات لپاره د اړوند لوریو هڅې ستایي.

د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه د مرغومي یوولسمه) په یوه خبرپانه کې له ټولو لوریو وغوښتل، چې له هغو کړنو دې ځان وساتي، چې د یمن او سیمې امنیت او ثبات ګواښي.

دې وزارت هیله څرګنده کړې، چې ټول ښکېل لوري؛ په ځانګړي توګه یمن دې د ستونزو د حل لپاره همغږۍ او خبرو ته لومړیتوب ورکړي، چې په دې هېواد کې د بې‌ثباتۍ د رامنځته کېدا مخه ونیول شي.

په دې وروستیو کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د ائتلاف ځواکونو د یمن په جنوب کې پر مکلا بندر برید وکړ. ریاض ادعا وکړه؛ په دې برید کې د وسلو یوه ټولګه، چې له متحده عربي اماراتو سره تړاو لري او بېلتون‌پالو ته لېږل کېده؛ پر نښه شوې ده.

له دې برید وروسته متحده عربي اماراتو اعلان وکړ، چې خپل ځواکونه به له یمنه وباسي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!