Connect with us

سوداگري

له ایران څخه وارد شوي د ټيټ کیفیت تېلو ۹ تانکرونه بېرته مسترد شول

خپور شوی

د

د ستندرد ملي ادارې نن (چارشنبه د غویی دیارلسمه) د فراه په ۷۸ میل بندر کې له ایران څخه وارد شوي د ټیټ کیفیت تېلو ۹ تانکرونه بېرته ایراني لوري ته مسترد کړل.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د تېلو دغه تانکرونه، چې ۷۸ میل فراه بندر ته داخل شوي وه، له لابراتواري ازموینو وروسته منفي اعلان او ایران ته بېرته ولېږدول شول.

په دې وروستيو کې د ستندرد ملي ادارې د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او له ټولو سوداګرو يې غوښتي، چې هېواد ته بې کيفيته توکي وارد نه‌کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درې ورځو کې له ایران څخه د بې کیفیته تېلو ۱۹ تانکرونه له لابراتوار تشخیص وروسته بېرته ایران ته راستانه شوي دي.

سوداگري

قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ

د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.

Published

on

د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.

د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.

د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیا‌زینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.

قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.

د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړه‌لیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د افغان– قزاق اقتصادي فورم پر مهال د دواړو هېوادونو د تولیداتو نندارتون او د خصوصي سکټور د غړو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ ۲۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې هوکړه‌لیکونو کې د درملو، سابو، تازه او وچو مېوو د وارداتو او صادراتو ترڅنګ بانکي همکاري، اوړه، غنم، غوړي او کچالو هم رانغاړي.

دغه هوکړه‌لیکونه کابل ته د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي په سفر کې، چې د هغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال یې مشري کوله؛ لاسلیک شوي دي.

Continue Reading

سوداگري

د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، د سمنګان ولایت د فیروزنخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون امریکايي ډالرو پر پانګونه لاسلیک شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قرارداد د پنجشنبې پر ورځ د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري او د «ایبک سمنت» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د قرارداد له مخې، یاد شرکت به د تولید شوي هر ټن سمنټو په بدل کې ۲۰۰ افغانۍ د دولت حق الامتیاز (رویالټي) ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، دا پروژه د ۳۰ کلونو لپاره ورکړ شوې او د هغې دوام به د کانونو د اصولو، کړنلارو او په تړون کې د راغلو ژمنو له رعایت سره تړلی وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې له عملي کېدا سره به شاوخوا ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي. همداراز پانګوال شرکت ژمنه کړې، چې په ټاکلې موده کې به شاوخوا یو میلیون ډالر پر ټولنیزو خدماتو ولګوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت به په ورځ کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117