سوداگري
له ۱۲ تنو ډېر مغزي جلغوزي اروپا ته صادر شوي
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې په لومړي ځل د مغزي جلغوزيو څه باندې دوولس ټنه اروپا ته صادر کړیدی.
یوه خصوصي شرکت د مغزي جلغوزیو شاوخوا ۱۲ ټنه له پروسس وروسته جرمني ته د لیږلو لپاره چمتو کړي دي. که څه هم تر اوسه د صادروونکیو د صادراتو ستونزې په بشپړه توګه حل شوې نده؛ خو د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې د صادراتو ریاست مسوولین وايي، چې د ۵۰۰ زره امریکايي دالرو پر ارزښت دا مغزي جلغوزي به د اسلام کلا له بندر څخه ایران ته او بیا ترکیې ته ولېږدول شي.
د هرات صادراتي شرکتونه د هېواد له بېلابېلو ولايتونو جلغوزي راټولوي او له پروسس وروسته يې د نړۍ بازارونو ته صادروي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال سید مسعود سادات ویلي؛ د لویديځ زون د صادروونکیو اتحاديه هر کال شاوخوا د ٢٥٠ ميليون دالرو پر ازښت بېلابېل توکي آسيايي او اروپايي هېوادونو ته صادروي.
د هېواد د لویديځ زون د صادروونکیو ټولنې مرستیال محمود اکرمي وايي؛ هر کال د وچې او تازه میوې او حيواني محصولاتو په ګډون له پنځوسو ډېر بېلابېل توکي بهر ته صادريږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې زیاتره صادرات د هېواد له لویدیځو سیمو څخه ترسره کېږي.
د هرات د صنایعو او سوداګرۍ رییس بشیر احمد سیرت وايي، چې بهرنيو هېوادونو ته د هېواد د لوړ کيفيت لرونکو توکو د صادراتو د زياتوالي لپاره هڅې روانې دي. د هېواد له لوېدیځو سیمو څخه ډېر توکي بهر ته صادرېږي؛ خو د دغه وضعیت د ښه کېدو لپاره نورو ډېرو هڅو ته اړتیا ده.
دا مهال شاوخوا ۱۲۰ شرکتونه د وچې او تازه میوې، د طبي بوټو، حیواني محصولاتو او جلغوزیو په صادراتو بوخت دي او په سلګونو کسان په دغو شرکتونو کې کار کوي.
سوداگري
افغانستان او قرغزستان د ګډې سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په بېشکک ښار کې د افغان ـ قرغز سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.
د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
په قرغزستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت شته او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هم دواړو هېوادونو ته ګټه لري.
د یادونې ده، چې په افغان ـ قرغز فورم کې د افغانستان او قرغزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوادګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.
سوداگري
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او تجارتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونې فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هوکړهلیک په نوي ډیلي کې د دې فډراسیون د عمومي منشي سارب سانیال او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس سید کریم هاشمي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د سید کریم هاشمي پر مشرۍ د افغانستان پلاوي هم د یاد فډراسیون له رییس نیرمل کومار مینډا او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د زیاتوالي او د خصوصي سکټور د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې فډراسیون ویلي، چې دا هوکړهلیک د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا، د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د نورو ډېرو فرصتونو د برابرولو لپاره لاسلیک شوی دی.
دې بنسټ همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان او هند د سوداګریزو ټولنو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د نویو همکارۍ فرصتونو رامنځته کولو ته ژمن دی.
سوداگري
قزاقستان له افغان شرکت سره د جست ډبرو د صادراتو تړون لاسلیک کړ
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د قزاقستان چارواکو ویلي، د دغه هېواد شالکیازینک شرکت په افغانستان کې له افغان ـ جرمن باختر شرکت سره د جست ډبرو د برابرولو تړون لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت د څرګندونو له مخې، دا تړون په کابل کې د «قزاقستان د سوداګرۍ خونې» د پرانیستې او د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوی دی.
د تړون له مخې، هر کال به شاوخوا ۳۰ زره ټنه د جست ډبرې له افغانستان څخه قزاقستان ته صادرېږي. د تړون ټول ارزښت ۱۸.۸۸ میلیون ډالر ښودل شوی او موخه یې شالکیازینک تولیدي فابریکو ته د خامو موادو برابرول دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، افغانستان پر پراخو اقتصادي فرصتونو لرونکي بازار بدلېږي او د کانونو، کرنې او رغونې په برخو کې د همکارۍ زمینه پراخېږي.
د رسمي څرګندونو له مخې، په ۲۰۲۵ز.کال کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۴۱ میلیون ډالرو اوښتې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ۳ میلیارډ ډالرو ته لوړه شي.
-
سوداگري5 days agoد افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoکه توغندي مو نهلرل، ایران به هم د غزې له برخلیک سره مخ شوی و- پزشکیان
-
International Sports21 hours agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
څار1 day agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
سیمه ییز خبرونه23 hours agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
-
تازه خبرونه2 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه21 hours agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
