تازه خبرونه
متقي په افغانستان کې د داعش شتون رد کړ
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له ملي تلویزیون سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال ویلي؛ داعش په هېواد کې د پښې کېښودو ځای نهلري او نورو هېوادونو ته ګواښ نهشي پېښولی.
د نوموړي دا څرګندونې د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان مایکل کوریلا د هغو څرګندونو په غبرګون کې په ډاګه شوي، چې ویلي یې ول؛ داعش به په افغانستان کې له شپږ میاشتو څخه په کمه موده کې له دې هېواده بهر پر امریکايي او غربي ګټو برید وکړي.
کوریلا دا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ د سنا د وسلوالو خدماتو د کمیتې په غونډه کې کړي او څرګندوي، چې داعش په چټکۍ سره په اروپا او آسیا کې د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا ترلاسه کوي.
هغه ویلي؛ په آسیا او آروپا کې د بهرنیو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د داعش وړتیا مخ پر پراخیدو ده. داعش به په نږدې راتلونکي کې د امریکا پر خاوره ترهګریز بریدونه ونهکړي؛ خو په بهر کې سلګونه امریکايي اتباع د دغې ډلې له بریدونو سره مخ کیدی شي.
کوریلا د امریکا د سنا د وسلهوالو ځواکونو د کمیتې په غونډه کې اعتراف وکړ، چې له افغانستان څخه د امریکا د پوځونو له وتلو وروسته په د امریکا استخباراتي وړتیا ډېره کمه شوې ده. هغه هیله څرګنده کړه، چې د لوړې ارتفاع د څارنې تکنالوژیو ځواک په زیاتولو کې پانګونه وکړي. لکه درون، چې وکولی شي د ورځو او اونیو لپاره سیمې وڅاري.
مایکل کوریلا وایي: له هغه وخته، چې مونږ له افغانستان څخه ووتو، هلته زمونږ استخباراتي ځواکونه کم شوي؛ خو مونږ ډاډه یوو، چې له لرې به مونږ حالات کنټرول کړو.
امریکايي ملکي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې له لرې واټنه د عملیاتو توان لري او دا مهال د امریکا په مرکزي قومندانۍ کې ۸۰ سلنه امریکايي ځواکونه په سیمه کې له لوړو او فضا څخه سیمې څاري او معلومات راټولوي.
د جنرال کوریلا په وینا، امریکا له افغانستان څخه له وتلو وروسته په دې هېواد کې ډېر کم عملیات کړي دي.
اسلامي امارت وايي، داعش په افغانستان کې ځپل شوی او نورو هېوادونو ته ګواښ نه شي پېښولی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د داعش د وړتیا په اړه د کوریلا څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې به دا ډله له منځه یوسي.
امیر خان متقي هم په دې باور دی، چې په افغانستان کې مخالفې ډلې نشته.
متقي ويلي: دا زمونږ لپاره ښه خبره ده، چې افغانان په خپل منځ کې کومه ستونزه نهلري. هغه کسان، چې دا ډول ادعاوې کوي له وضعیت څخه ناخبره دي او یا د دوی د خبرو تر شا پټ اهداف دي.
هغه دا هم ويلي، چې اوس د هېواد پولې خوندي دي او په ټوليز ډول په هېواد کې امنيت ښه شوى دى.
تازه خبرونه
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل
په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
«غیرشرعي» غوښتنې نهمنو- د اسلامي امارت رهبر
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنهکړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونهغولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.
هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.
ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسمګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.
تازه خبرونه
ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګهوالو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمهییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.
عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.
هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمهییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې همکارۍ
-
تازه خبرونه4 days agoد امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
