Connect with us

تازه خبرونه

له کرونا ۲۰ افغانان مړه او ۶۶۴ نوې پېښې ثبت شوي

خپور شوی

د

د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې؛ له تېرې یوې شپې او ورځې راپدیخوا په هېواد کې له کرونا ویروسه ۲۰ کسان مړه او ۶۶۴ تازه پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې له کرونا ویروسه رامنځته شوی بحران او ګواښونه ورځ تر بلې مخ پر ودې روان دی او په ښکاره وضعیت د حکومت له مدیریته وتلی دی.

د کابل ښار په ډېرو واټونو کې د عادي وخت په شان ګڼه ګوڼه ده او ډېر لږ خلک روغتیایي سپارښتنو ته پام کوي.

د کابل والي د کرونا پر وړاندې د خلکو بی پروایي د خواشینې وړ ګڼي او وایي جبري ځواک په داسې شرایطو کې کار نه ورکوي.

کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي: ۹۰ سلنه هېوادوال روغتیاي سپارښتنو ته پاملرنه نه کوي او د حکومت جبري ځواک هم په دې اړه بېوسي ښیي.     

له کرونا سره د مبارزې د پوهاوي کمیټې غړې بینظیربکتاش څرګندوي، چې د یو شمېر رضاکارانو پر ملتیا یې په ښار کې د کرونا د ګواښونو په اړه د پوهاوي پروګرام پیل کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د یوې شپې او ورځې د موندنو له مخې؛ په هېواد کې د کرونا ۱۲۱۱ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۶۶۴ ترې مثبت ثابتې شوي او کابل اوس هم د ټولو ولایتونو په سر کې دی او له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۷۶۶ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند حقمل سمسور زیاته کړې؛ هر څوک، چې د کرونا نښې ولري، تسټ ته اړتیا نلري.  

  دغه راز د هرات ولایتي شورا غړي او مدني فعالان د عامې روغتیا وزارت مدیریت کمزوری ګڼي او وایي د برنامې نشتوالي او د محلي ادارې ناغیړیو د هرات شرایط بحراني او ګواښوونکي کړل.

د هرات اوسیدونکیو ویلي، د هرات ولایت په روغتونونو کې د کرونا ویروس د تسټ دریدو او د اکسیجن نشتوالي خلک اندېښمن کړي او د مړینې کچه ورسره لوړه شوې ده.

د هرات د عامې روغتیا ریاست په ډاګه کړي؛ په کابل کې تسټ کیتونه شته، خو د الوتکو د پروازونو د دریدو له کبله تراوسه دغه ولایت ته ندي رالیږل شوي.

د یادونې ده، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې یوازې هغه کسان تر درملنې لاندې نیول کیږي، چې د کرونا اصلي نښې ولري.

تازه خبرونه

په کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

Published

on

د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

دغه راز په شلتن، مروره، اسد آباد ښار شاوخوا او نورو سیمو کې لسګونه نور توغندي هم لګیدلي؛ خو د سپین غر د څرګندونو له مخې، خلکو ته په کې ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

سیمه‌ییزو چارواکو د افغان ځواکونو له‌خوا د غچ اخیستونکو بریدونو راپور هم ورکړی، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.

Published

on

اروپایي ټولنې او د هغې غړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د پېنځه‌نویمې دایمي کمیټې په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو غوښتنه کړې او د خبرو اترو او د نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.

دغه راز ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښلو یا برید لپاره ونه‌کارول شي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې د هېواد دننه د فعالو وسلوالو ډلو پر وړاندې اغېزمنې هڅې وکړي.

اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او په نړیوالو بنسټونو کې یې د ښځو کاري محدودیتونه هم روښانه کړل.

دغه راز په تېرو دوه کلونو کې بله راپورته شوې مسله له ایران او پاکستان څخه د څه نا څه څلور میلیون افغانانو راستنېدا ده، چې د افغانستان پر نازک اقتصاد او عامه خدماتو یې اضافي فشار راوړی دی.

ویل کیږي ، چې اروپايي ټولنې د جبري ایستنې په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې او د پناه غوښتنې حق او د نه شړلو اصل ته د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو تر لوی اختر پورې د اوربند غځولو غوښتنه وکړه

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

Published

on

د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوې ډلې د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې لنډمهاله اوربند، چې د کوچني اختر لپاره اعلان شوی و؛ تر لوی اختر پورې وغځوي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان ۱۱ دیني عالمانو او د افغانستان ۱۱ دیني عالمانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له دې نوښت څخه یې موخه د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د کړکېچ لپاره د دوامدارې او باعزته حل لارې پرمخ وړل دي.

دغو عالمانو له پاکستاني او افغان چارواکو وغوښتل؛ اوربند دې وغځوي، چې حاجیان په سوله‌ییز چاپېریال کې حج او عبادات تر سره کړي.

دوی زیاته کړې، چې دا “د سولې نوښت” د اوربند له غوښتنې ورهاخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله مسلو د حل لپاره پراخې ډیپلوماټیکې او ټولنیزې هڅې رانغاړي.

عالمانو هیله څرګنده کړې، چې د دوی هڅې به د ښکېلو خواوو لپاره د منلو وړ حل لارې ته لار اواره کړي او د تلپاتې ثبات او سیمه‌ییزې سولې لپاره به د بنسټ په ایښودلو کې مرسته وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!