تازه خبرونه
مونږ به هیڅکله د نړۍ ناروا غوښتنې ونه منو – محمد یعقوب مجاهد
محمد یعقوب مجاهد نن (یکشنبه د زمري اتهویشتمه) له انګرېزي ښکېلاک او استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د یو سل او پېنځمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پر اسلامي امارت له سیاسي، اقتصادي او نورو فشارونو څخه ډه وکړي.
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د نړۍ ټولو ځواکمنو او کمزورو هېوادونو ته په یوه پیغام کې څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره د تفاهم لار خپله کړي؛ ځکه دوی به زور، زر او زاریو ته تسلیم نشي.
محمد یعقوب مجاهد نن (یکشنبه د زمري اتهویشتمه) له انګرېزي ښکېلاک او استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د یو سل او پېنځمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې پر اسلامي امارت له سیاسي، اقتصادي او نورو فشارونو څخه ډه وکړي.
هغه ویلي، چې نړۍ باید دا درک کړې وي، چې افغانان په هیڅ صورت په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه نه مني.
محمد یعقوب وویل: زه ټولو هېوادونو ته وایم، که هغه ځواکمن وي او که ضعیف. په غور سره واورئ، افغانان به ستاسې ناروا مداخله ونه مني. هیڅکله فکر مه کوئ، چې افغانان به ستاسو ناروا غوښتنې ومني. په دې برخه کې نه ستاسو زور او نه ستاسو زر او زارۍ څه اغېزه لري. تاسې باید افغانان درک کړي وی.
هغه زیاته کړې: د سیاسي، اقتصادي او نورو فشارونو څخه کار مه اخلئ. تفاهم ته راوړاندې شئ. مونږ د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړو. مونږ له امریکا او هغو هېوادونو سره، چې په شل کلونو کې یې پر افغانستان یرغل کړی؛ د متقابل احترام پر بنسټ سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړو. مونږ دا اړیکې له روسانو سره غواړو او دا اړیکې له چینایانو سره هم غواړو. مونږ هم له ګاونډیانو سره اړیکې غواړو. مونږ هیچا تهه بد نیت نلرو. ټول دې ښه نیت سره راودانګي؛ زمونږ دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ده.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ويلي؛ اسلامي امارت نه غواړي، چې خلک منزوي شي، بلکې له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي، چې د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو غوښتونکی دی؛ ټینګار کوي، چې نړۍ ناامنه ده او افغانستان باید په داسې یوه حالت کې له نړۍ سره ټکر ونکړي.
له دې ټولو سره – سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دې مراسمو کې امنیتي ځواکونو ته خطاب وکړ او هغوی ته یې وویل، چې د خلکو پر وړاندې ښه چلند وکړي؛ خو د هغو متکبرانو پر وړاندې، چې د افغانستان پر خاوره د تېري هڅه کوي، له ځواک، زړورتیا او میړانې کار واخلي.
اړوند خبرونه:
اسلامي امارت د انګلستان پر وړاندې د خپلواکۍ یو سلو پېنځمه کلیزه ونمانځله

تازه خبرونه
اطاعت، اتفاق او یووالی د نظام د ټینګښت لامل کیږي ــ د اسلامي امارت رهبر
نوموړي دا څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت له وزیر، مرستیالانو، مرکزي ریاستونو، دیني جامعاتو او دولتي پوهنتونونو له رییسانو سره په کتنه کې کړې دي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي؛ اطاعت، اتفاق او یووالی د نظام د ټینګښت له مهمو لاملونو څخه دي او علماء باید په ټولنه کې د دغو ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت له وزیر، مرستیالانو، مرکزي ریاستونو، دیني جامعاتو او دولتي پوهنتونونو له رییسانو سره په کتنه کې کړې دي.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې، علماء د ټولنې پر وړاندې ستر مسوولیت لري او باید خلک له دیني مسایلو او شرعي احکامو سره بلد کړي.
هغه زیاته کړې؛ که علماء پر سمه لار روان وي او حکومتي مسوولان هم خپلې دندې سمې ترسره کړي، خلک به یې اطاعت کوي.
شیخ هبةالله آخوندزاده د پوهنتونونو له مسوولانو غوښتي، چې د محصلانو زدهکړو او روزنې ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی د علمي زده کړو ترڅنګ له دیني مسایلو سره هم بلد کړي.
هغه ویلي، محصلان به په راتلونکي کې د حکومت او ټولنې په بېلابېلو برخو لکه: طب، انجنیري او نورو برخو کې مسوولیتونه پر غاړه واخلي او د پوهنتونونو مسوولان باید د هغوی د روزنې لپاره ډېرې هڅې وکړي.
تازه خبرونه
د مالداویا ولسمشرې د اسلامي امارت پلاوي ته پر ویزه صادرولو نیوکه وکړه
ساندو له «جورنال ټيوي» سره په مرکه کې ویلي، د مالداویا د کرنې وزارت یوه مرستیال د افغان پلاوي د ویزې له غوښتنې وړاندې د خپل هېواد د حکومت له لوري د اسلامي امارت په اړه د پالیسۍ په اړه څېړنه نهوه کړې.
د مالداویا ولسمشرې مایا ساندو د افغانستان اسلامي امارت یوه پلاوي ته د ویزې پر ورکړې نیوکه کړې او څرګندوي، چې دغه سفر د حکومت د ځینو چارواکو له لوري د اسلامي امارت په اړه د خپل هېواد له پالیسۍ د ناپوهۍ له کبله ترسره شوی دی.
ساندو له «جورنال ټيوي» سره په مرکه کې ویلي، د مالداویا د کرنې وزارت یوه مرستیال د افغان پلاوي د ویزې له غوښتنې وړاندې د خپل هېواد د حکومت له لوري د اسلامي امارت په اړه د پالیسۍ په اړه څېړنه نهوه کړې.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت چارواکو هم د ویزې غوښتنه د لېږونکي لوړپوړي مقام له کبله داسې انګېرلې وه، چې غوښتنه له مخکې تائید شوې ده.
د مالداویا ولسمشرې دغه موضوع «د شرم وړ» بللې او د دې پرېکړې پر مسوولو چارواکو یې د انضباطي چلند غوښتنه کړې ده.
ساندو ویلي:« زما د معلوماتو له مخې؛ د کرنې وزارت یوه مرستیال دا نهوه څېړلې، چې د افغانستان د رژیم په اړه د مالداویا جمهوریت پالیسي څه ده. دا موضوع د حیرانتیا وړ ده.»
هغې زیاته کړې؛ حکومت ورته ویلي، چې د ورته پېښو له تکرار څخه د مخنیوی لپاره به له مسوولو چارواکو سره انضباطي چلند وشي.
له دې مخکې د مالدووا د کرنې وزارت مرستیال واسیله ساربن ویلي وه، چې د افغان پلاوي سفر د یوه مالداوي شرکت د غوښتنې له مخې ترسره شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دغه شرکت کرنیز محصولات تولیدوي او خپل محصولات ازبکستان ته صادروي او غوښتل یې، چې په افغانستان کې هم خپل د پلور بازار پراخ کړي.
ساربن ویلي، افغان استازو د دغو محصولاتو د تولید له بهیر سره د بلدتیا لپاره مالداویا ته د سفر غوښتنه کړې وه.
د افغان پلاوي مشري د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني کوله.
تازه خبرونه
سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ګډه دفاعي هوکړه لاسلیک کړه
د امریکا او اسرائیلو لهخوا د فبرورۍ پر اتهویشتمه پر ایران له برید وروسته، چې په سیمه کې یې کلونه اوږد تاوتریخوالی زیات کړ؛ ایران او متحدانو یې پر سعودي عربستان او د فارس خلیج پر نورو هېوادونو توغندیز بریدونه کړي او د دغو هېوادونو د انرژۍ د لېږد بهیر یې هم ګډوډ کړی دی.
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د جمعې پر ورځ په مکه کې ګډه دفاعي هوکړه لاسلیک کړه؛ دا په داسې حال ده، چې په سیمه کې شخړو د فارس خلیج د تېلو پر صادرونکو هېوادونو د توغندیزو بریدونو څپه رامنځته کړې ده.
د امریکا او اسرائیلو لهخوا د فبرورۍ پر اتهویشتمه پر ایران له برید وروسته، چې په سیمه کې یې کلونه اوږد تاوتریخوالی زیات کړ؛ ایران او متحدانو یې پر سعودي عربستان او د فارس خلیج پر نورو هېوادونو توغندیز بریدونه کړي او د دغو هېوادونو د انرژۍ د لېږد بهیر یې هم ګډوډ کړی دی.
د ګډې اعلامیې له مخې؛ د دې هوکړې موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د ګډ مخنیوي ځواک پیاوړي کول دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې پر یوه هېواد هر ډول وسلهوال برید به پر ټولو درې هېوادونو برید ګڼل کېږي.
که څه هم په اعلامیه کې د «مکې ګډې دفاعي هوکړې» په چوکاټ کې د هر لوري د ژمنو او مسوولیتونو په اړه جزئیات ورکړ شوي نهدي؛ خو ټینګار شوی، چې دا هوکړه د ګډ امنیت د پیاوړتیا او په سیمه او له هغې ورهاخوا د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره شوې ده.
د ترکیې یوه چارواکي دغه هوکړه دفاعي بللې او ویلي یې دي، چې دا تړون د کوم ځانګړي لوري پر ضد نهدی جوړ شوی؛ د سیمې نورو هېوادونو ته هم د یوځای کېدا لپاره پرانیستی دی او هیڅ یوه موجوده دوهاړخیزه یا څو اړخیزه هوکړه نه لغوه کوي او نه یې ځای نیسي.
دغه درې هېوادونه پر ځانګړي توګه د اسرائیلو د مخ پر زیاتېدونکو پوځي دریځونو او همدارنګه د شیعه او انقلابي تمایل لرونکي ایران د دریځونو په اړه اندېښمن دي. دا په داسې حال کې ده، چې د دوی پخوانی متحد، امریکا، په سیمه کې د بېثباتۍ د کابو کولو له ننګونو سره مخ دی.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
تازه خبرونه5 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
تازه خبرونه5 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ کړکېچ د ژورېدا په حال کې دی ـ د خوړو نړیوال پروګرام
-
تازه خبرونه5 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا به واک ته د اسلامي امارت د بېرته رسېدا اغېزې وارزوي
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
لوبی4 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
