سیمه ییز خبرونه

له سالنگه تر پروانه د لارې په اوږدو كې د تېلو د غلا ستونزه ډېره شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د تېلو يو شمېر سوداگر وايي، چې د سالنگ – پروان  په لاره كې  يې تېل غلا كېږي. دا سوداگر وايي، چې په ځينې وختو كې خو غله د امنيتي ځواكونو له جامو په استفادې له ټانكرو تيل اخلي، خو پېسې يې نه وركوي او د ټانكرو چلوونكي گواښي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې چارواكي وايي، كه څه هم په يو شمېر سيمو كې له سوداگرو څخه د غېر رسمي ټكس د اخيستلو مخه نيول شوې، خو د لويو لارو په اوږدو كې لا هم ستونزې شته.

د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الكوزى وايي:

په ځينو وختو كې خو د امنيتي ځواكونو له جامو استفاده كېږي او دا ستونزه يې څو ځلې له امنيتي ارگانونو سره شريكه كړې ده.

په ورته وخت كې په هېواد كې د تيل پلورونكو اتحاديه د لارو په اوږدو كې له غلاوو شكاېت كوي او وايي، چې له سالنگه تر پروانه پورې د لارې په اوږدو كې د تېلو د غلا ستونزه ډېره ده.

خو د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بيا د سوداگرو دا ادعا ردوي او وايي، د كابل شمال د هېواد يوه خوندي سيمه ده او پدې لاره د غلا هېڅ پېښه نده شوې.

صديق صديقي زياتوي، كه د سوداگرو دا ادعا سمه وي نو له پوليسو سره دې اړيكه ونيسي ترڅو په دې اړه څېړنه وشي او كه ستونزه موجوده وي حل شي.

Trending

Exit mobile version