لوبی

له هند سره شل‌آوریزو سیالیو ته چمتو یوو- ابراهیم ځدراڼ

ابراهیم ځدراڼ له هند سره د شل‌آوریزو لوبو له پیل مخکې خبري غونډې ته ویلي، چې د لوبډلې ډېری لوبغاړي په وروستیو میاشتو کې له بېلابېلو سیالیو برخمن ول او له ښه لوبیز چمتووالی او تجربه لري.

Published

on

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ويلي، لوبغاړي یې له هند سره راتلونکو لوبو ته چمتو دي او په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې د هغوی تجربه به د شل‌آوریزو لوبو پیاوړې برخه وي.

ابراهیم ځدراڼ له هند سره د شل‌آوریزو لوبو له پیل مخکې خبري غونډې ته ویلي، چې د لوبډلې ډېری لوبغاړي په وروستیو میاشتو کې له بېلابېلو سیالیو برخمن ول او له ښه لوبیز چمتووالی او تجربه لري.

نوموړي زیاته کړې، شل‌‌آوریزه بڼه د افغانستان د لوبغاړو لپاره له غوره بڼو څخه ده؛ ځکه هغوی په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې لوبېدلي او له بېلابېلو مهمو سیالیو څخه یې د تجربې ترلاسه کولو ډېر فرصتونه لرلي دي.

د افغانستان لوبډلمشر ویلي:« زمونږ لوبغاړي چمتو دي او په دې بڼه کې ښه وړتیا لري. هغوی په لیګونو او نړیوالو سیالیو کې د لوبېدا ډېره تجربه لري او ډاډه یم، چې د خپل هېواد لپاره به ښې لوبې وکړي.»

ځدراڼ زیاته کړې،  افغانستان تر اوسه په شل‌آاوریزو سیالیو کې هند ته ماتې نه‌ده ورکړې؛ خو لوبډله یې هڅه کوي، چې دا ځل فشار راکم او پر خپلو وړتیاوو داوڅرخیږي او خپله غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.

نوموړي ویلي؛ د افغانستان موخه دا ده، چې لوبې د ځان لپاره ستونزمنې نه‌کړي او د تېرو پایلو پر ځای پر خپلو شته وړتیاوو ټینګار وکړي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر له هند میشتو افغان مینه‌والو هم غوښتي، چې د ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره د سیالیو نندارې ته ورشي.

هغه ویلي، د مینه‌والو حضور او هڅونه لوبغاړو ته ډېره انرژي ورکوي او ملي لوبډله به په دې سیالیو کې د خپلو هېوادوالو له ملاتړ څخه ډېره خوشحاله شي.

افغانستان هیله لري، چې په نړیوالو لیګونو کې د خپلو لوبغاړو پر تجربه او د مینه‌والو پر پراخ ملاتړ پر تکیه کولو د هند پر وړاندې پیاوړې لوبه وکړي او په دې بڼه کې د لومړي ځل لپاره دې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

Trending

Exit mobile version