Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت دې د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي – قطر

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د قطر بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته راغلی او اسلامي امارت ته یې د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د پنجشنبې پر ورځ ( د غبرګولي درېیمه ) د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه غونډه به د اسلامي امارت د استازي په شتون کې بې پایلې نه‌وي. نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له استازي پرته به دا ډول غونډې بې پالې وي او په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خپل دریځ روښانه کړی دی.

دې قطري چارواکي دا هم ویلي؛ هېواد یې له نړیوالو هوايي شرکتونو سره کار کوي، چې د قطر او کابل ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې په افغانستان کې خپلې الوتنې پیل کړي. له همدې کبله به په نږدې راتلونکي کې یو شمېر قطري سوداګر کابل ته سفر وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دوحه کې درېيمې ناستې ته په نغوته کې څرګنده کړې: د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې او نړيوال کنفرانسونه د اسلامي امارت له استازي پرته کومې پايلې ته نه رسېږي؛ نو لازمه ده، چې په داسې غونډو کې د اسلامي امارت دریځ ته درناوی وشي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال هم له افغانستان سره د قطر له مرستو مننه وکړه او زياتوي، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې او قطري پانګه‌وال کولى شي په دې هېواد کې پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

د جرمني پولیسو یو افغان له برید وروسته پر ډزو وواژه

Published

on

(Last Updated On: )

د جرمني پولیسو د شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په ختیځ کې یې یو افغان له هغې وروسته پر ​​ډزو وواژه، چې خپل یو هېوادوال یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.

د اسوشیېټډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې؛ په دې پېښه کې دغو درې ټپي کسانو د برید پر مهال د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال سیالیو د پرانستونکې لوبې ننداره کوله.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ برید کوونکی ۲۷ کلن و، چې د جمعې پر مازیګر یې په ویلمیراشت ښار کې لومړی پخپل ۲۳ کلن هېوادوال د چړې کوزارونه وکړل.

دغه سړي بیا درې آلمانبان په داسې حال کې ټپیان کړل، چې د یوه کور په حویلی کې یې د جرمني- سکاټلنډ د فوټبال لوبې ننداره کوله؛ د دوه ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې ښودل شوی دی.

پولیسو ویلي، چې دغه کس پر پولیسو هم برید کړی دی؛ دوه پولیس افسرانو پرې ډزې وکړې او هغه په ​​روغتون کې د ژورو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

تر اوسه د دغه برید انګیزه معلومه نده.

د آلمان د ساکسن – انهالټ ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ایالت کې د پولیسو حضور ډېر شوی دی.

 

Continue Reading

تازه خبرونه

له ټولې نړۍ سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو- د اسلامي امارت رهبر

Published

on

(Last Updated On: )

د لوی اختر په درشل کې د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبة الله اخوندزاده په خپل اختریز پیغام ویلي، چې لنډمهالي حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګولو غوښتونکی دی.

نوموړي په دې اړه ویلی: اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ترسره کړی دی.

د اسلامي امارت مشر له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ساتنه او خدمت وکړي.

د پیغام په یوه برخه کې راغلي، چې واک ته له رسېدو وروسته اسلامي امارت د ټولو افغانانو امنیت او حقوق خوندي مړي، اسلامي شریعت پلی دی او د هېواد له خاورې ساتنه کیږي.

نوموړي په دې اختریز پیغام کې د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو د پرانستې په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ديني مدرسو د پراختيا په برخه کې د لازمو تدابير له نيولو ډاډ څرګند کړې دی.

دغه راز نوموړي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې د سیلابونو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې ده.

همدا راز د اسلامي امارت رهبري پلاوي د هېواد له سوداګرو وغوښتل، چې له زیانمنو شویو سره له هر ډول همکارۍ او مرستې څخه ډډه ونکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د یړک غاړې خوړو په اړه ځانګړی راپور

Published

on

(Last Updated On: )

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!