Connect with us

نړۍ

له ټرمپ سره له ناندریزې ناستې وروسته زیلینسکي د انګلیستان له تود هرکلی سره مخ شو

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د شنبې پر ورځ له زیلینسکي او ټرمپ سره خبرې وکړې او د جمعې د ورځې له ناندرې وروسته یې په یوه مرکه کې له داواړو لوریو د زغم غوښتنه وکړه.

خپور شوی

د

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره له ناندریزې ناستې وروسته د شنبې پر ورځ بریټانیا ته ولاړ او د دې هېواد د لومړي وزیر کییر سټارمر له‌ تود هرکلی او ملاتړ سره مخ شو.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د شنبې پر ورځ له زیلینسکي او ټرمپ سره خبرې وکړې او د جمعې د ورځې له ناندرې وروسته یې په یوه مرکه کې له داواړو لوریو د زغم غوښتنه وکړه.

د بریټانیا له لومړي وزیر سټارمر سره د زیلېنسکي ناسته د اروپایي مشرانو له سرمشریزې مخکې تر سره شوه؛ ځکه، چې نوموړی به د یکشنبې پر ورځ د اوکراین د سولې پلان په اړه په دې کې ناسته کې خبرې وکړي.

دغه راز مخکې له دې، چې زیلینسکي له سټارمر سره وګوري؛ په «ډاونینګ سړک» کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو.

سټارمر زېلېنسکي ته وویل: «هیله ده، چې په سړکونو کې مو د خلکو تود هرکلی لیدلی وي؛ دا د خوښیو څرګندنې د بریټانیا د خلکو ملاټړ ښیي. د بریټانیا خلک او مونږ درسره ولاړ یوو».

سټارمر زیلینسکي ته دا ډاډ هم ورکړ؛ مونږ به تر هغې، چې اړتیا وي له تاسې او اوکراین بشپړ ملاتړ کوو او تر څنګ مو دریږو”.

زیلینسکي د شنبې پر ورځ ویلي، چې له سټارمر سره یې د اوکراین د دریځ د پیاوړتیا او د باور وړ امنیتي تضمینونو ترلاسه کولو په اړه ” اړینې او تودې” خبرې او بحث کړې دی.

زیلینسکي د ټیلیګرام په اپلیکیشن کې ولیکل: ” زمونږ د خبرو اترو په بهیر کې له ننګونو سره د اوکراین او ټولې اروپا د مخامخ‌کېدا د ننګونو، همغږۍ او د اوکراین د دریځ د پیاوړتیا لپاره د کوټلو ګامونو او د باوري امنیتي تضمینونو او په عادلانه ډول د جګړې د پای ته رسولو په اړه بحث وکړ.”

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!