تازه خبرونه

ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت لپاره د یوې مناسبې حل لارې د موندلو په هڅه کې دي ـ امریکا

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۱)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي؛ ملګري ملتونه هڅه کوي، چې د افغانستان د وضعیت لپاره یوه مناسبه حل لار ومومي؛ خو که د خبرو دا هڅې ناکامې شي امریکا، ملګري او متحدین به یې په اړه پرېکړه وکړي.

د دغه وزارت ویاند ند پرایس ويلي، له افغانستان سره د امریکا مرستې له نویو واکمنانو د ملاتړ معنا نلري او له خلکو سره به دغه مرستې روانې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندپرایس وايي: مونږ د راتلونکیو مناسبو ګامونو ارزونه کوو؛ طالبان ( اسلامي امارت) به د دوی د هرعمل قیمت ادا کړي. مونږ د میز پر سر هر ډول پرېکړې لرو. مونږ له خپلو نړیوالو شریکانو او لوړ پوړیو چارواکو سره په اړیکه کې یوو او په افغانستان کې وضعیت له هغه څه سره څېړو، چې طالبان (اسلامي امارت) یې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا خبره رد کړه، چې ګواکې بشري مالي مرستې د اسلامي امارت د ملاتړ لپاره کیږي.

هغه وایي، دا مرستې د غيردولتي موسسو له لارې کیږي او ټولې هڅې دا دي، چې دا پيسې د افغانستان نویو واکمنانو ته ونه رسيږي او په مستقيمه توګه د خلکو د حالت ښه کولو لپاره وکارول شي.

ندپرایس زیاته کړې: د وروستیو پرېکړو په پایله کې ۸۳ سلنه مرستندویه موسسو، چې په افغانستان کې یې فعالیت کاوه؛ په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه بند کړي دي. دا وضعیت زمونږ او نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ ندی؛ ځکه ۲۰ میلیون افغانان د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. طالبانو( اسلامي امارت) ته د مرستو پیسې نه ورکول کیږي، دا پیسې د غیر دولتي موسسو او مرستندویه کارمندانو لخوا کارول کیږي.

له بلې خوا په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا له غونډې وروسته د بهرنۍ پالیسۍ رییس خبریالانو ته ویلي، چې د وزیرانو شورا به د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان د وضعیت په اړه پرېکنده پرېکړې وکړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رییس جوزف بوریل ویلي: مونږ په دې وروستیو کې د طالبانو( اسلامي امارت) لخوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه خبرې وکړې. مونږ د وروستیو اقداماتو پایلې ارزوو او د اضافي میکانیزمونو له لارې به  طالبان( اسلامي امارت) چې د ښځو او نجونو د حقونو څخه سرغړونې کوي، حساب ته را وبولو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره هم خبرداری ورکوي، چې که اسلامي امارت په افغانستان کې ښځو ته له مرستندویه موسسو سره د کار کولو اجازه ورنکړي؛ نړیوالې مرستې به د افغانستان اړمنو خلکو ته ونه رسيږي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بربوک وایي: وضعیت د خلکو په ځانګړي توګه د ښځو لپاره پر ناورین اوښتی. که ښځې له نړیوالو موسسو سره کار ونکړي؛ له افغانستان سره به نوره مرسته ونشي. مونږ د نړیوالې ټولنې په توګه نشو کولی مرستې روانې وساتو.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ويلي، چې په افغانستان کې وضعیت د اسلام‌آباد د تمې او اوږدمهالو اقتصادي ګټو پر خلاف روان دی.

نوموړي د «بول خبري شبکې» په اوبپاڼه کې څرګنده کړې، چې نه د افغانستان وضعیت او نه هم دوه اړخیزو اړیکې هغسې دي، چې تمه یې کیده.

Trending

Exit mobile version