تازه خبرونه
له هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
اسلامآباد تل د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان پر ضد د خاورې پر کارولو تورن کړی؛ خو کابل دا تور پرلهپسې رد کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سېشنبې پر ورځ( د لړم دیارلسمه / د نومبر څلورمه ) په استانبول کې د اسلامآباد او کابل ترمنځ له اړینو خبرو اترو مخکې هیله څرګنده کړې، چې کابل او اسلامآباد کولی شي د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
اسلامآباد تل د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان پر ضد د خاورې پر کارولو تورن کړی؛ خو کابل دا تور پرلهپسې رد کړی دی.
تېره میاشت پاکستان او افغانستان له سختې جګړې وروسته په دوحه کې د اوربند هوکړه لیک لاسلیک کړ. ټاکل شوې، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اوربند او سولې د رامنځته کولو پر وروستی میکانیزم د دوهیمې ناستې له بې پایلې پای ته رسېدو وروسته؛ د نومبر پر شپږمه په استانبول کې درېیمه ناسته جوړه شي.
اسحاق ډار د سنا غونډې ته ویلي: “زه د هغو کسانو په ډله کې یم، چې غواړي له افغانستان، ایران او ټولو ګاونډ هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولري. دا د پاکستان په استازیتوب زما مسوولیت دی. زما هیله او دعا دا ده، چې دا مسلې د همغږۍ له لارې حل شي او مونږ یو بل سره مرسته وکړو.”
ډار پرته له دې، چې د چا نوم واخلي؛ د عمران خان پر مشرۍ پخواني حکومت له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د خبرو او دې جنګیالیو ته په سیمه کې د بیا راټولېدو د فرصت ورکولو له کبله”لویه تېروتنه” وبلله.
هغه ټینګار وکړ: “مونږ باید متحد شوو، چې دا ډول تېروتنې بیا تکرار نشي؛ دا مهمه نده، چې حکومت زمونږ دی یا د بل چا.”
دغه راز اسحاق ډار په سنا کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان ته د پاکستاني چارواکي سفر، چې په کې هغه ویلي وه: “زه یوازې د یوې پیالې چای څښلو لپاره راغلی یم،” پاکستان ته ډېره ګرانه بیه پرې کړه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ همغه سفر د سرحدونو د پرانیستلو، د ټيټيپي د تښتېدلوغړو د بېرته راستنېدا او له سلګونو څخه زیاتو وسلوالو د خوشې کیدو لامل شو، چې مخکې یې د پاکستان بیرغ سوځولی و.
اسحاق ډار زیاته کړې؛ دا یوه لویه تېروتنه وه او باید تکرار نشي.
هغه خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ ترهګریز بریدونه او تلفات زیات شوي دي.