تازه خبرونه
متقي او کابلوف د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هر اړخیز بحث کړې دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امیر متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو له پراختیا هرکلی کړی او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدا او د سیاسي مشورو لپاره د منظم چوکاټ پر جوړېدا ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو د سیمې پر وضعیت، ثبات او امنیت ټینګار کړی او له ګاونډ هېوادونو سره یې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه اندونه تبادله کړل او د ګډو هڅو پر اړتیا یې ټینګار وکړ، چې د رغنده تعامل او سیمهییز ثبات لپاره زمینه برابره شي.
په دې غونډه کې ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر ستایلی او څرګندوي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري، په ځانګړي توګه د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانزیټ په برخو کې عملي ګامونه واخلي.
ویل کیږي، چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنستیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې او د سیمهییز ثبات ترڅنګ اقتصادي نښلېدا پراخه کړي.
تازه خبرونه
پرلهپسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق خطر زیات کړی ــ ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو پراخ جبري ستنېدا، د کوکنارو پر کرکیلې ولاړ اقتصاد کمزوري کېدا، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د خلکو زیانمنېدا څو برابره کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر او د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې پر مناسبت خبرداری ورکړی، چې پرلهپسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق او ښکېلاک خطر زیات کړی او د قربانیانو د مخنیوي، پېژندنې او ملاتړ لپاره یې د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو پراخ جبري ستنېدا، د کوکنارو پر کرکیلې ولاړ اقتصاد کمزوري کېدا، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د خلکو زیانمنېدا څو برابره کړې ده.
د دغو بنسټونو د موندنو له مخې، یوازې ۱۱ سلنه راستنېدونکي ثابت کار یا کار و بار لري. په داسې حال کې، چې ۵۶ سلنه کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نهلري. نږدې نیمایي راستنېدونکي د پورونو او مالي مرستو پر مټ ژوند کوي، چې دا وضعیت د انساني قاچاق، جبري کار او نورو ښکېلاکي او استثماري کړنو خطر زیاتوي.
دواړو بنسټونو ویلي، چې قربانیان اوس هم ناامن کار، جبري مزدوري، جنسي ښکېلاک، د غلامۍ ورته حالتونو او آن د بدن د غړو جبري ایستلو ته اړ ایستل کېږي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ ښځې، ماشومان، راستنېدونکي او پوروړې کورنۍ تر ټولو ډېر له دې ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر استازي پولیاک اوک سري ویلي، اوسنيو فشارونو د انساني قاچاق او ښکېلاک خطر ډېر کړی او د مخنیوي او ملاتړ د هڅو پیاوړتیا ته جدي اړتیا شته.
همداراز د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د افغانستان مشر میهیونګ پارک ویلي: د راستنېدونکو اوسنی شمېر د افغانستان د خلکو له وړتیا لوړ دی او که نړیواله ټولنه پراخ ملاتړ ونهکړي، ډېری راستنېدونکي به د کار، استوګنځي او بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ شي؛ هغه وضعیت، چې کولی شي خلک د انساني قاچاق د شبکو ښکار کړي.
دواړو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د سیمهییزو همکاریو، د ملاتړو خدمتونو، د پرلهپسې معیشتي فرصتونو او د خوندي کډوالۍ لارو پر پراختیا د انساني قاچاق د دې مخ پر زیاتېدونکي ګواښ د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
تازه خبرونه
څار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
تازه خبرونه
په پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.
د بېپولې ډاکترانو ټولنې ویلي؛ په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د نیولکېدا او ایستلکېدا له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي، چې له کبله یې روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.
بېپولې ډاکترانو ټولنې یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغان کډوال دې جبري ایستلو ته نه اړ کوي.
دې بنسټ له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
یادې ټولنې د نجیب نومي یوه افغان کډوال بېلګه هم یاده کړې، چې د ثبت د ثبوت معتبر کارت یې درلود؛ خو د پولیسو د عملیاتو پر مهال نیول شوی و. د راپور له مخې، دې پېښې د هغه پر امیندواره مېرمن سخت رواني اغېز کړی او نوموړې د بیا نیول کېدا له وېرې د درملنې له ځنډولو وروسته خپل ماشوم له لاسه ورکړی دی.
بېپولې ډاکترانو خبرداری ورکړی، چې د ایستلو روان کمپاین د کډوالو د عاید سرچینې هم ګډوډې کړې او ډېرې کورنۍ یې د بېوسۍ او نامعلوم راتلونکي له ګواښ سره مخ کړې دي.
د دې ټولنې ګرځنده روغتیايي ډلې سږ کال د بلوچستان په کوټه ښار کې د افغان کډوالو ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده. د ارزول شویو ماشومانو له ډلې ۳۳.۳ سلنه په حادې خوارځواکۍ اخته ول، چې ۷.۶ سلنه یې له سختې او ۲۵.۷ سلنه یې له منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ سره مخ ول.
د رغېدل شویو خوارځواکو ناروغانو نږدې ۹۰ سلنه افغان کډوال دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول.
پاکستان د ۲۰۲۳ز.کال په نومبر کې د افغانانو د بېرته ستنولو طرحه پیل کړه. په لومړي پړاو کې بېاسناده افغانان پر نښه شول؛ خو وروسته دا لړۍ د افغان تابعیت کارت او د ثبت د ثبوت کارت لرونکو ته هم وغځېده. د جولای پر لسمه پاکستاني چارواکو د هغو افغانانو د نیولو او چټکې ایستنې امر وکړ، چې معتبرې ویزې نهلري.
بېپولې ډاکترانو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د څرګندونو له مخې ویلي، چې تر اوسه له ۲.۵ میلیون ډېر افغانان د دغې طرحې له مخې له پاکستان څخه ستانه شوي، چې ډېری یې په خپله خوښه ستانه شوي نهدي.
بېپولې ډاکترانو د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې جبري ستنول وځنډوي او هر ډول بېرته ستنېدا پخپله خوښه، خوندي، باعزته او د نړیوالو بشري مکلفیتونو له مخې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري ایستل زیات شوي او هره ورځ زرګونه افغانان هېواد ته جبري ستنېږي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان وضعیت له پاکستان ښه دی؛ پاکستان مخ پر ډوبېدو دی ــ فضلالرحمن
-
تحول5 days agoتحول: منځنی ختیځ د نویو بدلونونو په درشل کې
-
لوبی4 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoپه کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې لاندې ده
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د ډیټا لېږد له لارې سویلي او منځنۍ آسیا سره نښلولی شي ــ ملا برادر
-
تازه خبرونه3 days agoپه سویس کې د افغانستان د اماني صندوق شتمني ۴.۲ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ــ انوارالحق احدي
-
څار5 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد کمرنګه اړيکې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول

