تازه خبرونه

له هند سره له د يپلوماتیکواړیکو وروسته دفاعي‌ اړیکو ته‌ هم چمتو یوو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د د فاع وزارت چارسمبالي ويلي، چې د هند پر مخ یې دروازې خلاصې دي‌ او د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونکارول شي.

د ملي‌ دفاع وزارت چارسمبالي ملا‌ محمد یعقوب مجاهد تازه له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د هند په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

د مولوي محمد یعقوب مچاهد په خبره؛ دوی له هند سره په لومړي‌ سره کې پراخې د يپلوماتیکې اړیکې غواړي‌ او بیا له دې هېواد سره په نظامي برخه کې هم د اړیکو ټينګولو ته چمتووالی لري.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي: زه له تاسې او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ژمنه کوم، چې د افغانستان  خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. مونږ اجازه نه ورکوو، چې  پاکستان او هند د افغانستان خاوره د یو او بل پر ضد و کاروي. مونږ له دواړو هېوادونو سره دوستانه اړيکې غواړو او د دواړو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه هم نه کوو.

د دفاع وزارت سرپرست ویلي، چې هند تل له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او تمه لري، چې د سیاسي او ديپلوماتیکو اړیکو له ټينګولو وروسته په اقتصادي او پوځي برخه کې هم د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ پراخې شي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ له هند څخه ډېرې هیلې لرو، لکه څنګه، چې یې په تېر کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي. که هغه نظام وي او که هغه اقتصاد، مونږ د همکارۍ غوښتنه کوو

د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت له االقاعده سره هیڅ ډول اړیکي نلري او هغه خبرونه يي هم بې بنسټه وبلل، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت په اړه خپاره شوي.

هغه وایي: له هر څه لومړی غواړم د القاعدې په اړه وغږیږم، مونږ د پخوا په څېر له القاعده سره هیڅ تړاو نلرو. دا د تېر وخت خبره وه، عربي هېوادونو پناه واخیسته او لکه څنګه، چې مو په دوحه کې له امریکا سره هوکړه وکړه. افغانستان به بیا د امریکا او متحدینو پر ضد ونه کارول شي؛ خو څه وخت وړاندې امريکا ادعا وکړه، چې القاعده ډله په افغانستان کې يو ځل بيا وده کوي، دا خبره رښتيا نده او له امريکا څخه غوښتنه کوو، چې زمونږ له هېواد سره دوستانه اړيکې وپالي.

د ملي‌ د فاع وزارت چارسمبالي دغه راز له امریکا سره هم  د اړیکو پر څرنګوالي‌ خبرې وکړې  او زیاته وي، چې له امریکا سره د هر راز د يپلوماتیکو او سیاسي‌ اړیکو غوښتونکي‌ دي‌ او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې د خنډونو له جوړولو هم ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version