Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو امنیت شورا د تورونو د لګولو منظم پروګرام پیل کړی – اسلامي امارت

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د وروستي راپور په غبرګون کې څرګنده کړې، چې امنیت شورا د ملګرو ملتونو له ادرسه د تورونو منظم پروګرام پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې تور لګولی، چې په افغانستان کې د القاعده مرکزونه شته او دغه راز د داعش ځینې ډلې فعاله دي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پکتیا کې یوې ناستې ته د خبرو پر مهال د افغانستان په تړاو د امنیت شورا وروستی راپور بې بنسټه او مغرضانه بللی او څرګندوي، چې هیڅوک دې پر افغانستان بې بنسټه تورونه نه پورې کوي.

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت دغه دروغجن تورونه پر کلکه ردوي.

د ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې راغلي: له بده‌مرغه د ملګرو ملتونو له ادرسه پر اسلامي امارت د تورنولو یو منظم پروګرام پیل شوی.

نوموړی د ملګرو ملتونو له ادرسه دا کار  ناوړه ګټه اخیستنه بولي او وایي، چې له بده مرغه د دې ټولنې غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي، چې خپل تبلیغات روان وساتي.

هغه څرګنده کړه: مونږ پوهیږو، چې د امنیت شورا یو شمېر غړي هېوادونه په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوي؛ دوی یوازې خپله کرکه څرګندوي او دا ډول افواهات خپروي، خو هغه غړي هېوادونه، چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري باید پرې نه‌ږدي، چې د دې بنسټ شهرت زیانمن او د هغو پرېکړې د څو هېوادونو د سیاسي اهدافو قرباني شي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې: په افغانستان کې له القاعدې سره هیڅوک تړاو نه‌لري او نه هم اسلامي امارت چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم لوري پر ضد وکاروي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ له بده مرغه د امنیت شورا راپورونه له هغو سرچینو اخیستل کیږي، چې شل کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنګ ولاړ ول او د افغانستان له آزادۍ، آبادۍ او امنیت سره حساسیت لري.

هيله کېږي، چې د ملګروملتونو امنیت شورا د داسې راپورونو د خپراوي اجازه ورنه‌کړي، چې د سياسي او اقتصادي منفعت‌طلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څېړلو او څارنې ډلې ویلي؛ د اسلامي امارت او القاعده ترمنځ اړیکې اوس هم نږدې دي او دغې شبکې په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو د شننې او څارنې ډلې د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې یوولسمه) په خپل نوي راپور کې څرګنده کړې، چې د القاعدې څلور کمپونه په پروان، غزني، لغمان او روزګان ولايتونو کې دي او دې شبکې په پنجشېر کې د وسلو يوه زېرمه هم جوړه کړې ده.

​دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د شل کاله مخکې د بحران اصلي لامل د همدې بې اساسه معلوماتو پر بنسټ قضاوت و.

تازه خبرونه

قطر د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ

د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي په دې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو ستونزمن وضعیت ډېرو ډیپلوماټیکو هڅو، د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د پرېکړه‌لیکونو بشپړ پلي کېدو ته اړتیا لري.

Published

on

قطر د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان په اړه د وزیرانو د تماس ډلې د غونډې پر مهال، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه؛ د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د سولې بهیر د پرمخ بېولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي په دې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو ستونزمن وضعیت ډېرو ډیپلوماټیکو هڅو، د همکاریو پراختیا او د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د پرېکړه‌لیکونو بشپړ پلي کېدو ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی، چې د اسلامي همکاریو ټولنې غړي هېوادونه باید له ډېرې همغږۍ سره له رغنده خبرو ملاتړ وکړي او د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

الخلیفي ویلي: قطر له ۲۰۱۳ز.کال راپدېخوا، چې د افغانستان د سولې لپاره د دوحې بهیر پیل شو؛ تل د خبرو او مخنیوي ډیپلوماسۍ پر بنسټ له سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، قطر په تېرو کلونو کې د افغان لوریو ترمنځ د خبرو د څو پړاوونه کوربه‌توب کړي دي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د افغانستان په اړه د دوحې د بهیر کوربه هم پاتې شوی دی؛ د ۲۰۲۳ز.کال د مې، د ۲۰۲۴ز. کال د فبرورۍ او جولای د میاشتو پرمهال یې په دوحه کې د ځانګړو استازو غونډې جوړې کړې دي.

دغه راز یې د جون او جولای په میاشتو کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ډلې د درېیمې او د خصوصي سکټور د کاري ډلې د دوه‌یمې غونډې جوړېدا ته نغوته کړې او څرګندوي، چې قطر د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د څلورمې غونډې جوړېدا ته هم سترګې پر لاره دی.

الخلیفي ټینګار کړی، چې د دوحې بهیر دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري او د لاسته راوړنو ساتل او د نړیوالې ټولنې له‌خوا د افغانستان په اړه د پاملرنې دوام، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌لیک له مخې ډېر مهم دی.

قطر ویلي، چې د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ به په افغانستان کې خپلو بشري او پراختیايي فعالیتونو ته هم دوام ورکړي.

د قطري چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د قطر د پراختیا صندوق، د قطر خیریه ټولنې، «له هر څه پورته زده‌کړې» بنسټ او د قطر سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې بېلابېلې پروژې پلې شوې دي، چې د ښځو، نجونو او ځوانانو زده‌کړه او د کار زمینه ورته برابرول یې له لومړیتوبونو څخه دي.

الخلیفي په پای کې ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د اسلامي همکاریو ټولنې په چوکاټ کې له نورو غړو هېوادونو سره د افغانستان د بېړنیو بشري اړتیاوو د حل او د افغانستان د واکمنو چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل د هڅولو لپاره همکاري وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه سخت وغندل او څرګندوي، چې پر یوه خپلواک ګاونډ هېواد دا ډول بریدونه د سیمې د سولې او امنیت پر وړاندې بشپړ ګواښ دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

جېسوال د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدا هیله کړې ده.

نوموړي ویلي، د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د پاکستان دا ډول بریدونه د سیمې له سولې او امنیت سره په ټکر کې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وایي، هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، او همداراز د افغان وګړو له هوساینې ملاتړ کوي.

نوموړي د پاکستان له‌خوا د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه ادعاوو ته په نغوته کې ویلي؛ اسلام‌‌آباد باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او څرګند تعهد وښيي، چې نړیواله ټولنه د دغو ادعاوو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کونړ او پکتیکا پر سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې د اعتراض یادښت ورکړی و.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړ شوی.

هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسله‌والو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم له‌خوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.

افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسله‌والو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!