تازه خبرونه
له تېرو دوه کلونو راپدیخوا مو په افغانستان کې ۳۰ بشري مرستندویان وژل شوي – ملګري ملتونه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي د دې ادارې د کارکوونکیو لپاره چاپېریال له ستونزو ډک بللی او وایي، چې دا ډول خطرونه د منلو وړ نهدي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دانیال اندرس ویلي؛ په تېرو دوه کلونو کې د پولیو د واکسیناتورانو او ماین پاکوونکيو په ګډون د بشري مرستو ۳۰ کارکوونکي وژل شوي دي.
نوموړیي ویلي: نن په افغانستان کې بشري اړتیاوې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي او له ۲۹ میلیون ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. له بلې خوا د مرستو سرچینې وچې شوي او دې کار د سلګونه زره ماشومانو په ګډون د میلیونونو خلکو ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخ کوي. موږ دا اجازه نه ورکوو او بسپنه ورکوونکي هېوادونه باید په افغانستان کې د داسې یوې خطرناکې تراژیدۍ مخه ونیسي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دا خبرداری هم ورکړی، چې له افغانستان سره د مرستو لهپاره د نړیوالو د لیوالتیا کمېدو د سلګونه زره ماشومانو په ګډون د میلیونونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د بشردوستۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د بشري مرستو همغږي کوونکی له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې په بشري ادارو کې ښځینه کارکوونکیو ته اجازه ورکړي، چې بېرته خپلو کارونو ته ستنې شي او په سلګونه زره اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.
هغه ویلي: دا د منلو نهده، چې له ښځینه کارکوونکیو پرته به میلیونونه اړمن کسان مرستو ته لاسرسی ولري. دا هغه ښځې دي، چې په لرې پرتو سیمو او کلیو کې کورونو ته د ننوتو اجازه لري او هغو ښځو او ماشومانو ته، چې د بشري مرستو په تمه دي، مرستې رسوي.
اسلامي امارت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکیو وژل کیدل ردوي او وایي، چې په هېواد کې امنیت ټينګ دی او هیڅ داسې راپور نهلري، چې د مرستندویه ادارو کوم کارکوونکی دې وژل شوی وي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي: د امنیتي ارګانونو په ځانګړي توګه د کورنیو چارو وزارت کاري لومړیتوبونه د ملګرو ملتونو، بهرنیو سفارتونو، دیپلوماتیکو استازولیو او بهرنیو چارو وزارت او نورو بنسټونو، چې په افغانستان کې استازیتوب کوي؛ د امنیت ټینګښت دي. الحمدالله مونږ په مرکز او ولایتونو کې د دوی امنیت په ښه توګه تامین کړی دی. مونږ په دې برخه کې شوې ادعاوې ردوو.
له دې مخکې د بريتانيا، جرمني، استراليا او ځينو نورو هېوادونو په ګډون يو شمېر هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو کچه د ښځو پر کار او زدهکړو د بنديز له کبله کمه کړې ده. دوی خبرداری ورکړی، چې که دغه بندیزونه لرې نهشي، ښايي له افغانستان سره مرستې نورې هم کمې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي د څرګندونو له مخې؛ تېر کال بشري ټولنو د ښځینه کارکوونکیو پر همکارۍ ۲۶ میلیون اړمنو کسانو ته مرستې رسولې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه21 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی21 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه20 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
