تازه خبرونه
د پاکستان پوځي کړیو د خبرو بهیر تل له خنډونو سره مخ کړی – ذبیحالله مجاهد
مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د پاکستان سیاسي کړۍ نه ملامتوي؛ ځکه دغه کړۍ د ستونزو د حل غوښتونکې دي، خو یوې ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او همغږۍ بهیر څو ځله ګډوډ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ تل ستونزې رامنځته کړي او د خبرو له لارې یې د اختلافاتو د حل مخه نیولې ده.
مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په دې برخه کې د پاکستان سیاسي کړۍ نه ملامتوي؛ ځکه دغه کړۍ د ستونزو د حل غوښتونکې دي، خو یوې ځانګړې پوځي کړۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او همغږۍ بهیر څو ځله ګډوډ کړی دی.
د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نهکوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان یا کوم بل هېواد پر وړاندې ناامني رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په دې برخه کې اغېزمنې هڅې کړي؛ خو په پاکستان کې ځینې کړۍ اوس هم پر ناامنۍ او تېري ټینګار کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بهیر د بریا مخه نیسي.
مجاهد د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د وروستیو بدلونونو په غبرګون کې هم ویلي، چې د خیبر پښتونخوا موضوعات او د پاکستان کورنۍ چارې له افغانستان سره تړاو نهلري.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان په هېڅ ځای کې د ناامنۍ غوښتونکی نهدی او تمه لري، چې اړوند هېوادونه خپلې ستونزې د مناسبو لارو له مخې حل کړي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، چې اسلامي امارت په دې ډول موضوعاتو کې لاسوهنه نهکوي.
تازه خبرونه
سترې محکمې د انګور باغ د ځمکو د پرېکړې د تطبیق امر کړی – بشپړ وضاحت
د سترې محکمې د مرستیال ویاند منصوراحمد حمزه د دې محکمې بشپړ وضاحت خپور کړی او څرګندوي، چې د یادې ځمکې په تړاو په بېلابېلو پېرونو کې قضایي پرېکړې شوې وې؛ خو د پرېکړې له تطبیق مخکې د ننګرهار ولایت د ځینو مسوولانو له لوري موضوع د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شوه. د مشرتابه له لوري د موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکل شو، چې د قضیې اړوند کسان هم رانغاړي.
د سترې محکمې د څرګندونو له مخې: د جلالآباد د انګور باغ ځمکې قضیه، چې له کلونو راپدېخوا د محکمو تر څېړنې لاندې وه؛ له هر اړخیزې ارزونې وروسته د حق لرونکو پر ګټه فیصله شوې او د ځمکې د سپارلو امر یې صادر شوی دی.
د سترې محکمې د مرستیال ویاند منصوراحمد حمزه د دې محکمې بشپړ وضاحت خپور کړی او څرګندوي، چې د یادې ځمکې په تړاو په بېلابېلو پېرونو کې قضایي پرېکړې شوې وې؛ خو د پرېکړې له تطبیق مخکې د ننګرهار ولایت د ځینو مسوولانو له لوري موضوع د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شوه. د مشرتابه له لوري د موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی وټاکل شو، چې د قضیې اړوند کسان هم رانغاړي.
د پلاوي د راپور له ارزونې وروسته د اسلامي امارت مشرتابه د احتیاط له مخې د پرېکړې د تطبیق د ځنډولو امر وکړ او سترې محکمې ته یې لارښوونه وکړه، چې قضیه په خپلواک ډول او له سره وڅېړي.
سترې محکمې نږدې اووه میاشتې قضیه په هر اړخیز ډول وڅېړله.
د معلوماتو له مخې؛ د تېر اسلامي امارت او «جمهوري نظام» د پېرونو د محکمو د پرېکړو او اسنادو له ارزونې وروسته هم د ځمکې د غصب موضوع تائید شوه او څرګنده شوه: هغه کسان، چې پر ګټه یې وروستۍ قضایي پرېکړه شوې؛ د ځمکې د تسلیمۍ حق لري.
له همدې کبله، سترې محکمې د قضایي پرېکړې د تطبیق امر صادر کړ، چې ځمکه له غاصبانه تصرف څخه وایستل شي او حق لرونکو ته وسپارل شي.
په وضاحت کې راغلي، چې د پرېکړې د تطبیق پر مهال د رسنیو د احتمالي غبرګون او شور په اړه اندېښنه د قضایي پرېکړې د ځنډولو لامل نهشي کېدی؛ ځکه، چې موضوع د مشرتابه له لوري هم ارزول شوې او سترې محکمې له اوږدو څېړنو وروسته د پرېکړې د تطبیق امر کړی دی.
په پای کې ټینګار شوی، چې د قضایي پرېکړو تطبیق د عدالت د تأمین، د خلکو د حقونو د بېرته ورکړې او د غصب د مخنیوي اساسي برخه ده او دا بهیر د اسلامي شریعت، قانوني پړاوونو او اړوندو اسنادو پر بنسټ ترسره کېږي.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو په برابرولو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نیکولا بیلومو د اسلامي امارت له لوري د میلیونونو افغانانو د راستنېدا بهیر ښه مدیریت ستایلی او څرګندوي، چې د شاوخوا اته میلیون کسانو راستنېدا ښايي ګڼې ستونزې او پېچلي حالتونه رامنځته کړي؛ خو اسلامي امارت د دغه بهیر په مدیریت کې بریالی پاتې شوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له نوي استازي نیکولا بیلومو سره په لیدنه کې راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو، د هغوی د بیا مېشتېدا او د ستونزو د بنسټیز حل لارو په اړه خبرې کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نیکولا بیلومو د اسلامي امارت له لوري د میلیونونو افغانانو د راستنېدا بهیر ښه مدیریت ستایلی او څرګندوي، چې د شاوخوا اته میلیون کسانو راستنېدا ښايي ګڼې ستونزې او پېچلي حالتونه رامنځته کړي؛ خو اسلامي امارت د دغه بهیر په مدیریت کې بریالی پاتې شوی دی.
د اروپايي ټولنې نوي استازي ډاډ ورکړی، چې دغه ټولنه به له افغانانو سره خپلې بشري مرستې روانې ساتي.
نوموړي زیاته کړې، اروپايي ټولنه چمتو ده، چې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل او د اغېزمنو کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې د راستنېدونکو او افغان کډوالو په اړه اروپايي ټولنې خپل وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له استازي او مل پلاوي هرکلی کړی او د اړمنو کورنیو لپاره یې د نړیوالو بنسټونو له مرستو مننه کړې ده.
نوموړي نیکولا بیلومو ته د نوې دندې مبارکي ویلې او وایي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له حضور ملاتړ کوي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو پر دایمي حل تمرکز لري او تر اوسه یې د هغو د مېشتولو لپاره ۸۰ ښارګوټي په پام کې نیولي دي.
د نوموړي ویلي، د اړتیاوو له مخې د دغو ښارګوټو د جوړولو او پراختیا بهیر روان دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر له اروپايي ټولنې غوښتي، چې د راستنېدونکو لپاره د ښارګوټو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي او زیاتوي؛ اسلامي امارت د بېسرپرسته راستنېدونکو او ښځو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
تازه خبرونه
د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پر ژر بشپړېدا ټینګار وشو
د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې، عبدالحق همکار د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر له اوومې څخه تر نهمې پورې په دغو ناستو کې له خپل تخنیکي او مسلکي پلاوي سره ګډون کړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د ګډې کاري ډلې او د حکومتي ګډې شورا په ناستو کې د دې پروژې پر ژر بشپړېدا، اضافي مالي سرچینو برابرولو او ساختماني چارو چټکتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې، عبدالحق همکار د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر له اوومې څخه تر نهمې پورې په دغو ناستو کې له خپل تخنیکي او مسلکي پلاوي سره ګډون کړی دی.
نوموړي د سیمهییزې انرژۍ سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې سټراټیژیک اهمیت ته په نغوته کې د شته خنډونو لرې کول او د ګډو پرېکړو عملي کول د پروژې له اساسي لومړیتوبونو څخه بللي دي.
په دغو ناستو کې د غړو هېوادونو، نړیوال بانک او نورو تمویلکوونکو بنسټونو استازو د پروژې د ساختماني چارو پر پرمختګ، د مخابراتي سیګنال پیاوړتیا، د تکرار دستګاوو نصب او بشپړېدا، د پروژې عملیاتي چمتووالي او د فعالیت او ګټې اخیستنې مسوولیتونو ټاکلو خبرې کړې دي.
د ناستو ګډونوالو همدارنګه د څارنې او مخابراتي سیسټمونو او سوداګریزو فعالیتونو د پیل لپاره د اړینو اقداماتو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.
د افغانستان پلاوي د پاتې چارو د بشپړولو لپاره د اضافي مالي سرچینو پر برابرولو ټینګار کړی او د نړیوال بانک مسوولانو د اړتیا وړ مالي سرچینو د برابرولو د امکاناتو له ارزونې خبر ورکړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس د افغانستان برښنا څانګو اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو ته په پام، د سیمهییزې همکارۍ پر پیاوړتیا او کاسا-۱۰۰۰ پروژې ژر بشپړېدا ټینګار کړی دی.
کاسا-۱۰۰۰ پروژه له مرکزي آسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د برښنا د لېږد لپاره طرحه شوې ده. د دې پروژې بشپړېدل به د انرژۍ سوداګرۍ پراختیا او د سیمهییزې برښنا د لېږد لپاره د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoسوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه مسکو کې پر افغانستان او منځنۍ آسیا امنیتي غونډه جوړېږي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي امارت پلاوی په دوهیمه نړیواله ډیجیټلي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تلی
-
تازه خبرونه4 days agoشهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره په لیدنه کې پر ترهګرۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days agoروسیې د ډنمارک پر دفاعي شرکتونو ورانوونکي بریدونه پیل کړي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او ایران ستازو د اړیکو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoفرانسې له اسلامي امارت سره د افغانانو پر بېرته ستنولو خبرې پیل کړې
-
تازه خبرونه4 days agoیو افغان وګړی د انلاین ځانمرګي برید د ګواښ پر تور مجرم وپېژندل شو
