تازه خبرونه
له طالبانو سره د سولې خبرو له پیلیدو سره سم موخه ییزې وژنې ډېرې شوي – یوناما
د ملګرو ملتونو یو نوی راپور ښیي؛ د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ له ۱۵ د ۲۰۲۰ کال تر سپټمبر پورې، چې د سولې خپلمنځي خبرې پیل شوي؛ پر بشري او خبري کارکوونکيو موخه ییزې وژنې ډېرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په نوي خپور شوي راپور کې راغلي: د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر له ۱۲مې راپدیخوا، چې د سولې خبرې اترې پیل شوي؛ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ مې پورې د بشري حقونو ۱۱ مدافعین او د رسنیو کارکوونکي په موخه ییزو بریدونو کې وژل شوي دي.
د یوناما د راپور له مخې؛ که څه هم د دغو موخه ییزو بریدونو مسوولیت تر دې دمه هیچا پر غاړه ندی اخیستی، خو پر بېلابېلو بڼو مخ پر ډېرېدو دي او په خلکو کې یې وېره رامنځته کړې ده.
راپور په ډاګه کړې: دغو بریدونو د رسنیو او بشري حقونو کارکوونکیو ته کاري چاپېریال تنګ کړی او د رسنیو ډېرو مخکښانو خپل کارونه سانسور کړي، خپلې دندې یې پریښي او د خوندیتوب په هیله یې خپل کورونه او سیمې خوشې کړې او د یو شمیر اشخاصو په ګډون ډېرو ان هېواد پرې ایښی دی.
راپور ښیي، چې دغو موخه ییزو وژنو ټولنه اغېزمنه کړې او خلک یې د سولې د هڅو په تړاو ناهیلي کړي دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وایي: افغانان یوې غوړیدلې مدني چاپېریال ته اړتیا لري او حق یې هم دی؛ یوه داسې ټولنه، چې خلک په کې له وېرې پرته آزاد فکر وکولی شي، خپل نظر په ډاګه او ولیکلی شي.
د یوناما مشرې زیاته کړې: د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو غږ د هرې پرانیستې او متمدنې ټولنې لپاره اړین دی. په داسې وخت کې، چې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي جوړ جاړي پر رامنځته کیدو ټینګار کیږي؛ اړتیا ده، چې تر بل هر وخت ډېر د بشري حقونو او رسنیو د کارمندانو غږونه واوریدل شي. نه دا، چې چوپ کړ شي.
په افغانستان کې د رسنیو او بشري حقونو د سکټورونو پر استازیو بریدونه، نوې موضوع نده؛ خو په راپور کې مستند شوي د وژنو په بڼو کې ځانګړی بدلون راغلی دی. په دې وروستۍ څپه کې، پر قصدي او له وړاندې پلان شوې بڼې د افرادو وژنه ده، چې د تېرو کلونو پر خلاف یې ترسره کوونکي ناڅرګند پاته دي.
دغه وژنې په ټوله کې د وسلوالو ډلو د برید ځای ته د اشخاصو د نږدې والي له کبله وې. په ځانګړي توګه د اسلامي دولت خراسان څانګه (داعش)، چې تعبیه شوي چاودیدونکي توکي کاروي.
دغه راپور په ډاګه کړې؛ د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د جنورۍ له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ د بشري حقونو د مدافعینو او رسنیو د ۶۵ کارکوونکیو وژل ثبت شوي، چې ۳۲ د بشري حقونو د سکټور او ۳۳ نور یې د رسنیو د برخې دي. له دوی څخه ۱۱ (۵ کسان د بشري حقونو مدافعین او ۶ نور د رسنیو مخکښان) یوازې د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر له لومړۍ د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر۳۱ د څلور میاشتو په موده کې وژل شویدي.
دغه راز راپور په ډاګه کوي؛ د بشري حقونو مدافعین، ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي، چې غواړي د افغانستان خلکو ته (د بشري حقونو او د بشردوستانه حقونو له نړیوال قانون څخه د سرغړونو په ګډون) د یو لړ پراخو مسلو په اړه همهاله معلومات وړاندې کړي؛ تر ډېره بریده له ګواښونو، وېرونې، ځورونې، پلټنې او خپلسري صحرایي بندونو سره مخ دي.
دغه راپور ډاډ څرګندوي، چې د دغه ډول وژنو او ډار په مخنیوي، د حساب کتاب په پیاوړي کولو او د معافیت د مخنیوي په برخه کې ټول اړخونه ګډې هڅې تر سره کړي. د وژنو په تړاو څېړنې باید په بې پرې، خپلواکه، بېړنۍ، اغېزمن، باوري او روښانه ترسره شي. د شکمنو عاملینو محاکمه باید په مناسب ډول د عادلانه محاکمو د معیارونو پربنسټ ترسره شي. د رسنیو او مدني ټولنو د هڅو پر وړاندې د کارول شویو څرګندونو او یا د افشاکوونکیو ګواښل او یا یې په وړاندې ګام پورته کول او د موخ ییز نوملړ خپرول د دا ډول وضیعت له دوام سره مرسته کوي، چې په کې مدني چاپېریال نور هم تنګ او پرخلکو په ځانګړي توګه د بشري حقونو پر مدافعینو او د رسنیو پرکارکوونکیو ناوړه اغېزې په ډاګه کوي.
همدارنګه په راپور کې دولتي او نادولتي کارکوونکیو ته یو لړ سپارښتنې هم شوي دي.
دولتي بنسټونو ته سپارښتنې:
– د وروستي ګډ کمیسیون د رامنځته کولو پر دوام، د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب لپاره د افغانستان د ولسمشر د دوه یم مرستیال په مشرۍ د ملي خوندیتوب یو اغېزمن او همغږی مکانیزم فعالول.
– د ځانګړي خوندیتوب او امنیتي تدبیرونو په ګډون، د هغو بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکیو لپاره، چې د ګواښونو او د وېرې له نورو ډولونو سره مخ شوي دي؛ د یوه بشپړ ډاډمن او وقایوې کارې چوکاټ رامنځته کول.
– ډاډ تر لاسه کول، چې د بشري حقونو مدافعین، ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي د ژوند د مشروع حقونو، د راټولیدو آزادۍ، د بیان آزادي او معالوماتو ته د لاسرسۍ آزادي او همدارنګه له نورو بنسټیزو آزادیو څخه، د غچ او یا د برید له ډار پرته، برخمن وي.
– د وژنو د قضیو د خپلواک، بې پرې، بېړني، کره، اغېزمنه، ډاډمنه او روڼو څېړنو په ګډون، د معافیت په وړاندي مبارزه کول.
– د هدفې وژنو د تورنو او مرتکبینو د عدلې تعقیب په ګډون، چې په کې نړیوال قانوني بهیر او د عادلانه محاکمې معیارونه په جدې توګه رعایت شوي وي؛ د یوې روښانه حساب وړاندې کولو دودول.
– د تجمع یا راټولیدو او بیان د آزادۍ پر وړاندې د محدود کوونکیو قوانینو له تدوین څخه ډډه کول او همدارنګه په مدنې چاپېریال کې، چې له عامه اندونو څخه د نا اړینو ننګونو او یا په نښه کیدو له کبله مخنېوی کیږي په ګډون د یوه مدنې چاپېریال خوندې کول او دودول.
له نادولتې بنسټونو غوښتنې:
– د بشرپالنې او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو سره سم، د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکیو د وژنو بندول.
طالبانو ته سپارښتنې:
– د مشرتابه په کچه د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکیو د وژنو د پېښو په کلکه غندل.
– د هغو قضیو څېړنه، چی د طالبانو پرغړیو په قضیه کې د لاس درلودلو ادعا شوې وي او د طالبانو د غړیو، چې د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیوکارکوونکیو پر وړاندې یې د موخه ییزې وژنې امر ورکړی او یا امر يې پلې کړی دی؛ حساب ورکولو ته اړایستل.
– د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکوونکیو پر وړاندې د هغو د هدفې وژنو د منع کولو په موخه د پالیسیو جوړول، خپرول او پلي کول.
– د موجوده پالېسیو له منځه وړل( د نويو پالېسیو له جوړولو ډډه کول) چې د تجمع یا راټولیدو آزادي د مدنې ټولنو او د بشرې مرستو د فعالینو کار او د بیان د آزادۍ په ګډون، مدنې چاپېریال محدودوي.
له نړیوالو ټولنو غوښتنه:
– د یوه متحد، خپلواک، سوله ییز او ډیموکراټیک افغانستان لپاره، د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې پر ۲۴ نېټه د افغانستان په اړوند ژنیو کنفرانس کې له جوړې شو اعلامېې سره سم، د بشري حقونو د مدافعینو او د خپلواکو رسنیو د اړینې ونډي د ښکاره کولو کار ته دوام ورکول.
– له ګواښ سره مخ شوي د بشري حقونو مدافعینو، ژورنالستانو او رسنیو کارکوونکیو سره دوامداره تعامل او له هغو پروګرامونو سره مرسته زیاتول، چې دوی ته د امنیت، سفر، مالې مرستې، د وړتیاوو رامنځته کول او نورې مرستې چمتو کوي.
د یادونې ده، چې دې بنسټ له نورو وسلوالو ډلو هم غوښتي، چې بشري حقونو د ژغورونکیو، خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکیو وژنه او وېرول ودروي.
تازه خبرونه
د آلمان د اسلامي امارت شپږ نور ډیپلوماټان مني
انډيآر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.
د آلماني رسنیو راپور ورکړی، چې دې هېواد د اسلامي امارت د شپږ نورو ډیپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې ده. دا هڅه د هغه تړون یوه برخه ده، چې له مخې یې له جرمني څخه افغانستان ته د افغانانو د ایستلو د الوتنې زیاتې شي.
انډيآر د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې دا هوکړه د هغو پټو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوې، چې تېره اوونۍ په استانبول کې د اسلامي امارت د استازو او د جرمني د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شوې وه.
د آلمان کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د دې وزارت د چارواکو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ د «تخنیکي کچې» خبرې شوي؛ خو د دغو ناستو د ځای او مودې په اړه یې له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.
د انډيآر د راپور له مخې، دا هوکړه له آلمان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د پام وړ ډېرېدا لپاره زمینه برابروي.
د آلمان کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې کابل ته د چارټر الوتنې پراخه کیږي او په راتلونکي کې به هره میاشت تر درې پورې د ایستلو الوتنې ترسره شي. همداراز، د ځینو کسانو د ایستلو لپاره به د عادي سوداګریزو الوتنو زمینه هم برابره شي.
د راپور له مخې، اسلامي امارت له ډېر پخوا راپدېخوا د ایستلو د الوتنو په برخه کې همکاري له دې سره تړلې وه، چې آلمان دې نور افغان ډیپلوماټان هم ومني. ویل کېږي، چې دا ډیپلوماټان د هغو افغانانو د هویت د تائید او د سفر د اړینو اسنادو د برابرولو لپاره مهم دي، چې د ایستلو په درشل کې وي.
اوسمهال په آلمان کې یوازې د اسلامي امارت له لوري معرفي شوي دوه قونسلي چارواکي فعالیت لري. دغو کسانو، چې په ۲۰۲۵ز.کال کې دې هېواد ته تللي وه؛ په برلین کې د افغانستان په سفارت او بن کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې مهم مسوولیتونه پر غاړه اخیستي دي.
د آلمان کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ د کډوالو د ایستلو له حکومتي تګلارې دفاع کړې او «بیلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته یې ویلي: هغه کسان، چې په آلمان کې له ملاتړ ترلاسه کولو وروسته درانده جرمونه ترسره کوي؛ باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي.
هغه ویلي: «هر څوک، چې زمونږ له ملاتړ ناوړه ګټه واخلي او دلته جدي جرمونه ترسره کړي؛ باید خپل راتلونکی په خپل هېواد کې ولټوي. زمونږ ټولنه په مشروع ډول غواړي، چې مجرمان له هېواده ووځي.»
تازه خبرونه
د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله
د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.
د امریکا ژیولوژیکي سروې مرکز ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د هندوکش سیمه د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې ولړزوله.
د یاد مرکز د څرګندونو له مخې، دا زلزله پر ځایي وخت شاوخوا ۲:۵۲ رامنځته شوه.
د دې مرکز په راپور کې راغلي؛ زلزلې له ۲۰۷ کیلومټره ژوروالي څخه سرچینه اخیستې وه.
له زلزلې وروسته سمدلاسه د مرګ او ژوبلې یا زیان راپور ورکړ شوی نهدی.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.
ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی؛ هغه سلګونه پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران، چې نږدې نهه میاشتې په افغانستان کې بند پاتې ول؛ پاکستان ته یې د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی دی.
د راپور له مخې، شاوخوا ۶۰۰ پاکستاني موټرچلوونکي او کلینران په افغانستان کې د لارو د بندېدا له کبله بند پاتې شوي وه.
د جمعیت علمای اسلام ګوند د مولانا فضلالرحمان څانګې یو سیمهییز مشر مولانا اعجاز شینواري تائید کړې؛ د پاکستاني موټرچلوونکو او موټرو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شوی او تمه ده، چې ټول به ډېر ژر پاکستان ته ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ د لارو تړل کېدا نه یوازې دوهاړخیزې سوداګرۍ ته زیان رسولی، بلکې ډیورند فرضي کرښې ته په نږدې سیمو کې یې بېوزلي او بېکاري هم ډېره کړې ده.
ځايي چارواکو ويلي؛ اوسمهال لومړیتوب دا دی، چې په افغانستان کې پاتې ټول پاکستاني وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او له هغه وروسته به دواړه لوري د سوداګرۍ د تدریجي بیاپیل په اړه پرېکړه وکړي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه اړینه سوداګریزه لاره ده، چې د تېر کال په اکټوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته وتړل شوه.
دغه راز د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر به ګړندی کړي.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر په کورنیو چارو کې ځانګړي سلاکار طارق سعید مروت ویلي، چې په پېښور، چارسده، کوهاټ او هنګو کې د کډوالو د لنډمهالي لېږد مرکزونه اوس هم فعال دي او د پاکستان حکومت ټینګار لري، چې ستنېدونکي دې افغانستان ته د هغوی د کرامت او اساسي حقونو په ساتلو ولېږدول شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال بنسټ د ګډو څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال د سپټمبر له پېنځلسمې د ۲۰۲۶ز.کال د جون تر دیارلسمې پورې له پاکستان څخه له ۲.۵ میلیون ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور په څرګندونو کې، چې یوازې د جون له اوومې څخه تر دیارلسمې پورې ۲۸زره او ۲۸۵ افغان وګړي د تورخم، غلامخان، چمن، بدیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
ویل کیږي، چې دا شمېر د تېرې اوونۍ پر پرتله د کډوالو د بېرته ستنېدا ۱۱ سلنه زیاتوالی او له پاکستان څخه د ایستلو ۲۲ سلنه ډېروالی ښيي.
-
تازه خبرونه4 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري4 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه1 day agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تحول5 days agoتحول:د امریکا له سمندري محاصرې د درې ایرانیو تېللېږدوونکو کښتیو وتل
-
تازه خبرونه1 day agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ او پزشکیان د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ د واشنګټن او تهران د سولې لپاره نوی ګام
-
لوبی5 days agoد ۵۰ اووریزو سیالیو لړۍ؛ هند په دوهیمه لوبه افغانستان ته ماتې ورکړه
