تازه خبرونه
له هند سره له د يپلوماتیکواړیکو وروسته دفاعي اړیکو ته هم چمتو یوو
د افغانستان اسلامي امارت د د فاع وزارت چارسمبالي ويلي، چې د هند پر مخ یې دروازې خلاصې دي او د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونکارول شي.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي ملا محمد یعقوب مجاهد تازه له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د هند په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د مولوي محمد یعقوب مچاهد په خبره؛ دوی له هند سره په لومړي سره کې پراخې د يپلوماتیکې اړیکې غواړي او بیا له دې هېواد سره په نظامي برخه کې هم د اړیکو ټينګولو ته چمتووالی لري.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي: زه له تاسې او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ژمنه کوم، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. مونږ اجازه نه ورکوو، چې پاکستان او هند د افغانستان خاوره د یو او بل پر ضد و کاروي. مونږ له دواړو هېوادونو سره دوستانه اړيکې غواړو او د دواړو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه هم نه کوو.
د دفاع وزارت سرپرست ویلي، چې هند تل له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې او تمه لري، چې د سیاسي او ديپلوماتیکو اړیکو له ټينګولو وروسته په اقتصادي او پوځي برخه کې هم د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ پراخې شي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ له هند څخه ډېرې هیلې لرو، لکه څنګه، چې یې په تېر کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي. که هغه نظام وي او که هغه اقتصاد، مونږ د همکارۍ غوښتنه کوو
د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت له االقاعده سره هیڅ ډول اړیکي نلري او هغه خبرونه يي هم بې بنسټه وبلل، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د فعالیت په اړه خپاره شوي.
هغه وایي: له هر څه لومړی غواړم د القاعدې په اړه وغږیږم، مونږ د پخوا په څېر له القاعده سره هیڅ تړاو نلرو. دا د تېر وخت خبره وه، عربي هېوادونو پناه واخیسته او لکه څنګه، چې مو په دوحه کې له امریکا سره هوکړه وکړه. افغانستان به بیا د امریکا او متحدینو پر ضد ونه کارول شي؛ خو څه وخت وړاندې امريکا ادعا وکړه، چې القاعده ډله په افغانستان کې يو ځل بيا وده کوي، دا خبره رښتيا نده او له امريکا څخه غوښتنه کوو، چې زمونږ له هېواد سره دوستانه اړيکې وپالي.
د ملي د فاع وزارت چارسمبالي دغه راز له امریکا سره هم د اړیکو پر څرنګوالي خبرې وکړې او زیاته وي، چې له امریکا سره د هر راز د يپلوماتیکو او سیاسي اړیکو غوښتونکي دي او له دغه هېواده یې غوښتي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې د خنډونو له جوړولو هم ډډه وکړي.
تازه خبرونه
یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مړینې له ګواښ سره مخ دي- یونیسف
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له سختې او ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او که بېړنۍ پاملرنه ورته ونهشي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف د سېشنبې پر ورځ ویلي، چې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له ډنګرېدا یا حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالي ویلي، شاوخوا یو میلیون ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي، چې د حادې لوږې له تر ټولو خطرناکو بڼو څخه ده.
هغه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې:« که درملنه یې ونهشي او هڅې چټکې نهکړو، یو میلیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ کیږي.»
ایوالي زیاته کړې، په ټول افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د خرابېدا په حال کې دی او د روان کال له پیل راپدېخوا له ۵۰۰ زره څخه ډېرو ماشومانو د منځنۍ او سختې خوارځواکۍ له ګبله په روغتونونو کې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا پیدا کړې ده.
د یونیسف د څرګندونو له مخې: نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان، چې د سختې خوارځواکۍ او له هغې سره د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله په روغتونونو کې بسترېږي؛ له شپږ میاشتو کم عمره ماشومان دي. همداراز له دوه کلونو کم عمره ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ۸۰ سلنې څخه ډېر دي.
ایوالي ویلي، خوارځواکي په افغانستان کې د کمعمره ماشومانو د مړینې په زیاتېدا کې مهم رول لري.
دې وضعیت پر روغتونونو هم فشار زیات کړی دی.
د تېر کال په جولای کې د سختې خوارځواکۍ شاوخوا ۶ زره پېښې ثبت شوې وې؛ خو د سږ کال په جولای کې دا شمېر نږدې یو پر درېیمه برخه زیات شوی او له ۸ زره اوښتی دی.
ایوالي ویلي، د افغانستان په ځینو سویلي سیمو کې روغتونونه اوس په هره موجوده بستره کې درې یا څلور سخت خوارځواکي ماشومان مني.
تازه خبرونه
د بګرامۍ او چارآسیاب ولسوالۍ د کابل ښار ناحیې کیږي
د کابل ښاروالۍ یوه چارواکي نعمتالله بارکزي بيبيسي ته ویلي، کابل په وروستیو کلونو کې هم د ښار د پراختیا او هم د لوړپوړیو ودانیو د جوړولو له پلوه د پام وړ وده کړې ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي له کویټي سوداګریز شرکت سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د کویټ د السایر سوداګریز شرکت له اجرائیوي مرستیال محمد ناصر السایر سره د افغانستان پر اوسني وضعیت، امنیت، ثبات او د سوداګرۍ او پانګونې رامنځته شویو فرصتونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د افغانستان او کویټ اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.
ناصر السایر هم افغانستان ته له خپل سفر خوښي څرګنده کړه او وایي، چې غواړي له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پیل کړي.
هغه ویلي، چې شرکت یې پلان لري له افغانستان څخه کویټ او نورو بازارونو ته وچې او تازه مېوې صادرې کړي.
دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډې همکارۍ پر پیاوړتیا، د تګ راتګ پر آسانتیا او په افغانستان کې د شته پانګونې فرصتونو پر اغېزمنې کارونې ټینګار وکړ.
-
لوبی5 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه4 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه3 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
نړۍ1 day agoایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
