سیمه ییز خبرونه

له برید درولو وروسته ایران له امریکا سره پر لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه

دا هوکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټ‌پاڼه کې ولیکل؛ که تهران د هرمز تنګي بېرته پرانېستلو ته چمتو شي؛ واشنګټن به پر ایراني ودانیزو بنسټونو خپل له ګواښه ډک بریدونه وځنډوي.

Published

on

ایران له امریکا سره د دوه اوونیو لپاره پر اوربند هوکړه کړې، چې موخه یې د کړکېچ کمول او په سیمه کې د تاوتریخوالي د پراخېدا مخنیوی دی.

دا هوکړه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټ‌پاڼه کې ولیکل؛ که تهران د هرمز تنګي بېرته پرانېستلو ته چمتو شي؛ واشنګټن به پر ایراني ودانیزو بنسټونو خپل له ګواښه ډک بریدونه وځنډوي.

ټرمپ څرګنده کړې: «ما منلې، چې د دوه اوونیو لپاره بریدونه وځنډوم؛ په‌دې شرط، چې ایران هرمز تنګی بېرته پرانیزي.»

هغه له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې « نن شپه به یو تمدن له منځه ولاړ شي.»

دا لنډمهالی د دوه اوونیو اوربند د پاکستان پر منځګړیتوب رامنځته شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تائید کړې، چې اوربند به سمدستي نافذ شي او دا چاره به پراخو ډیپلوماټیکو پرمختګونو ته هیلې راوپاروي.

د ایران ملي امنیت عالي شورا هم تائید کړې؛ تهران د اوربند وړاندیز منلی، چې له څو اوونیو کړکېچ وروسته د تاوتریخوالي د کمولو پر لوري د تګ یوه نښه ده.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د هېواد وسله‌وال ځواکونه به په دوه اوونیو کې د هرمز له تنګي د خوندي تګ راتګ زمینه برابره کړي؛ خو په‌دې شرط، چې پر ایران بریدونه ودرول شي.

نوموړی وایي: « که تېری ودرېږي؛ زمونږ ځواکونه به د خوندي تګ راتګ ډاډ ورکړي.»

هغه د هرمز تنګي ته په نغوته( اشاره) کې ویلي؛ د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه تېل ترې لېږدول کېږي.

ایران یاد تنګی له امریکا سره د کړکېچ په غبرګون کې تړلی و، چې ورسره پر نړۍ‌واله کچه د انرژۍ د وړاندې کولو او سمندري امنیت اندېښنې هم راوپارېدلې. د دې لارې بیا پرانېستل؛ که څه هم لنډمهاله تمه ده، خو پر نړۍ‌والو بازارونو به فشار راکم او د پراخې اقتصادي ګډوډۍ مخه ونیسي.

یاد کړکېچ، چې د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې مخ پر پراخېدو شو؛ په منځني ختیځ کې یې پرله‌پسې بریدونه او زیاتېدونکی تاوتریخوالی رامنځته کړ. که څه هم اوربند د جګړې د درېدا اړین پړاو ګڼل کېږي؛ خو مهمې ستونزې( بندیزونه، سیمه‌ییز امنیتي ترتیبات او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو شتون) اوس هم حل شوې نه‌ دي.

ټاکل شوې، چې په راتلونکو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې پیل شي او پاکستان به د آسانتیاوو برابرونکي رول ولوبوي.

شنونکي څرګندوي؛ دا خبرې به پرېکړه کوونکې وي او دا پوښتنه راپورته کوي، چې آیا دا لنډمهالی اوربند به پر اوږدمهاله هوکړه بدل شي که نه؟!

سره له دې پرمختګه څارونکي خبرداری ورکوي، چې وضعیت اوس هم نازک دی او هر ډول نوی تاوتریخوالی کولی شي ترلاسه شوې لاسته راوړنې چټکې له منځه یوسي.

له دې مخکې امریکایي خبري رسنۍ آکسیوس راپور ورکړی و، چې ایران، امریکا او یو شمېر سیمه‌ییز منځګړي(پاکستان، مصر او سعودي عربستان ) د ۴۵ ورځني اوربند لپاره پر یوې داسې طرحې بحث کوي، چې که اوربند ومنل شي؛ نو د جګړې پای به ورسره ډاډمن شي.

Trending

Exit mobile version