Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د هوایي بریدونو پرملکي زیانونو اندېښنه ښودلې

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د هوایي بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

د جګړو ډېریدو او هره ورځ د مرګ و ژوبلې رامنځته کیدو ملګري ملتونه د ملکیانو تلفات د اندېښنې وړ بولي. د مې د شلمې او دوه ویشتمې پېښو ته نغوته کوي او وایي؛ په هلمند او کونړ کې پر رامنځته شویو هوایي بریدونو ۱۴ ملیکان ووژل شول، چې پېنځه یې ښځې او اووه یې ماشومان ول.

په کابل کې د دې سازمان سیاسي استازولۍ د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې په جګړو کې د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي ناسته کې د دغه سازمان د افغانستان استازی طالبان د ملکي تلفاتو عامل بولي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي سلاکار یوسف غفورزی وایي: د طالبانو د بریدونو دوام په داسې حال کې دی، چې د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې یو ځل بیا طالبانو ته د ترهګریزو بریدونو د درولو او له سوله ییز بهیر سره د یو ځای کیدو فرصت ورکړ؛ خو بیا هم بریدونه تر سره کوي. مونږ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړو، چې د طالبانو د ترهګریزو بریدونو په وړاندې اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، تېر کال د افغانستان په ګډون شپږو هېوادونو کې د دوه ویشت زره او شپږ سوه ملکیانو مرګ ژوبله ثبت شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتریش وایي: ملګري ملتونه د ملکي تلفاتو د کموالی لپاره  لاندې وړاندیزونه کوي: د ملي اډانې پراختیا، چې وکړای شي د ملکي تلفاتو او وژنو د مخنیوي لپاره څرګند واکونه بیان کړي. دوه یم مرستندویه سازمانونو ته د فرصتونو ورکړ شي، چې وکړای شي په مهمو برخو کې د ملکیانو لپاره د مرستو رسولو په خاطر له بېلابېلو ډلو سره خبرې وکړي.

 که څه هم د افغان او بهرنیو ځواکونو پر هوایي بریدونو تل نیوکې شوي؛ خو امنیتی بنسټونه وایي، طالبان له ملکیانو د ډال په توګه کار اخلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند  نصرت رحیمي وایي: مونږ پوره پاملرنه کوو، چې هوایي بریدونه مو ملکي وګړي زیانمن نکړي؛ خو طالبان له ملکیانو د ډال په توګه کار اخلي.        

د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ سږ کال په یوه راپور کې ویلي وه؛  د ۲۰۱۹ کال په څلور میاشتو کې ۸۸۱ ملکیان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ژوبل دي.

د یومانا د څرګندونو له مخې؛ د دې تلفاتو د نهه دېرش سلنې برخې عامل طالبان، د دولس سلنې داعش، د اووه لس سلنې امنیتي ځواکونه او د دیارلس سلنې بهرني ځواکونه دي.

تازه خبرونه

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د برید پر تور یو افغان مجرم وپېژندل شو

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د ویرجینیا ایالت یوې فډرالي منصفه جرګې یو افغان د ۲۰۲۱ ز.کال د کابل هوايي ډګر په برید کې له یوې ترهګرې ډلې سره د همکارۍ پر تور مجرم پېژندلی دی.

د راپور له مخې: دغه کس، چې محمد شریف‌الله نومېږي داعش ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو پر تور محکوم شوی؛ خو منصفه جرګه په دې اړه هوکړې ته ونه‌ورسېده، چې آیا کړنې یې مستقیماً د قربانیانو د وژل کېدو لامل شوی که نه.

دا پرېکړه په دې معنا ده، چې نوموړی له عمري بند څخه ژغورل شوی؛ خو اوس هم تر ۲۰ کلونو پورې د بند له احتمال سره مخ دی. فډرالي قاضي تر اوسه د وروستۍ سزا نېټه نه‌ده ټاکلې.

یاد برید د ۲۰۲۱ ز.کال د اګست پر شپږویشتمه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې‌نظمه وتلو پر مهال په داسې حال کې ترسره شو، چې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» ته نږدې ځان والوزاوه. په دې پېښه کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۶۰ افغان ملکي وګړي ووژل شول.

څارنوالانو ادعا کړې، چې شریف‌الله د ځای د څارنې او د اړیکو د آسانتیا په برابرولو کې له دې برید سره مرسته کړې؛ خو د هغه مدافع وکیلانو ویلي، چې د امریکا حکومت تر ډېره د FBI د پلټنو پر مهال د تورن پر څرګندونو تکیه کړې او کافي خپلواکه شواهد یې نه‌دي وړاندې کړي.

دا دوسیه په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په تړاو لومړنۍ جنایي محکمه بلل کېږي. دا هغه پېښه ده، چې اوس یې هم له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه بحثونه اغېزمن کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم تائید شو

د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پلي‌کېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ اقتصادي کمیسیون نن( چارشنبه د غویي نهمه ) په نوبتي غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې او له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تائید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه.

د اقتصادي مرستیالۍ د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د دې سیسټم له پلي‌کېدا سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب وړاندې کولو اصل پياوړی او د برښنايي حکومتولۍ پر لور بنسټیز ګام واخیستل شي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دې سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز دې غونډې ته د ۲۲ هغو عام‌المنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي، چې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړ او اقتصادي کمیسیون تایید او د اړوند ادارې له‌خوا یې د کار پیلولو سپارښتنه وشوه. دا پروژوې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برښنا رسونې او توزیع پروژې رانغاړي.

د یادونې ده، چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لسګونو رسنیزو سرغړونو ارزونه؛ د سلګونو رسنیزو جوازونو صادرول او غځول

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ په همدومره وخت کې ۱۶ راډیوګانو، یوې اوب‌پاڼې، ۵ چاپي رسنیو، ۲ خبري آژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ کلتوري بنسټونو او موسسو ته نوي جوازونه ورکړ شوي دي.

Published

on

د رسنیزو سرغړونو ارزونې کمیسیون څرګنده کړې، چې په ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال کې یې د خبریالانو د شکایتونو د ارزونې او د رسنیزو سرغړونو د څېړنې لپاره لسګونه غونډې ترسره کړې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې؛ په همدومره وخت کې ۱۶ راډیوګانو، یوې اوب‌پاڼې، ۵ چاپي رسنیو، ۲ خبري آژانسونو، ۹۰ یوټیوب چینلونو او ۲۷ کلتوري بنسټونو او موسسو ته نوي جوازونه ورکړ شوي دي.

دغه راز د ۲ ټلویزیونونو، ۲۹ راډیوګانو، ۴ چاپي رسنیو او ۱۲ کلتوري بنسټونو د فعالیت جوازونه هم غځول شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې ۷۶ د سرغړونې پېښې په غږیزو او انځوریزو رسنیو کې او ۳۵ نورې پېښې په ټولنیزو شبکو کې، چې یوټیوب، اوب‌پاڼې او نور پلاتفورمونه رانغاړي ثبت او ارزول شوي دي.

چارواکي وایي، چې پر دې سربېره د ۲۶ خبریالانو ستونزو ته هم رسېدنه شوې او په مرکز او ولایتونو کې د ورځپاڼو، اوونیزو او میاشتنیو خپرونو شاوخوا ۷ زره نسخې ارزول شوې دي.

له دغو هڅو څخه موخه د رسنیو د فعالیتونو تنظیم، د شکایتونو څېړنه او د خبریالانو د کاري وضعیت ښه کول بلل شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!