تازه خبرونه

متقي د اسلامي امارت له تګلارو د دفاع او له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه  

امیرخان متقي په روانه اوونۍ کې له بي‌بي‌سي سره د مرکې پر مهال د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، ژوندانه او د هغوی د حضوري محدودیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نیوکې رد کړې او څرګندوي، چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه سیاسي انګېزه لري.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ښځو او نجونو، بندیزونو او امنیت په اړه د اسلامي امارت له تګلارو دفاع کړې او له امریکا او نورو هېوادونو سره یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

امیرخان متقي په روانه اوونۍ کې له بي‌بي‌سي سره د مرکې پر مهال د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، ژوندانه او د هغوی د حضوري محدودیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه نیوکې رد کړې او څرګندوي، چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه سیاسي انګېزه لري.

هغه ویلي:« دا د افغانانو په حق کې بې‌عدالتي ده. دا یوه پلمه ده. پر افغانستان د بندیزونو لګولو لپاره هیڅ منطقي دلیل نشته.»

متقي استدلال کړی، چې د تېرو څو لسیزو د جګړو؛ د امریکا او ناټو په مشرۍ د شل کلنې جګړې پر پرتله د افغانستان اوسنی وضعیت ښه شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان شاوخوا ۴۰ کاله جګړه تېره کړې او اوس اسلامي امارت هڅه کوي، چې له ختیځو او لویدیځو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

متقي وایي:« له سیمه‌ییزو او ختیځو هېوادونو سره زمونږ اقتصادي او سیاسي اړیکې او د پانګونې په برخه کې همکاري ډېره پراخه شوې ده».

هغه زیاته کړې، چې له اروپايي هېوادونو سره په اړیکو کې هم پرمختګ رامنځته شوی دی.

هغه په بلجیم کې د افغان کډوالو په اړه وروستیو« تخنیکي خبرو» ته په نغوته کې ویلي؛ دا یو مثبت پرمختګ دی او اسلامي امارت هیله لري، چې راتلونکی به ښه‌وي.

متقي ومنله، چې رسمیت پېژندنه مهمه ده؛ خو د روسیې له‌خوا د اسلامي امارت رسمیت پېژندل یې یو مثبت پرمختګ وباله.

د ښځو په اړه د افغانستان تګلارو ته باید د هېواد د ارزښتونو له مخې وکتل شي

د ښځو پر محدودیتونو د یوې پوښتنې په ځواب کې امیرخان متقي ویلي، چې د افغانستان تګلارې باید د لویدیځو ارزښتونو او معیارونو پر ځای د افغانستان د کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو له مخې وکتل شي.

هغه وایي:« له ښځو سره چلند باید د لویدیځ د کلتور او دودونو له عینکو و نهارزول شي؛ د افغانستان ارزښتونه باید په پام کې ونیول شي.»

متقي ویلي، چې اوس‌مهال له درې میلیون ډېرې نجونې په ښوونځیو او دیني مدرسو کې زده‌کړې کوي او څرګندوي، چې په دیني مدرسو کې نجونې عصري مضامین هم زده‌کوي.

نوموړي زیاته کړې، له درې میلیون ډېرې نجونې تر شپږم ټولګي پورې په ښوونځیو کې زده‌کړې کوي او ښځینه ښوونکې هم د هغوی په زده‌کړه کې ونډه لري.

متقي د ښځینه‌وو د منځنیو زده‌کړو د محرومیت په اړه د ډیپلوماټانو او بهرنیو بنسټونو اندېښنې ومنلې او وایي، چې دا وضعیت ښايي په راتلونکې کې د ښځینه ښوونکو او ښځینه ډاکټرانو د کمښت لامل شي.

هغه څرګندوي:« دا رښتیا هم یوه ستونزه ده او ورته به پاملرنه وشي.»

متقي زیاته کړې، افغانستان اوس له دغه کمښت سره مخ نه‌دی او چارواکي هڅه کوي، چې په راتلونکې کې د دغه کمښت د رامنځته کېدا مخه ونیسي.

متقي په افغانستان کې د القاعده او بهرنیو وسله‌والو ډلو فعالیت رد کړ

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د القاعده او نورو بهرنیو وسله‌والو ډلو د فعالیت په اړه ادعاوې هم رد کړې.

هغه ویلي؛ اسلامي امارت به هیڅ ډلې ته اجازه ور نه‌کړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو د پلانولو لپاره کار واخلي او په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو د شتون ادعاوې یې تبلیغات وبلل.

متقي وایي:« تر اوسه هیچا هیڅ ډول ثبوت نه‌دی وړاندې کړی».

نوموړي د کوکنارو د کښت له منځه وړل او د امنیتي وضعیت ښه کېدل هم له هغو بدلونونو وبلل، چې د ده په وینا باید ورته پام وشي او پر رسمیت وپېژندل شي.

له واشنګټن سره د عادي اړیکو هڅې

متقي له امریکا سره د افغانستان د اړیکو په اړه ویلي، چې اسلامي امارت له واشنګټن سره د مثبتو او عادي اړیکو غوښتونکی دی؛ خو په افغانستان کې د بهرنیو پوځي ځواکونو شتون نه‌مني.

هغه ویلي، افغانستان د پراختیا په حال کې هېواد دی او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه شته؛ خو اسلامي امارت نه‌پوهیږي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې د امریکايي پانګه‌والو لېوالتیا څومره ده.

متقي ویلي: د شاوخوا شپږ میلیون افغانانو بېرته ستنېدو پر هېواد فشارونه زیات کړي؛ خو وایي، چې بېرته ستانه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړې، ډېری بېرته ستانه شوي کسان مسلکي کارکوونکي دي او اوس د افغانستان د پراختیا په بهیر کې ونډه اخلي.

سره له دې، چې د ښځو د حقونو، بشري اړتیاوو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه نړیوالې اندېښنې اوس هم دوام لري؛ متقي ویلي، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.

دا مرکه د بي‌بي‌سي د «د انټرویو» نومې خپرونې په چوکاټ کې ترسره شوې ده؛ دغه خپرونه د نړۍ له اغېزناکو څېرو سره د مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې کوي.

Trending

Exit mobile version