سیمه ییز خبرونه
له ۲۰۱۴ كال وروسته به افغانستان له امنيتي بهران سره مخ نشي
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې په افغانستان كې يې خپل پروگرامونه داسې تنظيم كړي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان نوى حكومت له سياسي، اقتصادي او امنيتي بحران سره مخ نه شي.
د امريكا په بهرنيو چارو وزارت كې د افغانستان د څانگې مرستيال مصطفى پوپل د بلخ ولايت له خبريالانو سره په ټېلفوني كنفرانس كې افغانانو ته د راتلونكې په باب د امريكا د ډاډ پېغام استولى دى.
هغه له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو له وتو وروسته د افغانانو په منځ كې سر له اوسه راپورته شويو اندېښنو ته اشاره كړې او ويلي يې دي، چې امريكا نه غواړي له افغانستانه په بشپړه توگه بهر شي.
د هغه په وينا، امريكا هڅه كوي چې په افغانستان كې د تېرو لسو كلونو پرمختگونو ته وده وركړي.
نوموړى زياتوي، امريكا له افغان ولسمشر حامد كرزي څخه نوي ولسمشر ته د سياسي قدرت د لېږد مسئله ډېره حساسه بولي او امريكا په دې اړوند د ملگرو ملتونو ارزونې ته سترگې په لاره ده، تر څو له يوې خوا د افغانستان د راتلونكو شفافو ټاكنو پوره ملاتړ وكړي او هم له افغانستان سره د امنيتي همكاريو تړون، چې د ستراتيژيك سند مهمه برخه ده لاسليك كړي.
هغه زياته كړه، چې امريكا د افغانستان د ټاكنو له خپلواك كميسيون، افغان حكومت او ملگرو ملتونو سره په سلا مشورو لگيا ده تر څو د اساسي قانون او د خلكو له غوښتنو سره سم د ټاكنو په باب نوې پرېكړې وشي.
د ښاغلي پوپل په وېنا، امريكا د افغانستان د گاونډيو هېوادونو سره په همغږۍ په افغانستان كې خپل روښـانه اهداف تعقيبوي او د افغان حكومت او له افغانانو سره په تفاهم خپله ستراتېژي عملي كوي.
هغه همدارنگه وايي، په افغانستان كې اداري فساد تر ټولو لويه ستونزه ده، چې په دغه هېواد كې يې د امريكا د پروگرامونو د عملي كېدو مخه نيولې ده.