ساینس او ​​ټیکنالوژي

مونږ د تیک تاک ټولنیزه شبکه او د پابجي لوبه بندوو- مخابراتي شرکتونه

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۴۰۱)

د شنبې پر ورځ (د وږي شپږویشتمه) د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او مخابراتي شرکتونو د مسوولینو په ګډه غونډه کې د ټولنیزې شبکې تیک تاک او پابجي لوبې پر بندولو بحث او خبرې وشوې.

دغه غونډه د مخابراتو او تکنالوژۍ د وزیر نجیب الله حقاني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت، د استخباراتو د عمومي ریاست، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو وزارت، برښنا شرکت او د چارو ادارې د استازیو پر حضور ترسره شوه.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د اړوند وزارتونو او ادارو څانګوالو ډلو، چې له مخابراتي شرکتونو سره یې د پابجي او تیک تاک د بندولو په برخه کې په ګډه کار کړی، خپلې لاسته راوړنې، راپورونه او هغه لارې چارې یې وړاندې کړې، چې د مخابراتي شبکو د بندولو په برخه کې اغېزمنې دي.

وزارت په ډاګه کړې؛ په پای کې مخابراتي شرکتونو ژمنه وکړه، چې د یوې میاشتې دننه تیک تاک ټولنیز شبکه او په درې میاشتو کې پابجي لوبه بنده کړي.

له هند او پاکستان وروسته افغانستان درېیم هېواد دی، چې پر دې لوبې بندیز لګوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د روان کال په پیل کې د تیک تاک اپلیکیشن او انلاین لوبې پابجي د بندولو امر وکړ، چې ځوان نسل د ګمراهۍ سبب ګرځي.

Trending

Exit mobile version