تازه خبرونه
مونږ جګړه نده پیل کړې، یوازې مو له خپلې خاورې دفاع کړې – محمد یعقوب مجاهد
د افغانستان او پاکستان پلاويو د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب په دوحه کې د اوربند هوکړې ته ورسېدل.
د اسلامي امارت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي: “مونږ پر پاکستان برید ندی کړی او نه مو د هغو پر حاکمیت تېری کړی دی؛ پاکستان جګړه پیل کړه او زمونږ له ملي حاکمیت څخه یې سرغړونه وکړه، مونږ یوازې خپل غبرګون څرګند کړ.”
هغه زیاته کړې: “د منځګړو پر غوښتنه او د دواړو خواوو له هوکړې وروسته؛ افغان پلاوی د خبرو اترو لپاره دوحې ته راغی، چې د همغږۍ له لارې سیاسي حل ومومي.”
د افغانستان او پاکستان پلاويو د قطر او ترکیې پر منځګړیتوب په دوحه کې د اوربند هوکړې ته ورسېدل.
مجاهد ټینګار کړی؛ راتلونکې غونډه به په ترکیه کې ترسره شي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړون د پلي کولو او اړیکو ښه کولو لپاره پر عملي میکانیزمونو بحث وشي.
د اسلامي امارت دفاع وزیر یادونه کړې: “پاکستان خپل مخالفان ترهګر بولي؛ خو د افغانستان دریځ روښانه دی. مونږ د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد پر وړاندې د وسلوال برید ملاتړ نهکوو او مونږ به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان خاوره د داسې کړنو لپاره وکارول شي.”
هغه دا هم ویلي: “زمونږ هدف جګړه نده، بلکې مونږ د ښه ګاونډیتوب اړیکې، د سوداګریزې همکارۍ پراخول او د افغانانو د امنیت ډاډمنول غواړو. د دوحې تړون د دواړو خواوو د حاکمیت او د وګړو د حقونو د اطاعت تضمین دی.”
محمد یعقوب مجاهد ټینګار کړی، چې که کوم هېواد د افغانستان پر خاوره برید وکړي؛ اسلامي امارت حق او وړتیا لري، چې له خپلې خاورې دفاع وکړي او پر زړورتیا به د ملي امنیت او ګټو ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د خبرو اترو په اړه له خپلې خبرپاڼې د “سرحد” کلمه لرې کړه او اسلامي امارت د اوربند دا هڅه خپله ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه ګڼي.