Connect with us

سوداگري

له هېواده د پسونو د وړیو قاچاق به د غالیو صنعت زیانمن کړي

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰

د افغانستان دغالیو تولیدوونکيو سرتاسري  ټولنې څرګنده کړې؛ له ماليې وزارت غوښتنه شوې، چې په ګمرکونو کې له هېواده د وړیو د قاچاق مخه ونیول شي.

د افغانستان  دغالیو تولیدوونکي وايي؛ د پسونو وړۍ، چې په غزني، زابل، فراه، کندهار او هلمند کې یې مالداران تولیدوي له افغانستان نه ګاونډ هېواد پاکستان او هند ته قاچاق کیږي او کورني تولیدونکي د اومو توکو له کمښت سره مخ دي.

دوی وايي، که د خپلو غالیو لپاره  د عراق او سعودي عربستان د وړیو له  تارونو کارواخیستل شي، چې هغه ورته څو برابره په لوړ قیمت تمامیږي.

د افغانستان د غالیو تولیدوونکی محمدنعیم ولي زاده وایي؛ زمونږ د هېواد د غالیو وړۍ پاکستان او هندوستان ته قاچاق کیږي؛ خو مونږ بیا د خپلو غالیو د اوبدلو لپاره له عراق او عربستان څخه د تار د راوړلو لپاره اړ کیږو.

د افغانستان د غالیو تولیدوونکیو  ټولنې مشر نور احمد نوري وایي: همدا اوس د یوه مټر مربع غالیو په تولید کې ۶۰۰ افغاني قیمت لوړ شوی؛ ځکه، چې مونږ خپله له نورو هېوادونو تار واردوو خپلې وړۍ مو نورو هېوادونو ته قاچاق کیږي.

د افغانستان د ماليي وزارت ويلي، چې ټولو ګمرکونو ته به خبر ورکړي، چې د وړیو په ګډون بهر ته د ټولو هغو توکو د صادراتو مخه ونیسي، چې په کورنیو تولیداتو کې کارول کیږي.

د ماليي وزارت ویاند احمد ولي حقمل وایي؛ د افغانستان اسلامي امارت به صنعت کارانو او صادروونکيو لپاره وخت ته اړتیا ده، چې دا بهیر به لږ وخت ونیسي او مونږه به دا ستونزه ژر حل کړو او قاچاق مخنیوی به هم وکړو.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که حکومت دغالیو سکتور ته جدي پاملرنه ونکړي؛ نو ښايي دا سکتور په هېواد کې له منځه ولاړ شي.

سوداگري

افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

Published

on

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.

دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.

د لاجورد دهلیز یوه سیمه‌ییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ  ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.

د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.

Continue Reading

سوداگري

د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

Published

on

  د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:

د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه

د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه

د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه

د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه

په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!