تازه خبرونه
مسوولیتونه دې د شریعت له اصولو سره سم ترسره شي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د جمعې پر ماښام د اسلامي امارت د رهبر د څرګندونو له مخې په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې لیکلي: “د خدای په لار کې له هیڅ ډول سختۍ څخه مه وېرېږئ. د قانون پر وړاندې د هیچا درناوی مه کوئ، ځکه د خدای رضا د قانون په پلي کولو کې ده. له تکبر، غرور، ځانځانۍ، اختلاف او یو بل باندې له بې باورۍ څخه ډډه وکړئ. غفلت مه کوه؛ ځکه غفلت د منلو وړ عذر ندی.”
د اسلامي امارت رهبر هبةالله آخوندزاده په کابل ولایت کې چارواکو ته په یوه ورځني روزنیز سیمینار کې ویلي: “کله، چې تاسې خپل مسوولیتونه د اطاعت او شریعت له اصولو سره سم ترسره کوئ؛ خدای به تل له تاسې سره مرسته کوي او تاسې به هیڅکله ناکام نشئ.”
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د جمعې پر ماښام د اسلامي امارت د رهبر د څرګندونو له مخې په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې لیکلي: “د خدای په لار کې له هیڅ ډول سختۍ څخه مه وېرېږئ. د قانون پر وړاندې د هیچا درناوی مه کوئ، ځکه د خدای رضا د قانون په پلي کولو کې ده. له تکبر، غرور، ځانځانۍ، اختلاف او یو بل باندې له بې باورۍ څخه ډډه وکړئ. غفلت مه کوه؛ ځکه غفلت د منلو وړ عذر ندی.”
د اسلامي امارت مشر زیاته کړې: “ځان پر بېګټې او بې هدفه کارونو کې مه ښکېلوئ. د دښمن پر تبلیغاتو مه غولېږئ؛ ځکه، چې دښمن غواړي پخپلو تبلیغاتو ستاسې تر منځ نفاق رامنځته کړي. تاسې شل کاله د دښمن پر وړاندې جهاد وکړ. اوس باید د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې هم ودریږئ.”
هبةالله آخوندزاده ویلي: “علما او صالح خلک د سلګونو کلونو راپدېخوا له ټولنیز عبادت او سیاست څخه لرې ساتل شوي او نړۍ هڅه کوي، چې عالمان او صالح خلک ډډې ته وساتي. اسلامي نظام، جهاد، شریعت او الهي حدود یوازې په کتابونو او کیسو کې پاتې شول؛ خو د تمې خلاف او د خدای تعالی پر فضل په افغانستان کې سیاست اوس د عالمانو او ښو خلکو په لاس کې دی. خدای مونږ له یوې داسې ازموینې څخه تېر کړي یوو، چې مسلمانان له پېړیو راپدېخوا محروم ول او اوس مونږ ورسره مخ یوو؛ نو مونږ باید ډېر محتاط واوسو.”
د اسلامي امارت رهبر چارواکو ته ټینګار کړی: “د خدای شکر ادا کړئ او د خلکو خدمت وکړئ. هغه خلک، چې په تېرو وختونو کې یې ستاسې خدمت کړی؛ په خبرو او عملونو سره ستاسې ملاتړ کړی او قربانۍ یې ورکړي. اوس تاسې ته سترګې پر لار دي. اوس دا وخت راغلی، چې د دې خلکو ښه خدمت وکړو، له هغو سره مهربانه اوسوو، درناوی یې وکړو او د هغوی ترمنځ پر عدالت پرېکړه وکړو. اوس له مظلومانو سره د رحم کولو او د ظالم پر وړاندې د اقدام کولو وخت دی.”
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
-
تحول5 days agoتحول: پر افغانستان د منځني ختیځ د جګړې اغېزې
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoتېر کال په ټوله نړۍ کې انسانتهورته ۷۰۰۰روبوټونه پلورل شوي
-
لوبی4 days agoافغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي

