تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغانستان او ایران په پوله کې خپل فعالیتونه وځنډول
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راتوټه د سېشنبې پر ورځ فرانسې خبري سرچینې ته ویلي: “ملګرو ملتونو او ملګرو ادارو نن د اسلامکلا په پوله کې خپل فعالیتونه له هغې وروسته وځنډول، چې پر افغان ښځینه کارکوونکو یې پر پوله نوي محدودیتونه ولګول شول. “
ملګرو ملتونو اعلان کړې، چې اسلامي امارت د افغان میرمنو پر کار د نویو محدودیتونو لګولو له کبله د اسلامکلا په پوله کې خپلې هڅې لنډمهاله ځنډولې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي انډریکا راتوټه د سېشنبې پر ورځ فرانسې خبري سرچینې ته ویلي: “ملګرو ملتونو او ملګرو ادارو نن د اسلامکلا په پوله کې خپل فعالیتونه له هغې وروسته وځنډول، چې پر افغان ښځینه کارکوونکو یې پر پوله نوي محدودیتونه ولګول شول. “
هغه زیاته کړې؛ محدودیتونو “سمدستي عملیاتي ننګونې” او “د راستنېدونکو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره خطرونه زیات کړي دي.”
اسلامکلا د افغانستان او ایران ترمنځ یوه اړینه پوله ده، چې په ټوله کې له ایران څخه د افغان راستنېدونکو لپاره کارول کیږي.
د ملګرو ملتونو د احصائیو له مخې؛ له لارې د راستنېدونکو ۶۰ سلنې څخه ډېرې ښځې دي.
راټواټه ټینګار کړی: “د ښځینه کارمندانو له شتون پرته مونږ نشو کولی راستنېدونکو میرمنو او ماشومانو ته له درناوي ډکه بشري خدمات وړاندې کړو.”
اسلامي امارت په ۲۰۲۲ کال کې د نادولتي بنسټونو پر ښځینه کارکوونکو د کار کولو بندیز ولګاوه او په ۲۰۲۳ کال کې یې دا محدودیت د ملګرو ملتونو تر ادارو هم وغځاوه. که څه هم ښځو ته په ځینو څانګو کې یا له لرې څخه د کار کولو اجازه ورکړ شوې؛ خو د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې په تېرو دوه میاشتو کې له کوره کار کولو ته اړ ایستل شوې دي.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ د روان کال له پیل راپدېخوا له ۱.۲ میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې له ګاونډ هېوادونو څخه افغانستان ته د ۲.۲ میلیون راستنېدونکو یوه برخه ده.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د اسلامکلا وضعیت “د ډلهییز انسانیت آزموینه” بللې وه او خبرداری یې ورکړی و، چې ډېری راستنېدونکي په ځانګړي توګه ښځې بېوسۍ، زیان او بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي.