تازه خبرونه
له نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
شیخ محمد په هغه غونډه کې، چې امریکایي خبریال ټوکر کارلسون پر مخ وړله ویلي « هیڅ بحران که د افغانستان یا فلسطین وي او که په نورو سیمو کې د ښکېلو لوبغاړو څنډې ته له کولو سره حل کېدی نشي او نه هم کولی شئ، چې له نادولتي لوبغاړو پرته د سولې خبرې وکړئ».
د دوحې د درویشتمې ناستې پرمهال د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني ټینګار کړی، چې د سیمې د سولې لپاره د ټولو ښکېلو لوریو په ځانګړي توګه نادولتي لوبغاړو تر منځ سیاسي تعامل او خبرې اړینې دي.
شیخ محمد په هغه غونډه کې، چې امریکایي خبریال ټوکر کارلسون پر مخ وړله ویلي « هیڅ بحران که د افغانستان یا فلسطین وي او که په نورو سیمو کې د ښکېلو لوبغاړو څنډې ته له کولو سره حل کېدی نشي او نه هم کولی شئ، چې له نادولتي لوبغاړو پرته د سولې خبرې وکړئ».
نوموړي زیاته کړې؛ د قطر منځګړیتوب ته په کتو د افغانستان د سولې له بهیر نیولې ان تر په غزه کې د اوربند تر بېلابېلو هڅو ښيي، چې له اغېزمنو فعالینو سره د خبرو لپاره بېطرفي ډېره اړینه ده.
شیخ محمد څرګنده کړې، چې د قطر اړیکې له حماس سره شاوخوا یوه لسیزه مخکې د امریکا پر غوښتنه پیل شوې، چې له دې فلسطیني ډلې سره د خوندي اړیکو یوه لار رامنځته شي.
هغه همدا راز یادونه وکړه، چې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې د واشنګټن پر غوښتنه د افغانستان د خپلمنځي خبرو او د امریکایي ځواکونو د وتلو د آسانتیا لپاره پرانیستل شو.
د قطر لومړي وزیر د هغو تورونو په ځواب کې، چې ګواکې په غزه کې د قطر له بشري مرستو ناوړه استفاده شوې؛ وویل: « ټولې مرستې او مالي سرچینې مو د غزې خلکو ته رسېدلي او دا بهیر په بشپړ ډول شفاف دی، چې امریکا پرې خبره ده».
هغه ټینګار کړی، چې د قطر منځګړیتوب عملي پایلې لرلي دي. لکه پرلهپسې اوربند، بشري وقفي، د یرغمل شویو خلاصون او د تخلیې ترتیبات.
شیخ محمد په سپټمبر کې پر قطر د اسرائیلو برید ته نغوته وکړه او هغه یې ښکاره ډیپلوماټیکه سرغړونه او د منځګړیتوب له اصولو سرغړاوی وباله: « کله، چې یو منځګړی د یوې خوا لهخوا بمبارډ شي؛ دا بې ساری کار دی او اخلاقي عمل نهګڼل کېږي».
هغه د غزې د بیا رغونې په اړه، چې د اسرائیلو د دوه کلنې جګړې له کبله ویجاړه شوې؛ وویل: د بیا رغونې مسوولیت د هغه چا پر غاړه دی، چې ویجاړۍ یې کړې، نه پر قطر: « مونږ د خلکو د رنځ په کمولو کې هر ډول هڅې کوو؛ خو نشو کولی د هغو ویجاړو شویو ودانیو د بیا رغونې چک ورکړو، چې نورو ورانې کړې دي» .
شیخ محمد د نړیوالې ټولنې په دوهګوني سیاست هم نیوکه وکړه او وایي: « که له روسیې غوښتل کیږي، چې اوکراین بېرته ورغوي؛ نو ولې ډېر هېوادونه د غزې د بیا رغونې په اړه اسرائیل مسوول نه ګڼي؟»
هغه په ډاګه کړې، چې قطر په هېڅ راز د فلسطینیانو د جبري ایستلو ملاتړ نهکوي او وایي : «هغوی د پاتې کېدو حق لري او نهغواړي خپل هېواد پرېږدي. هېیوک حق نلري هغوی بېځایه کړي یا پرزور وتلو ته اړ کړي.»
د دوحې درویشتمه غونډه د ۱۶۲ هېوادونو له شاوخوا ۵ زره ګډونوالو، ولسمشرانو، لومړي وزیرانو ، د بهرنیو چارو وزیرانو او نړیوالو کارپوهانو پر ګډون د بحرانونو د حل، بشري کړکېچونو، نړیوالې حکومتولۍ او اقتصادي بېثباتۍ موضوعات وڅېړل.
دا په داسې حال کې ده، چې میرمن کلنټن او یو شمېر لویدیځ چارواکي تل په نړیوالو غونډو کې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د پالیسیو په اړه نیوکه کوي؛ خو اسلامي امارت پر ځلونو ویلي، چې د ښځو شرعي حقونه تضمین شوي او د حکومت په توګه دوی د بهرنیانو کلتور نشي منلی.
