تازه خبرونه
محمد یعقوب مجاهد د عصري او دیني علومو پر زدهکړه ټینګار څرګند کړ
هغه د کندهار په یوه مدرسه کې د فراغت مراسمو ته د وینا پر مهال ویلي: “زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې له ښوونځیو او مدرسو ملاتړ وکړئ؛ خپل ماشومان بې تعلیمه مه پریږدئ. هر علم زده کړئ، که عصري وي یا مذهبي.”
د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد کندهار ولایت ته په سفر کې ویلي: د عصري او دیني علومو له زدهکړې ملاتړ وکړئ.
هغه د کندهار په یوه مدرسه کې د فراغت مراسمو ته د وینا پر مهال ویلي: “زه له تاسې څخه غوښتنه کوم، چې له ښوونځیو او مدرسو ملاتړ وکړئ؛ خپل ماشومان بې تعلیمه مه پریږدئ. هر علم زده کړئ، که عصري وي یا مذهبي.”
دفاع وزیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خلکو په خدمت کې دی؛ ځکه، چې ځینې ځواکونه له سرحدونو او نور د خلکو د سر او مال ساتنه کوي.
دغه راز د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم د فراغت غونډې ته په ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.