Connect with us

تازه خبرونه

مجاهد له القاعده سره د اسلامي‌امارت د غړو اړیکې رد کړې

خپور شوی

د

ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي له القاعده سره اړیکې لري.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د رسنیو هغو راپورونو ته په غبرګون کې، چې د منځني ختیځ انستیټیوټ له‌خوا د یوې تحلیلي پروژې پر بنسټ خپاره شوي او په کې د اسلامي امارت له ۱۲۰۰ څخه د زیاتو چارواکو ارزونه شوې؛ په یوه غږیز پیغام کې دا تورونه ناسم وبلل او څرګندوي، چې دا ادعاوې « بشپړ دروغ دي».

مجاهد ویلي؛ اسلامي امارت هېڅ اړتیا نه‌لري، چې له نړیوالو ډلو سره اړیکې وساتي.

هغه زیاته کړې، دا ډول ادعاوې د افغانستان اوسنی وضعیت ناسم انځوروي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا ډول راپورونه د عامه افکارو د ګمراه کولو او د اسلامي امارت پر وړاندې د منفي انځور د جوړولو لپاره خپرېږي.

تازه خبرونه

په بهرنیو چارو وزارت کې د کوکنارو د کښت د بندیز فرمان تشریح شو

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم رییسانو، مرستیالانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده د یودېرشمې ګڼې فرمان د تشریح او تبیین غونډه ترسره شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم رییسانو، مرستیالانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ ویناوالو د کوکنارو د کښت، نشه‌یي توکو د تولید، قاچاق او کارونې د مخنیوي په برخه کې د یاد فرمان پر موخو، اغېزو او لاسته راوړنو خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې د نشه‌یي توکو مخنیوی یو ټولنیز مسوولیت دی او د فرمان بشپړه پلي کېدا د ټولنې د روغتیا، امنیت او سوکالۍ ترڅنګ د هېواد د پرمختګ او د قانون د حاکمیت په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ۱۰ ولسوالیو کې د سندونو د تصدیق خدمتونه پیلېږي – د بهرنیو چارو وزارت

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هېوادوال کولی شي د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د زمري له لومړۍ نېټې خپل سندونه د افغان پوسټ امارتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته واستوي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هماغو پوست‌خونو ترلاسه کړي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قونسلي خدمتونو د آسانتیا لپاره به د هېواد په ۱۰ ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه پیل شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکس‌پاڼه کې خبر ورکړی، چې د قونسلي خدمتونو د آسانتیا لپاره به د هېواد په سروبي او قره‌باغ ولسوالیو(کابل)، سپین بولدک(کندهار) شینډنډ(هرات) کلدار یا حیرتان(بلخ) مومندره یا تورخم(ننګرهار) ګرشک(هلمند) امام صاحب(کندوز)، جاغوري(غزني) او څمکنیو(پکتیا) ولسوالیو کې د مصدقه سندونو د تصدیق خدمتونه وړاندې کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، هېوادوال کولی شي د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د زمري له لومړۍ نېټې خپل سندونه د افغان پوسټ امارتي شرکت د یادو ولسوالیو د څانګو له لارې د تصدیق لپاره بهرنیو چارو وزارت یا د دغه وزارت ولایتي ریاستونو ته واستوي او له تصدیق وروسته یې بېرته له هماغو پوست‌خونو ترلاسه کړي.

Continue Reading

International Sports

انګلستان فرانسې ته پر ماتې ورکولو د نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

Published

on

د انګلستان فوټبال ملي لوبډلې فرانسې ته ۶ ـ ۴ ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ز.کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام خپل کړ.

انګلستان په لومړۍ نیمايي کې څلور ګولونه ووهل؛ ډکلان رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا د دې لوبډلې دوه ګول‌وهونکي وه.

ساکا وروسته د لوبې په اووه‌اتیاایمه دقیقه کې له پنالټۍ خپل درېیم ګول هم وواهه او هټ‌ټریک یې بشپړ کړ.

د فرانسې لپاره کیلیان امباپه په دوه‌یمه نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او په دې نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر ۱۰ ته ورساوه. برادلي بارکولا هم د فرانسې لپاره یو ګول وکړ.

عثمان ډیمبلي د اضافي وخت په شپږمه دقیقه کې د فرانسې څلورم ګول وواهه؛ خو له هغه وروسته جوډ بلېنګهم د انګلستان شپږم ګول د فرانسې دروازې ته واستاوه.

امباپه د آرجنټاین له ستوري لیونېل میسي څخه په دوه ګولونو ډېر د روان نړیوال جام د غوره ګول‌وهونکو په سر کې ځای لري.

نوموړی همداراز له میسي څخه په یو ګول ډېر د نړیوال جام د تاریخ د غوره ګول‌وهونکو په جدول کې هم مخکښ دی. په داسې حال کې، چې میسي د یکشنبې د ورځې په پایلوبه کې د اسپانیې پر وړاندې د لوبېدا لپاره چمتووالی نیسي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117