تازه خبرونه

مجاهد له القاعده سره د اسلامي‌امارت د غړو اړیکې رد کړې

Published

on

ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت چارواکي له القاعده سره اړیکې لري.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د رسنیو هغو راپورونو ته په غبرګون کې، چې د منځني ختیځ انستیټیوټ له‌خوا د یوې تحلیلي پروژې پر بنسټ خپاره شوي او په کې د اسلامي امارت له ۱۲۰۰ څخه د زیاتو چارواکو ارزونه شوې؛ په یوه غږیز پیغام کې دا تورونه ناسم وبلل او څرګندوي، چې دا ادعاوې « بشپړ دروغ دي».

مجاهد ویلي؛ اسلامي امارت هېڅ اړتیا نه‌لري، چې له نړیوالو ډلو سره اړیکې وساتي.

هغه زیاته کړې، دا ډول ادعاوې د افغانستان اوسنی وضعیت ناسم انځوروي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا ډول راپورونه د عامه افکارو د ګمراه کولو او د اسلامي امارت پر وړاندې د منفي انځور د جوړولو لپاره خپرېږي.

Trending

Exit mobile version