Connect with us

تازه خبرونه

له ایران څخه راستانه شوي افغانان د پاکستان پر پرتله ښه وضعیت لري

د سې‌شنبې پر ورځ  د یو‌ان‌اچ‌سی‌آر له‌خوا د خپور شوي «افغانستان د بېرته راستنېدونکو له څارنې وروسته ارزونې» راپور له مخې؛ له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزې د پام وړ توپیر لري. په دې راپور کې راغلي، چې له ایران څخه راستنېدونکي کډوال په ټوله کې د زده‌کړې لوړه کچه، خوړو ته ښه لاسرسی او د استوګنې مناسب وضعیت لري؛ خو له پاکستان څخه راستنېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ډېری یې پر ورځنیو مزدوريو تکیه کوي او د درندو پورونو بار پر اوږه وړي.

خپور شوی

د

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو‌ان‌اچ‌سی‌آر) ویلي، چې له ایران څخه راستانه شوي افغانان، پر منځنۍ کچه د زده‌کړې، خوړو خوندیتوب او د استوګنې له پلوه د پاکستان پر پرتله ښه وضعیت لري.

د سې‌شنبې پر ورځ  د یو‌ان‌اچ‌سی‌آر له‌خوا د خپور شوي «افغانستان د بېرته راستنېدونکو له څارنې وروسته ارزونې» راپور له مخې؛ له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو ستونزې د پام وړ توپیر لري. په دې راپور کې راغلي، چې له ایران څخه راستنېدونکي کډوال په ټوله کې د زده‌کړې لوړه کچه، خوړو ته ښه لاسرسی او د استوګنې مناسب وضعیت لري؛ خو له پاکستان څخه راستنېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ډېری یې پر ورځنیو مزدوريو تکیه کوي او د درندو پورونو بار پر اوږه وړي.

راپور زیاته کړې، چې د پور کچه له ایران څخه په راستنېدونکو کې تر یوه بریده کمه ده او په دې برخه کې د ښځينه سرپرستو او نرينه سرپرستو کورنیو ترمنځ د پام وړ توپیر نه‌لیدل کېږي. همدارنګه له پاکستان څخه راستنېدونکي کډوال په ځانګړي توګه نوي راغلي کسان زیاتره په کرایي کورونو کې اوسېږي او د کرایې په ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي. په داسې حال کې، چې ډېری له ایران څخه راستنېدونکي یا د خپل کور خاوندان دي او یا د میراث له لارې استوګنځای ته لاسرسی لري.

د یو‌ان‌اچ‌سی‌آر د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان څخه راستنېدونکو ترمنځ د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی هم ډېر محدود دی. یوازې د دوشنبې پر ورځ ۲ زره او ۸۲۷ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې راپور کې راغلي، چې ایران په تېرو څلور لسیزو کې سره له ډېرو ننګونو، د نړۍ له سترو کډوال‌منوونکو هېوادونو څخه پاتې دی. د دغو پناغوښتونکو ډېره برخه افغانان دي، چې د جګړې، ناامنۍ، بې‌وزلۍ او دوامدارو کړکېچونو له کبله یې خپل هېواد پرې ایښی دی.

د یو‌ان‌اچ‌سی‌آر د څرګندونو له مخې؛ ایران شاوخوا ۷۷۳ زره د «آمایش» کارت لرونکي پناغوښتونکي او له ۲.۷ میلیون ډېر هغه افغان کډوالو کوربه دی، چې په نیمه پناغوښتونکي وضعیت کې ژوند کوي. ایران له ۳.۵ میلیون څخه د زیاتو پناغوښتونکو پر کوربتوب د نړۍ دوه‌یم لوی کوربه هېواد بلل کېږي؛ خو ډګرني راپورونه او غیررسمي شمېرې ښيي؛ تر اووه میلیون پورې افغانان په ایران کې ژوند کوي، چې نږدې څلور میلیون یې د اقامې قانوني اسناد نلري.

یو‌ان‌اچ‌سی‌آر خبرداری ورکړی، چې ایران له سخت مالي بحران سره مخ پاتې دی؛ ځکه نړیوالې ټولنې د پناغوښتونکو د بشري اړتیاوو لپاره د اړینې بودجې له درېیمې برخې څخه هم کمه مرسته ورته برابره کړې ده.

دې ادارې زیاته کړې، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو نهه میاشتو کې له ۱.۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

تازه خبرونه

چین ته له پاکستاني لوري سره  د خبرو لپاره د اسلامي امارت د منځنۍ کچې د پلاوی  سفر تائید شو

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د خبرو دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي. 

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ( د وري دیارلسمه ) تائید کړې؛ د اسلامي امارت د منځنۍ کچې یو پلاوی د چین پر نوښت دغه هېواد ته رسېدلی، چې له پاکستاني لوري سره د خپل اصولي دریځ  له مخې رسمي خبرې اترې ترسره کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د خبرو دا بهیر د چین په غوښتنه او له دغه هېواد سره د متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ مخته وړل کېږي. 

د بلخي د څرګندونو له مخې؛ افغان پلاوی په دې ناستو کې د متوازن او اصولي دریځ له مخې ګډون کوي او په پام کې لري، چې له مقابل لوري سره د ښه ګاونډیتوب، سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د امنیتي موضوعاتو پر ګټورتوب هراړخیزې او مسوولانه خبرې اترې تر سره کړي. 

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت باور لري، چې د متقابل درناوي، نه مداخلې او رغنده تفاهم پر بنسټ ډیپلوماټیک تعامل کولی شي د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته موضوعاتو ته عملي او دوامدار حللارې ومومي او د سیمې د ثبات او همکارۍ لپاره زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په چین کې د افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي کمولو خبرې پیل شوې

د افغانستان اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د دغو خبرو په اړه هیله څرګنده کړې او وایي؛ تمه ده، چې دا خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی او شخړې پای ته ورسوي.

Published

on

سرچینو د پنجشنبې پر ورځ( د وري دیارلسمه ) آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د چین په اورومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې رسماً پیل شوې دي.

د افغانستان اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د دغو خبرو په اړه هیله څرګنده کړې او وایي؛ تمه ده، چې دا خبرې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان تاوتریخوالی او شخړې پای ته ورسوي.

دغه راز د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې په دې خبرو کې لوړپوړي چارواکي ګډون لري.

نوموړي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې دا یوازې د ټیټې کچې خبرې دي.

اندرابي دا ډول راپورونه «ناسم» وبلل.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ټینګار کړی، چې افغانستان او پاکستان د چین ګاونډیان دي او بېجینګ د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې د اختلافاتو د حل ملاتړ کوي.

هغې زیاته کړې، چې چین په فعاله توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب هڅې تر هغې روانې ساتي، د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی کم او اړیکې ښې شي.

اسلام‌آباد هم تائید کړې؛ یو پلاوی یې اورومچي ته استولی او یو ځل بیا یې خپل پخوانی دریځ تکرار کړی، چې افغانستان باید د وسله‌والو ډلو په اړه د پاکستان امنیتي اندېښنې حل کړي. دا هغه ادعا ده، چې اسلامي امارت پر ځلونو رد کړې او پاکستان یې د خپل کورني امنیت مسوول بللی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

سېلابونو په کندهار او هلمند کې کورونه ویجاړ او خلک بې‌ځایه‌کېدا ته اړ کړل

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

Published

on

په کندهار او هلمند ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله خلکو ته درانده مالي زیانونه اوښتي دي.

د کندهار له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست ویلي؛ په دې ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۲۰۰ کورنۍ اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

دغه راز د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵، دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ او ژېړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

همداراز، یوازې د تېرې شپې (چارشنبې) د اورښتونو او سېلابونو له کبله د ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې لسګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

په هلمند ولایت کې هم د سختو سېلابونو له کبله پراخ زیانونه اوښتي دي.

د هلمند د امنیې قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ د دغه ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زیانمنو کورنیو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي؛ خو په کندهار او روزګان ولایتونو کې وروستیو اورښتونو کرنیزو چارو ته هیلې زیاتې کړې دي.

د کندهار کرنې ریاست وایي، په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۲۴ ملي مټره باران شوی او د روان کال ټول اورښت ۱۷۹ ملي مټرو ته رسېدلی؛ خو اوس هم د وچکالۍ د بشپړ مهار لپاره نورو اورښتونو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د روزګان د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وايي؛ په دې ولایت کې وروستي اورښتونه ۲۳.۱۸ ملي مټره ثبت شوي، چې د سږني کال ټوله کچه ۱۷۲.۱۶ ملي مټرو ته رسېدلې ده.

ویل کیږي، چې د یوه سمسور کال لپاره له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ملي مټرو باران ته اړتیا ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!