سیمه ییز خبرونه

له بنديانو سره دې قانوني چلند تر سره شي- حامد كرزى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد كرزي عدلي او قضايي بنسټونو ته دستور وركړى، چې له بنديانو سره دې قانوني چلند وشي.

ولسمشر په دغه فرمان كې سترې محكمې، لويې څارنوالۍ ، د ملي امنيت عمومي رياست، عدليې وزارت او كورنيو چارو وزارت ته شپږ مياشتې وخت وركړى، چې د هغو بنديانو دوسيو ته دې لاسرسى ومومي، چې د خپل برخليك د ټاكل كيدو په تمه دي او د څېړنو پرمهال دې بنديان نه شكنجه كيږي.

همدا راز ولسمشري د كوم شخص يا بل هېواد له خوا په افغانستان كې د بندي خانې درلودن د افغانستان د ملي حاكميت خلاف كار بولي.

افغان ولسمشر حامد كرزي په دې وروستيو كې د هغو بنديانو د دوسيو څېړلو حكم وركړ، چې د مودو راپديخوا په بند كې دي.

ولسمشرۍ ماڼې وايي:

په دغه فرمان كې افغان ولسمشرعدليې او قضايې بنسټونو ته دستور وركړى، چې څو د بنديانو د برخليك په ټاكلو كې جدې اقدام وكړي او امنيتي بنسټونو ته سپارښتنه شوې، چې د تحقيقاتو پرمهال دې بنديان نه كړول كيږي.

د ولسمشرۍ د عدلي او قضايې بورد ريس نصرالله ستانكزى د دغه فرمان د يوې برخې يادونه داسې كوي:

د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستره محكمه د هغو بنديانو دوسيې، چې د رپوټونو له مخې له يوولس كلونو را پديخوا د ابتدائيه، استيناف او تميز محكمو د پرېكړو په تمه دې او يا هم بې برخليكه پاته دي د اړوند محكمو له لارې دې په جدي توگه وڅېړل شي او په ټاكل شوې قانونې موده كې دې دوسيو ته د لاسرسي بهير په دريگونو مرحلو كې گړندۍ كړي.

د افغان ولسمشر ورستى فرمان كه څه هم د سياسي چارو كارپوه صديق الله توحيدي، د ولسي جرگې غړي فرهاد صديقي او د ولسې جرگې غړې ذكيه سنگين له ملاتړ څخه برخمن شوى؛ خو وايي، چې دا كار ډېر وړاندې بايد ترسره شوى واى.

ولسمشر په دغه فرمان كې د عدليې او كورنيو چارو وزارت ته هم دنده سپارلې، چې تر راتلونكيو شپږ مياشتو پورې بنديانو ته د عدالت د پلې كيدو او د زندانونو د تجهيزاتو په برخه كې گړندۍ كړنې تر سره او خپل رپوټونه ولسمشرۍ ته ورړاندې كړي.

Trending

Exit mobile version