Connect with us

تازه خبرونه

له ځغاستلیکې د وتلې هندي الوتکې د مړو شمېر ۱۸ ته پورته شو

خپور شوی

د

Last Updated on: زمری ۱۸, ۱۳۹۹

تېره شپه د هند د سویلي ایالت د کیرالا په کالیکوټ هوایي ډګر کې د ایر اندیا ایکسپریس یوه مسافر وړونکې الوتکه د کښته کیدو پرمهال دوه ټوټې شوې، چې لږ تر لږ په کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

په دې پېښه کې ۱۳۲ کسان نور ټپیان دي، چې د ۱۶ روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

رویترز راپور ورکړی؛ دغې ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکې ۱۹۰ هغه کسان کسان له دوبۍ څخه هندوستان ته رالیږدول، چې په نړۍ کې پر کورونا ناروغۍ اخته شوي وه.

دغه مسافر وړونکې الوتکه د کښته کیدو پر مهال له ځغاستلیکې وتلې او دوه ټوټې شوې ده.

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې په پېښه کې پیلوټ او همکار یې هم مړه شوي دي.

یوه هندي چارواکي ویلي، چې د الوتکې د کښته کیدو په وخت کې اورښت وریده.

د پېښې علت تر دې دمه معلوم شوی ندی؛ خو هندي چارواکو ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

تازه خبرونه

د افغانستان ټرافیکو نوي موټر ترلاسه کړل

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ټرافیکو عمومي ریاست ته د ۲۸ نویو موټرو د سپارلو په مراسمو کې ویلي، چې وزارت د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندیز کړی، چې د پېښو د مخنیوي لپاره د افغانستان ټول ټرافیکي سیسټم ډیجیټل شي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۴

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست ته د یو شمېر نویو او عصري موټرو د سپارلو اعلان وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ټرافیکو عمومي ریاست ته د ۲۸ نویو موټرو د سپارلو په مراسمو کې ویلي، چې وزارت د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندیز کړی، چې د پېښو د مخنیوي لپاره د افغانستان ټول ټرافیکي سیسټم ډیجیټل شي.

هغه زیاته کړې، چې له وروستیو اقداماتو سره، د ټرافیکي پېښو له کبله د مرګ او ژوبلې شمېر، چې پخوا هره ورځ له ۲۸ څخه تر ۳۰ پورې و؛ اوس په میاشت کې نږدې ۲۸ ته راټیټ شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نوي موټر، چې ځانګړی رنګ، نښې او د ټرافیک پولیسو لپاره خپل اړوند تجهیزات لري؛ په ښارونو او لویو سړکونو کې به د ټرافیکي نظم د ډاډمنولو، د پېښو مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدماتو په وړاندې کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې د ټرافیکو ریاست ته د ۲۸ نویو موټرو سپارل د دې بهیر لومړی پړاو و او په راتلونکي کې به ۶۰ نور موټرهم دې ریاست ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر له عرفات جمال سره د کډوالو پر اړوند چارو خبرې وکړې

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ له استازي عرفات جمال سره راستنو شویو افغانانو ته د اړینو مرستو رسولو او په کاري ساحه کې د خنډونو لرې کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې، چې تېره ورځ ترسره شوې عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت له همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې کونړ ته د ورستنو شویو د اړتیا وړ سلګونه خیمې چمتو شوي او ژر به سیمې ته ولیږل شي.

عرفات جمال په نړیواله کچه د بشري مرستو کمېدا ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي، چې هڅه کوي د افغان راستنو شویو د لاسنیوي لپاره اړینې مرستې راجلب او بدیلې لارې ولټوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمیشنرۍ استازي یادونه کړې، چې ځينې راستانه شوي افغانان مدني اسناد نلري او د اړینو اسنادو په وېش کې یې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ ټېنګار وکړ او د څو اړینو مسلو په اړه یې خپل وړاندېزونه وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ مولوي عبدالکبیر د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو له مرستو او همکاریو د څخه د مننې پر مهال ویلي؛ د ژمي له راتګ سره د اسلامي امارت له‌خوا راستنو شویو ته پر خوراکي توکو سربـــېره د نغدي مرستو لړۍ هم پیل شوې، چې نړیوال باید بشري مرستې پر سیاسي مسایلو پورې ونه‌تړي.

ویل کیږي، چې مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د بېلابېلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او شریکو شویو وړاندېزونو ته یې د رسېدنې ډاډ څرګند کړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا عدلیې وزارت رحمن‌الله لکڼوال ته د اعدام غوښتنه کوي

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

Published

on

د امریکا عدلیې وزارت ویلي؛ غواړي رحمن‌الله لکڼوال ته، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور تورن شوی؛ د اعدام سزا ورکړ شي.

لکنوال روانه اوونۍ فډرالي محکمې ته حاضر شو؛ خو د هغو ۹ تورونو، چې په کې د لومړۍ درجې قتل هم شته، له ‌منلو ډډه وکړه.

څارنوالانو قاضي ته ویلي؛ دوی هغه تورونه غواړي وڅاري، چې پایله یې د اعدام حکم دی.

رحمن‌الله لکڼوال امریکا ته له کډه کېدا مخکې په افغانستان کې له امریکايي ادارو سره کار کړی دی.

هغه د امریکا د ملي ګارډ پر دوه غړيو د ډزو پر شک نیول شوی، چې یو یې ووژل شو.

ټاکل شوې، چې د لکنوال د محاکمې بله ناسته په می کې ترسره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!