تازه خبرونه
له تاجکستان سره د بدخشان په پوله کې ۳ قاچاق وړونکي ووژل شول
د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشهیي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د نشهیي توکو ۳ قاچاق وړونکي د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
د احسان الله کامګار د څرګندونو له مخې؛ دغه کسان، چې د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي وه؛ دوه شپې مخکې یې هڅه کوله نشهیي توکي د تاجکستان خاورې ته ولېږدوي، خو د هغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري وپېژندل شول او د دواړو لوریو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله کې درې واړه قاچاق وړونکي ووژل شول.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړې؛ د خواهان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د راپور له مخې؛ د نښتې له پای ته رسېدو وروسته د دغو کسانو جسدونه د افغانستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.
تر اوسه له دغو کسانو سره د شته نشهیي توکو د بنې او کچې په اړه کره معلومات نشته؛ خو په دې اړه څېړنې روانې دي.